پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+کاری نیوکه Criticism

کاری نیوکه Criticism

ژباړه: شفیق الله عمران

دا چې ستا په آند تا یو ډیر لوۍ کار ترسره کړ، او اوس مشر دی درته د هغو ټکو لیست جوړ کړې چې ته یې باید په پام کې ونیسی تر څو کارونه دي ښه شی، نو زړه مه ماتوه، رغنیزه نیوکه د کار او دندې یوه مهمه او کلیدي برخه ده. ددې مقالې پر مټ به وکولاۍ شئ چې د نیکی، ښی او رغنیزی نیوکې قبلول زده او خپله دنده په ډیره ښه توګه ترسره کړۍ.

1-      دا ومنه چې ته کامل او پوره نه یې: که ته هر کار او دنده پدی نیت پیلوې چې هیڅ تیروتنه به درڅخه نه کیږی نو ته ځان غولوی، ته به تیروتنه کوې. اړینه داده چې د تیروتنې څخه باید زده کړه وکړي.2-      کار مو بیا ځلې وګورۍ: دا چې درکړل شوی کار مو خلاص کړو، مخکې لدی چې خپل مشر ته یې واستوۍ یو ځل بیا یې دقیق وګورۍ او ځان ډاډه کړۍ چې ټول مو بیا ځلې دقیق کتلي دی، دا له تاسې سره مرسته کوې چې هیڅ یوه وړوکې ستونزه هم نده پاتې چې مشر مو بیا په تکلیف کړې او د پوښتنې سره مو مخامخ کړې.

3-      کاری نیوکه شخصی ژوند لور ته مه بیایه: که یو همکار/همکاره درباندي نیوکه کوې نو پدی فکر کې مه اوسه چې ته ورباندی بد لګیږی او یا دا چې ته ددی دندې لپاره وړ کس نه یې.  ستا همکار/ همکاره صرف همدومره کوښښ کوې چې تا ډاډه کړي چې ته لدې هم ښه کار کولای شی او باید دقیق شې چې ښه کار ترسره کړې.

4-      په غور سره  یې واوره: که دی نیوکې ته غوږ کینښود نو د غلطۍ کولو بیا ځلې هوډ دی وکړو. ځان سره یادداشت واخله او بیا بیا ځلې ځان ته په یاد کړه چې څنګه باید دا ستونزه حل کړې. دا پړاو تر ټولو ستونزمن پړاو دی ځکه چې دا پدی معنې چې څوک د یو چا په چارو کې مداخله وکړې او د هغه د کارونو ستونزي په ګوته کړي او بیا یې ورته واوروي نو دا په حقیقت کې د ځینو له لورې د بل چا په چارو کې ګوتې وهل ګڼل کیږی.

5-      له ځان څخه وپوښته چې لدی نیوکې څخه څه زده کولی شی: که د نیوکې په اوریدو سره درته دا فکر پیدا کيږی چې څنکه یادی نیوکې ته دفاعیه تیاره کړم او یا هم په غصه شم نو سمدستي دا پوښتنه له ځان سره بیا بیا تکرار کړه چې، لدی نیوکې څخه څه زده کولی شم؟ د غصی پر ځای پر دی فکر وکړه چې له نیوکې څخه باید څه زده کړم ځکه هره نیوکه یو رغنیز اړخ لرلای شی.

6-      د نیوکې له یوی برخې سره موافق: ځینې خلک چې له نیوکې سره مخ شی نو سمدستې یې فکر د نیوکې هماغه منفی ټکې ته شی او د نیوکې پاتی برخه له نظره وغوځوی چې دا کار ګټور ندی او ستونزه نشی حل کولای، او همداشان نشی کولای چې څه تری زده کړی. نو کوښښ وکړۍ چې د نیوکې منفی ټکې هم په مثبت واړوۍ  او دا چې د نیوکې اورۍ او قبلوۍ یې نو د کاری چاپیریال رامنځته کولو لپاره مو لاره خلاصه کړه او ورپسی قدم او کوښښ به مو دا وې چې څنګه وکولای شۍ چې په شریکه توګه ستونزی ته د حل لار پیدا کړۍ، دا کارونه به مو هغه احساس چې پر تاسی د نیوکې په شکل برید کیږی را کم کړي او مثبت فکر کوونکې به شۍ.

7-      دا چې څه مو واوریدل تحلیل او وارزوۍ: تاسی وخت ته اړتیا لرۍ تر څو هغه معلومات و ارزوۍ او ځان پوه کړۍ چې آیا دا نیوکه پر ځای او سمه ده که نه او پر دی تصمیم ونیسۍ چې د ستونزی / تیروتنی د حل لپاره باید څه وکړۍ تر څو بیرته یې سمه کړۍ. که دا هغه شکایت وی چې په څو څو واری دی اوریدلی دی نو ته باید پدی فکر وکړې چې دداسی وضعیت څخه باید څه زده کړم تر څو د بیا لپاره داسی ونشی.

8-      په زړه کې نفرت او کینه مه ساته: خفه کیدل او په زړه کې کینه ساتل مو راتلونکې چاری او دندی زیانمنوی، نو د یوی نیوکې په خاطر له چا سره کینه او نفرت په زړه کې مه ساته، بلکه پر ځای یې ټولی تیروتنې له ذهنه وباسه او بیرون یې وغورځوه، د راتلونکو چارو او دندو لپاره دی له دقت څخه کار واخله تر څو وکولای شی تر ټولو ښه کار وکړې.

9-      په یاد وساته، هر هغه څه سره چې مخ کیږی یو حکمت پکې نغښتی دی: که همکاران دی له تا سره ډیر نیژدی او ښی اړیکی نلری او یا هم مشر دی تاته د میاشتی تر ټولو کمزوری او لټ کارکوونکې نوم درکړی دی نو منفی ذهنیت دی له سره لیری کړه او پدی فکر اوسه چې یو ښه هدف او لاسته راوړنه درته په تمه ده، ښه کار په زیار او دقت سره کار وکړه چې خلک درسره مینه وکړې او تر ټولو دی قدر زیات وی. هیڅکله هم بی زحمته راحت نشته او هیڅکله زیار بی ثمری نه پاتی کیږی او حتماْ یې میوه در رسیږی.

10-     ذهنیت سازی وکړۍ: که د خپل همکار په نیوکه خفه شوی یاست نو آزادانه ورته ووایاست چې څنګه او ولی یې نیوکې تاسی خفه کړي یاست، او تر څنګ یې ورته ووایاست چې څنګه درسره مرسته وکړې تر څو کمزوری ټکې مو په قوی ټکو بدل شی او نور هم پیاوړی شۍ نو دا چاره به مو خوا بدی له منځه یوسی او یو بل ته د نیژدیوالی تر څنګ به مو د پیاوړی کیدو سبب شی.

11-     دا حقیقت ومنۍ ، هغه څه چې نور یې لیدلای شی کیدای شی تاسی یې ونشۍ لیدلای: که چیری ته د نیوکې او تیروتنی سره موافق هم نه اوسی خو نور کیدای شی داسی و انګیری چې ګواکی تاسی پری خبر نه یاست، هغه څه چې تاسی یې د نیوکې په توګه نه منۍ خو نور یې ستاسی په نسبت ښه لیدلای شی نو دا هغه وخت دی چې دا ویل کیږی “خپل عیب د ولو منځ دی” نو د خپلو ولو منځ نشی لیدلای، په داسی وخت کې ومنه چې د نورو پر وینا فکر وکړي او هغه تیروتنه چې تاته نه ښکاری او نور یې درته وایې پیدا کړی. او پدی سره دا نوم هم له ځان څخه لیری کړه چې ګویا ته یو منفی لیدلوری لرې.

12-     دا چې د هر ډول نیوکې سره مخ کیږۍ نو خوښ اوسۍ او په مینه خپل کار تر سره کړۍ او مه پریږدۍ چې یوه نیوکه مو په خپلو چارو او دندو کې له ناکامۍ سره مخ کړي.

زیار وباسئ، مینه وکړئ او مینه ورکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب