Homeخبرونهتېرکال د طالبانو په بریدونو کې ۱۸۸۵ ملکي وګړي وژل شوي

تېرکال د طالبانو په بریدونو کې ۱۸۸۵ ملکي وګړي وژل شوي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶)  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) د سه شنبې په ورځ د (کب۵) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله د خطرناکو هېوادونو په قطار کې دی.

د یوناما په دې تازه راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ارقام بیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو له پيلېدو وروسته ملکي تلفات زیات شوي دي چې ډېر مسولیت یې د طالبانو په غاړه دی.

یوناما وايي د دغو تلفاتو ۴۶ فیصده مسوولیت وسله والو طالبانو، اته سلنه د داعش ډلې او ۲۲ سلنه  افغان سرتیرو ته ورګرځي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۸۸۵ ملکي وګړي د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۳۵۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي ۲۰۱۹ کال ته په ۲۰۲۰ کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۵ سلنه ټيټه شوې، خو په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

راپور کې راغلي دي چې د سولې د خبرو پیل هم ” ونه توانیده چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو کچه راټیټه کړي”.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ دغه راز ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خبریالان، مدني فعالان، بشري فعالان او د امنیتي سرتیرو د کورنۍ غړي په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دا مهاله د یوناما د دې تازه راپور په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...