جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: سږ کال مو د طالبانو لوی پلانونه شنډ کړي...

ملي دفاع وزارت: سږ کال مو د طالبانو لوی پلانونه شنډ کړي دي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۶) ملي دفاع وزارت وایي، وسله‌والو طالبانو سږکال پلان درلود چې د هېواد ۷ ولایتونه سقوط کړي، خو بریالي نشول او برعکس امنیتي ځواکونو ترې ۸ ولسوالۍ نیولې دي.

تېره ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د ۱۳۹۹ کال د خپلو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ملت ته وړاندې کړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شا محمود میاخېل وویل، په ۱۳۹۹ کال کې د ملي دفاع وزارت فعالیتونه د دښمن په له منځه وړلو، د سولې د خبرو اترو په ملاتړ، د دفاعي قابلیتونو په پیاوړتیا او له تروریزم او کورونا خطرناک ویروس سره په مبارزې متمرکز وو.

نوموړي زیاته کړه، په روان کال کې دښمن د هېواد د اوو ولایتونو د سقوط په موخه یرغلیز بریدونه لرل چې بریالي نشول، او برعکس ۸ ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله آزادې شوې.

د نوموړوي په خبره، په روان کال کې د امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې، څه باندې ۱۸ زره «وسله وال» وژل شوي، ۱۰۲۹۶ تنه ټپیان شوي، ۲۲۵۹ تنه نیول شوي او د «دښمن» په سلګونه میله سپکې او درنې وسلې او وسایط ضبط شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د یاد راپور په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب