چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د سرطان د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې سپارښتنې

د سرطان د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې سپارښتنې

تاند- د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) د سرطان د مخنیوي لپاره څو سپارښتنې کړي او خپرې کړي دي. ډاکتر (Joachim Schuez)، چې دا څېړنه یې کړې، وايي چې که انسانان په خپلو عادتونو کې بدلون راولي تر ډېره د سرطان په وژونکې ناروغۍ له اخته کېدو ژغورل کېدای شي.

۱- سګرېټ مه څکوئ. هیڅ راز دخانیات یا تمباکو مه استعمالوئ.

۲- کور مو د سکرېټو او نورو دخانیاتو له لوګي پاک ساتئ. د کار په ځای کې هم بل څوک مه پرېږدئ چې سګرېټ وڅکوي.

۳- د بدن وزن ته خیال ساتئ.

۴- په ورځني ژوند کې له فزیکي نظره فعال اوسئ. هغه وخت کم کړئ چې په ناسته یې تېروئ. (یعني ډېره ناسته او نه تحرک بد دی)

۵- صحي خوراک کوئ.

 * زیات حبوبات، سبزیجات او مېوه خورئ.

* د زیاتې کالورۍ درلودونکي خوراکونه لږ کړئ (لکه هغه خواړه چې زیات خواږه یا غوړ لري.)

* پروسیس شوې غوښه (سلامي – ساسج)مه خورئ. سره غوښه (د غويي او پسه) کمه خورئ او په خوړو کې د مالګې اندازه لږه کړئ.

۶- که هر راز الکول څښئ، اندازه یې کمه کړئ. د الکولو بیخي نه څښل د سرطان د مخنیوي لپاره ښه دي.

۷- لمر ته زیات مه پاتې کېږئ، په تېره بیا ماشومان باید د لمر وړانګو ته زیات وخت تېر نه کړي. د لمر ضد کریم استعمالوئ. د لمر له حمامه ځان ساتئ.

۸- ماشوم ته د مور شیدې د سرطان خطر کموي.

که ماشوم ته شیدې ورکولی شئ او نه غواړئ چې وریې کړئ د هورمون بدلولو تداوي مه کوئ ځکه چې (Hormone replacement therapy) د ځانګړو سرطانونو خطر زیاتوي.

۹- خامخا خپلو ماشومانو ته دا واکسینونه ورکړئ:

* هیپتایټ بي (د نوزېږو لپاره)

* ایچ پي وي (Human papillomavirus) د نجونو لپاره

۱۰- د سرطان د معاینې په پروګرامونو کې برخه واخلئ.

* د کولمو سرطان (نارینه)

* د سینې سرطان (ښځې)

* د زیلانځ یا رحم سرطان (ښځې)

1 COMMENT

  1. Hello everybody,
    The above preventive directions are good but i think always, why even some professors & specialist doctors suffer themselves from CANSERZ???. And why some unilletrated urban people live more than 114 yearz??

    If somone can explain it , it will be appreciated.
    thank you. ex.pediatr Dr. Hamidullah Safi

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب