دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد چین د بهرنیو چارو وزیر له ملا متقي سره ټلیفوني خبرې...

د چین د بهرنیو چارو وزیر له ملا متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزیر وانګ يي سره ټيليفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د اعلاميې له مخې،‏په پيل کې وانګ يي په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به د چين بشري مرستې افغانستان ته ورسېږي.

‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير له چينايي وزیر څخه مننه وکړه او زلزله‌ځپلو هېوادوالو ته د مرستې رسونې په باب يې معلومات ورکړل.

ملا متقي وويل، دوې پر وخت زلزله‌ځپلو ته خواړه او لومړني دارو درمل رسولي او اوس بېړنۍ اړتيا سرپناه ده، تر څو د اغېزمنو کورونه ورغول شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې‏دواړو لوريو پر دوو اړخيزو سياسي اړيکو هم خبرې وکړې.

 چینایي وزیر وانګ يي وويل، چې هېواد يې پر افغانستان له لګېدليو بندیزونو سره مخالف دی. ده همداراز وويل، چې افغان سفارت په بيجينګ کې ښه فعاليت کوي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ښه رول لوبوي.

‏د چين د بهرنيو چارو وزير همداراز وويل، چې نژدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې لړۍ پيل کړي او چينايي پوهنتونونو کې افغان محصلينو ته به هم چين ته د بېرته ګرځېدو زمينه برابره کړي.

 همداراز يې ژمنه وکړه چې د چين او افغانستان ترمنځ به هوايي ليکه هم بېرته ژر فعاله شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وويل، د افغانستان په اړه د چين د مثبت سياست هرکلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دغه ګامونه به د افغانستان او چين ترمنځ هوايي او ځمکنۍ سوداګري ته هم وده ورکړي، په ځانګړي ډول چين ته د افغانستان د وچو مېوو د لېږد په برخه کې د همکارۍ هیله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب