چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېاسلامالله تعالی ولې موږ له «اسراف» نه منعه کړي یو؟

الله تعالی ولې موږ له «اسراف» نه منعه کړي یو؟

محمد تمیم تکل 

نکته: لقمان حکیم صاحب خپل زوی ته وویل: «زویه! که دې معده ډکه شوه؛ تفکر به دې ویده شي،  حکمت به دې گونگی شي او د بدن نور غړي به دې له عبادت نه پاتې شي.»

هر انسان ځینو عناصرو ته طبیعي اړتیا لري؛ لکه : اصلي غذايي عناصر(قندي مواد، شحم او پروتینونه)، ویتامینونه او معدني مواد. د هر انسان عمر، طبیعت، قوت، ضعف او فعالیت ته په کتو؛ د یادو عناصرو اړتیا او ضرورت هم یوشان نه وي.

مثلاً: یو زوړ سړی په ورځ کې دومره موادو ته اړتیا لري: ۲۰ – ۲۶ گرامه پروتین، لږ تر لږه ۱۰۰ گرامه قندي مواد او هغه اندازه غوړ چې ۲۰٪ ورځنۍ انرژي ورسره تأمین شي او ډېره لږه اندازه معدني مواد او ویتامینونه.

اسراف په خوراک کې دوه ډوله ده. یو ډول یې دا دی چې موږ له ضرورت نه ډېره ډوډۍ وخورو؛ مثلاً یوه کاسه ښورا موږ ته کافي ده؛ خو موږ دوه کاسې خورو. بل ډول یې دا دی چې ډوډۍ ژر ژر وخوړل شي او و نه ژوول شي. هغوی چې ډوډۍ ژر ژر خوري او نه یې ژووي؛ ممکن چې رواني تکلیف ولري، کېدای شي خپگان ولري، کېدای شي محرومیت سره مخ شوي وي یا کېدای شي ستونزه په غریزه کې وي.

 د اسراف نور ډولونه هم شته؛ چې دلته موږ یوازې په خوراک کې اسراف تر بحث لاندې نیسو. هغوی چې ډېر خوراک کوي او ډوډۍ نه ژووي؛ لاندې ستونزې به ورته پیدا شي:

  1. معده به یې لویه شي؛ چې له دې سره د خېټې لویېدل حتمي دي.
  2. د گوگل(سینې) او زړه سوځېدل یا سوی؛ په ځانگړي ډول که ډوډۍ غوړه وي بیخي بد اغېز کوي؛ دغه درد به ان شا طرف ته هم سرایت وکړي. چې چپ طرف اوږه او د راشپېلک نه لاندې سیمه کې به درد غوندې حس شي؛ د دغه کار لامل دا دی چې د وینې د جریان او دوران اختلال رامنځ ته شوی وي چې زړه دغو سیمو ته سمه یا کافي وینه نه ده رسولې.
  3. ډېر خوراک کولای شي مېکروبونه او وایروسونه له معدې تېر کړي او د بدن پر نورو سیمو او ناحیو باندې نفوذ خپور کړي. دا ځکه چې ډوډۍ بیخي ډېره وي او د معدې مشخص اسیدونه نه شي کولای له ټولو سره ترکیب شي یا رسیده گي ورته وکړي؛ نو ځکه خو د هضم مرحله سمه نه ترسره کېږي. په ډوډۍ کې د مېکروب او وایروس ختمول د معدې د ترشحاتو مسؤولیت دی چې له ډېرې ډوډۍ سره دا کار امکان نه لري.
  4. معده به له حد نه ډېره لویه او ستره شي؛ دا یوه خطرناکه عارضه ده که په وخت باندې ورته پاملرنه و نه شوه؛ کېدای شي ان د انسان د مرگ سبب وگرځي.
  5. د معدې تاویېدل: دا یوه نادره خبره ده؛ خو بیا هم احتیاط ښه وي؛ دا کار هغه مهال صورت مومي چې انسان له حد نه ډېره ډوډۍ وخوري او معده یې پر وړاندې غبرگون وښيي.
  6. که د یوه انسان معده له ډوډۍ نه ډکه وي او ډېر خوراک یې کړی وي؛ نو په دغه وخت کې که یاد انسان ته څوک ضربه ورکړي؛ یا ناڅاپه یې په غېږ کې ونیسي، یا دا چې فشار پرې راشي؛ احتمال شته چې معده څېرې شي او که معده ډکه وه د زړه په سر باندې څوک ضربه وارده کړي؛ د انسان د مرگ سبب هم گرځېدلی شي.
  7. د ډوډۍ نه ژوول روح او فکر ته تاوان رسوي. څوک چې ډېره ډوډۍ خوري د هغه اراده کمزورې شي او خوب ته یې ډېر زړه کېږي. ډېر خوراک جنسي شهوت زیاتوي او د انسان روحیه هم حیواني کوي.
  8. هغه کسان چې په خوراک کې اسراف کوي او دغه خوراکونه یې له غوښو، پنیر او شودو نه جوړ وي؛ له نورو ډېر د گردو یا پښتورگو د ډبرو احتمال په کې شته.
  9. چاغي: چاغي معمولاً په هغو کسانو کې ډېره وي چې تحرک یې کم وي. ډېر خوراک کوي او دغه خوراک یې غوړ او قندي مواد ډېر لري چې همدا شحم او خواږه مواد به یې د چاغۍ سبب شي.
  10. د شراینو تصلب: هغه خطرناکه ناروغي ده چې له ډېرو شحمیاتو پیدا کېږي او دا مستقیماً ډېر خوراک ته ورگرځي.

نتیجه: 

لومړی: موږ ډوډۍ خورو؛ چې څنگه پوه شو چې لږه نوره هم خوړلی شي؛ باید بېرته شو. یانې موږ چې ۹۰ سلنه ډودۍ وخوړه؛ باید چې پاتې ۱۰ سلنه یې پرېږدو. مخکې له دې چې نس مو موړ شي له سترخوان څه شاته کېنو.

دویم: د هر وخت ډوډۍ چې وي؛ باید په حوصله یې وخورو؛ ټول کارونه مو چې خلاص شول؛ بیا به په ډاډه زړه ډوډۍ وخورو. په ډېره حوصله او ارامۍ به هره مړۍ(گوله) اخلو او هغه به بیا ښه سم وژوو؛ بیا به یې تېره کړو. دا مانا چې غذا باید په پوره ډول په خوله او غاښونو کې ماته او وړه شوې وي؛ بیا معدې ته لاړه شي.

درېیم: دا چې خېټه معمولاً د شحم او قندي موادو له امله لویېږي؛ باید چې په طبیعي مېوو او قندي موادو بسنه وکړو او مصنوعي مواد لږ استعمال کړو؛ لکه: بوره، انرژي، نوشابه، کاکو یا داسې نور مواد چې غوړ یا قند ولري.

څلورم: تحرک باید ولرو. جسمي فعالیت باید وکړو چې تر څو مو وینه پوره جریان وکړي او له چاغۍ وساتل شو.

پنځم: زموږ نس یا معده زموږ د لاس لاندې ده. موږ پرې حاکمان یو؛ له بده مرغه چې دا یو ناسم فرهنگ دلته رواج شوی چې ۴ کسان په سترخوان ناست وي؛ ۳ کسان شاته کېني او یو لا هم ناست وي؛ دا ۳ واړه خپلې پاتې شوې برخې هغه ۱ کس ته مخې ته کېږدي چې دا هم وخوره؛ هغه ورته وايي چې موړ شوم نور یې نه شم خوړلی؛ دوی پرې اصرار کوي چې وخوره لېونیه کبر کېږي. هغه بې چاره مجبور شي په زوره هغه ډوډۍ وخوري او په دې ډول یې له معدې نه مېکروب او وایروس تېر شي.

شپږم : په ځينو مشرانو کې غلط عادت وي چې ځوانانو ته په پېغور سره وايي: زه چې ځوان وم ۳ کاسې خوراک مې کاوه؛ تاسو نو څنگه ځوانان یاست؟ دا دوه کاسې درواخله نوش جان یې کړه؛ بې غیرته کېږې مه!

دا بد عادتونه او صفات باید پرېږدو. دا مو د ځان له پاره گټه ده. الله تعالی دې ټولو ته کامله روغتیا په نصیب کړي. آمین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب