شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: خوراکي توکي ګران شوي او تر ۹۰ سلنې ډېر افغانان...

ملګري ملتونه: خوراکي توکي ګران شوي او تر ۹۰ سلنې ډېر افغانان کافي خواړه نه لري

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي چې د افغانستان څه د پاسه نوي سلنه وګړي، دغه هېواد سره د خوراکي او نورو مرستو سره – سره کافي خواړه نه لري.

ددغه سازمان په وینا ۸۷ سلنه افغان کورنۍ لا هم خپل عواید پر خوراکي توکيو لګوي.

په داسې حال کې چې په مارچ میاشت کې دا کچه ۸۳ تر ۸۵ سلنه وه او له بله پلوه په وروستیو میاشتو کې د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.

دغه سازمان همداراز ویلي له تېرې میلادي میاشتې د اوړو او غتمو بیه څلور سلنه او د غوړیو بیه اته سلنه لوړه شوې ده.

اوچا وایي ډېری افغانانو د ورځني ژوند د پرمخ بیولو او خوراکي توکيو د برابرولو لپاره سختې لارې غوره کړې.

له دې جملې ۸۷ سلنه مېرمنې د کورنیو سرپرستي پرغاړه لري او د خوراکي توکو د کمښت په وړاندې د مقابلې لپاره ډېرې سختۍ ګالي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دوی ډېرو چارواکو تر ډېره وخته په دې اړه راپورونه ردول ، خو په وروستيو کې يې د سړې میاشتې ادارې لپاره ټاکل شوي رييس ځينو هېوادونو ته د سفر پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب