جمعه, مې 3, 2024
Homeادبد پښتو ژبې وتلی لیکوال او شاعر عبدالرحیم روغاني ومړ

د پښتو ژبې وتلی لیکوال او شاعر عبدالرحیم روغاني ومړ

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) کوزه پښنونخوا کې د پښتو ژبې وتلی شاعر عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۱ کالو په عمر ومړ.
روغاني په پښتو ژبه کې ماسټري کړې وه او د شاعرۍ په برخه کې د زیاتو قطعو د لیکلو له کبله په (بابای قطعه) مشهور و.
عبدالرحیم روغاني له نن ۷۱ کاله وړاندې د پښتونخوا د سوات سیمې په مټه کې زېږېدلی و. نوموړي تر ډېره برېده ولسی شاعري کړې او په شعر کې یې د خپل ولس ناخوالې بیانولې.
د عبدالرحیم روغاني د شعرونو او نثرونو کتابونه چاپ شوي دي، چې په هغوی کې یو «نوې نغمه» د شعرونو ټولګه، «ځورېدلي احساسات» د شعرونو ټولګه، «سندریز احساس» د شعرونو ټولګه، «خودغرض» نثر، «د رڼا څاڅکي» شعري ټولګه، «سندرې او خبرې» منظوم او منثور او یو د نثر کتاب «کوربانه خیالونه» شامل دي.
د ښاغلي روغاني «خودغرض» نومی کتاب په انګرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of Selfishness» په نوم ژباړل شوی او په 2019م کال کې په لندن کې چاپ شوی دی.
چې سل جنازې تېرې شي هيڅ نه وي روغانیه
په خوا کې مې چې تېره شي ډولۍ لیونی کېږم
روغاني بابا په خپلو شعرونو کې داسې کیفیات غږول، چې لوستونکی به یې مجبوراوه، ترڅو د مرحوم شعرونه ولولي.
د نوموړي له شعرونو داسې ښکاري، چې د وخت جابر پرې ښه ډېر ظلمونه کړئ، دي په محکومه پښتونخوا کې و، خو تل یې په زړه کې د لوی افغانستان هیلې وې او کله به چې پر پښتنو کېدونکي ظلم وژړاوه؛ نو دا ناره به یې کوله چې:
حمزه خو وايي د جنت ژبه ده
مونږ په دوزخ کې له پښتو سره یو.
روغاني بابا، چې کله ناځوانې سرطاني ناروغۍ ډېر وارخطا کړ او بیا به یې خپلې بې وسۍ ته وکتل؛ نو ویل به یې:
خدایه شاهد یې، زه پیسه نه لرم
د ډکټرانو منت بار مې نه کړې
شرنګ د پیسې مني، کیسې نه مني
مرګ راله راکړې؛ خو بیمار مې نه کړې
روغاني اوږده ناروغي وليده او له ډېرې مودې یې ورسره صحت ملګرتیا ونه کړه، چې بلاخره یې نن خپل روح د کائناتو خالق ته وسپاره.
که زه مړ شم مانه هيڅ نه پاتې کيږي.
زه د ډېرې کمزورۍ نه زورور یم

روح یې ښاد او پر ګور یې نور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب