دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهکرنې وزارت د ځنګلونو د ساتنې طرحه اعلان کړه

کرنې وزارت د ځنګلونو د ساتنې طرحه اعلان کړه

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏د طالبانو د کرنې وزارت يوه لوړ پوړي پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال د ځنګلونو ساتنې په موخه خپله طرحه د يوه خبري کنفرانس پر مهال له رسنيو سره شريکه کړه.

د طالبانو د کرنې وزارت مرستيال او پلاوي مشر مولوي عثماني وويل، چې ځنګلونه دولتي ملکيت دی او هيڅوک نه شي کولی، چې په غير قانوني ډول ترې ګټه واخلي.

نوموړي وويل، چې د ځنګلونو او لرګيو قطع او قاچاق قانوناً منعه دي او چا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې وچ لرګي وپلوري.

هغه د ختيځ زون مسئولينو څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو ساتنې په موخه جوړه شوې طرحه په جدي ډول تطبيق کړي او سرغړونکو سره د قانون له مخې چلند تر سره کړي.

د پلاوي مشر همدا راز وويل، چې د غرنيو سيمو کې ولسي خلک کولی شي چې د نافذه قوانينو له مخې پرته له دې چې ځنګل ته زيان ورسوي ګټه واخلي.

دی وايي، چې بهر ته د چاتراشو قاچاق منعه دی او هيڅوک نه شي کولی، چې چاتراش له هېواد څخه وباسي.

د ياد کنفرانس پر مهال د طالبانو د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدین وويل، په ختيځ کې د ځنګلونو ساتنې په موخه پنځه سوه کسيزه قطعه جوړه شوې، چې ډېر ژر به په فعاليت پيل وکړي.

طالبانو په داسې حال کې د دغې طرحې د جوړېدو خبر ورکړی ، چې د دوی د بیا واکمنۍ له پیل سره د افغانستان په مختلفو سیمو کې څو ځنګلونه سخت وسوزیدل او په مخنیوي کې يې د پاتې راتلو له امله پر دوی سختې نیوکې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب