پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د بشریت د غوره استازي (ص) کلیزه | ولي الله ملکزی

د بشریت د غوره استازي (ص) کلیزه | ولي الله ملکزی

له نن څخه ۱۴۹۹ کاله وړاندې، په مکې او ګرد چاپېره سپېرو غرونو او شګلنو دښتو کې د تمدن، نظام او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ هم نه وو. کیږدۍ وې، بتکدې وې، میکدې وې او د ساقي کړنګیدلي جامونه. بدلمنو ښځو به په جونګړو سرې جنډې رپولې او ځینو انډیوالانو به خپلې کور ودانې یو له بل سره بدلولې را بدلولې. ولې تر‌ ټولو ستر ناورین دا وو چې تورمخو پلرونو به د شرم له وجې، خپلې تنکۍ او ګلالۍ لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښلولې.

د خلیل په سپینه ږیره او ذبیح په تنکېو لاسونو جوړه د توحید خونه، د هُبَل په ګډون له لس ګونو بتانو څخه ډکه وه. چَم په چَم به ډبرینو خداېګوټو ته د تعظیم پخاطر مشرکې ککرۍ سر په سجده وې او عربان د فقر تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو. کونډې د میراث برخه وه او مړوښې ښځې به د حیض په ورځو کې له بړبړي اوښانو سره په غوجل کې ساتل کیدلې. د زمان په همدې خوړین او زبېښلي پېر کې چې د حضرت مسیح د پېدایښت ۵۷۱م کال د اپریل۲۲مه د دوشنبې ورځ وه، د بني هاشمو په قبیله کې یو ماشوم وزیږید. پلار یی له پیدایښت ترمخه په حق رسیدلی وو؛ په شپږ کلنې کې یی مور وفات او د بوډا نیکه، شپږو عمه ګانو او نهو ترونو اسرې ته پاتې شو چې یو یې ابو لهب وو.

خو د څلوېښت کلنۍ په عمر یې د حِراء د سمڅې دننه د جبرائیل له خولې داسې ملکوتي غږ ترغوږونو شو چې خولې یی ورباندی راماتې کړې. د لیک لوست او وحدانیت دغه لمړني فرمان، پاشل شوې قبیلې د یوې عقیدې او یو زعامت لاندې راټولې او له غلامۍ، بدمرغۍ او نیستۍ څخه یې د بادارۍ، واکمنۍ او بیدارۍ لیکې ته سیده کړې. ناغیړو او سرسبیلو قریشو ورباندې د مکې خاوره سور تنور کړه؛ دېته یی اړویست چې خپله لور او یو شمیر نژدې یاران د سور سمندر بلې غاړې کې د نصراني نجاشي دربار ته واستوي. د طائف احمقانو پرې د لیوني ګومان وکړ؛ په ډبرو یی وویشت؛ خو هغه د پښېمانۍ په ځای لازیات هوډمن شو.

په خپله نالوستې او أمي وو، خو د القلم، النساء او النور په نوم نازل شوي سورتونه یې خپل امت ته امانت ورسول. د څنګ ملګري یې داسې وروزل چې له چا یې صدیق جوړ کړ، څوک یې فاروق کړ، څوک عثمان، څوک علي او څوک یې خالد بن الولید کړ، هغوئ چې اوس د تاریخ منلي او د پرګنو ښاغلي دي. داسی یو امت یې رامنځ ته کړ چې د کاشغر منارې، د بخاری ګومبزې، د بغداد کتابخانې، د دمشق محرابونه، او د اندلس قُرطُبه او غَرناطه یې د مدنیت شاهدان دي. داسی امت چې د میرمنو مقام او د بوډا ګانو احترام د کرامت نښه وبلل شوه. د مکې د فتحې په ورځ یې د تبعیض او آپارتاید په خلاف، تور پوستي غلام (بلال) ته امر وکړ چې د کعبې بام ته پورته شي او آذان وکړي. د عرفات په غونډۍ یی خپلو اصحابو ته وویل: «ای خلکو تاسو ټول له آدم څخه پېدا یاست او هغه له خاورې او خټې څخه جوړ وو. عرب له عجم څخه غوره نه دی مګر هغه څوک چې ډیره تقوی او ښه انسانیت ولري. ای خلکو،‌ له الله وډاریږئ او له خپلو میرمنو سره د عزت چارچلند وکړئ».

داسې میړه وو چې عائشې رض ته اجازه ورکوي د غشو ننداره وکړي او د حدیبیې د تړون په ورځ د أم سَلَمَة مشوره مني چې خپل ویښتان واړه او حلالکه وکړي. داسې پلار وو چې کله فاطمه رض له واده وروسته کورته راځي، دې ورته پاڅیږي، څادر ورته غوړوي او لاس یې مچې کوی. داسې نیکه وو چې په سجده پروت دی، لمسی یې په اوږو ناست دی خو دې نه سر نه جګوي ترڅو د لور زوئ یې خوشحاله شي. داسې مشر وو چې د مکې مشرکینو ته بښنه کوي، د مدینې له یهودو سره تړون کوي او د نجران نصاری په خپل مسجد کې ملاقات ته ورغواړي. داسې دوست وو چې د منافقینو د مشر، أُبَيِّ بْنِ سَلُول د زوئ، عَبْدُ الله خواهش پوره کوي هغه ته خپل څادر ورکوي ترڅو د خپل منافق پلار کفن په کې را ونغاړي.

ډیر کله به یې د ورځو ورځو لپاره له نغري څخه لوګی نه پورته کیده؛ نه یی درهم او دینار ترشا پرېښودل او نه یی څوک ولیعهد وټاکه، بلکې د زعامت د غوراوي دا مهمه پرېکړه یې د خپل امت دِرایت ته پریښوده. هغه د اخلاقو د ګرځنده او مجسم قرآن بڼه درلودله، «كان خُلقُه القرآنَ». کله یې چې زوئ (ابراهیم) وفات شو، نو په دغې ورځې لمر تندر ونیولو/ کسوف رامنځ ته شو. په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، خلکو ته یې وویل: «لمر او سپوږمۍ د چا په ژوند او مرګ نه توریږي، هغه د الله نښې دي». آیرلنډې مستشرق، هربرټ وایټ پخپل کتاب (ستر ښوونکي) کې کاږي: «محمد خپل أمت او ټولنه له وهمونو او ګمانونو څخه د حقیقت په لور او له بت پرستۍ څخه د خدای پرستۍ لور ته را وبلله او یوه جاهله ټولنه یی د مدنیت او سړیتوب په لارې روانه کړه».

هغه څوک چې وايي د میلاد النبي نمانځنه بدعت دی،‌ هغوئ دې لومړی د خپلو ملي جشنونو او اولادونو د ورځو نمانځنه پریږدي بیا دې د صحیح مسلم دا حدیث مخې ته ودروي. «سُئِلَ صلى الله عليه وسلم عَنْ صَوْمِ يَوْمِ الِاثْنَيْنِ؛ قَالَ: ذَاكَ يَوْمٌ وُلِدْتُ فِيهِ، وَيَوْمٌ بُعِثْتُ – أَوْ أُنْزِلَ عَلَيَّ فِيهِ – کله چې له رسول الله ص څخه پوښتنه وشوه ته ولې د دوشنبې په ورځ روژه نیسې؟ هغه ځواب ورکړ،‌ ځکه چې زه په دغې ورځې زیږیدلې یم او په دغې ورځې پېغمبر شوی یم، یا وحې راباندې نازله شویده».

یا رسول الله ! ته سید الخلق یې، ته د وفا سمبول یې، ته د تسل ډیوه یې ته د هیلو څرک یې. تل به د خپلو امتیانو د ګوګل په پنجرو کې اوسیږي؛ ځکه چې ته د انسانیت، رحمت، اعتدال او مینې استازې یې. نو په ډېر درناوي سره وایم: صَلَواتُ الله وَسَلامُه عَلیکَ، یا محمد بِن عبدالله

———————————

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولای شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

11 COMMENTS

  1. ملکزي صاحب السلام علیکم، لومړی خو ستاسو له لیکنې یوه نړۍ مننه. د میلاد النبی د لمانځلو د توجیه لپاره په داسې حدیث استدلال کوي چې، هغه د مولود له لمانځلو سره هیڅ تړاو نلري. دا حدیث د دوشنبې او پنجشنبې ورځو کې د روژه نیولو د حکمت په هکله دي. مهرباني وکړي داسې یو حدیث چې، سند یې صحیح وي وړاندی کړي چې، په هغه کې یا رسول ص یا خپله دا ورځ لمانځلي وي او یا یې مونږ ته سپارښتنه کړي وي چې، دا ورځ ولمانځو؟ که چیرته د میلاد النبي ورځي کې کوم حکمت وو، نو خلفاو خامخا دا کار کاوه. خو مونږ وینو چې، د هغو مبارکو په سیرت کې هم د میلاد د لمانځلو د تجارت او دوکانداري په هکله هیڅ څه په ټنګولي سند سره نه موندل کیږي.

    • قدرمند پاچا صېب، سلام او پېرزونې.
      ما دغه نبوي حدیث د توجیه یا سند په توګه نه دی ذکر کړی او زه د حدیثو عالم هم نه یم چې بل حدیث ولیکم. بلکې زما یادونه په دې خاطر ده که موږ ملي سرود ته لاس په سینه ودریږو، خپلې ملي ورځې، د اولادونو د زیږیدنې ورځې نمانځو، د خپلو ملي او علمي شخصیتونو د وفات تاریخونه او د کارنامو ستاینه کو او سېمینارونه جوړوو، نو په کار ده چې لااقل په کال کې یوه ورځ د امت په کچې د الله تعالی د رښتیني استازي د نبوت او سیرت په هکله غونډې او کنفرانسونه جوړ کړو. عامه انګیرنه همدا ده چې دغه ورځ یې یو ښه فرصت یا بهانه کیدلای شي. ته ، زه او ټول په دې باور یو چې زموږ نوی نسل باید له پرون سره او نن یې له سبا سره وتړل شي.
      د سلفي مکتب له پیروانو پرته، د مسلمانې نړۍ زیاتره غړي هیوادونه، دیني عالمان، معتدل مزاجي عام ولسونه او د رسنیو غوڅ اکثریت دغه ورځ نمانځي، هر اړخیزه بحثونه کوي او مقالې لیکي چې زما دغه نیمګړې مقاله یې یوه وړه بیلګه ده.
      زه د بدعت له تعریف سره څه ناڅه اشنا یم او د (قاموس کبیر افغانستان) د لیکوالې ډلې د غړي په حیث، ما یې هلته پوره تفصیل لیکلی او دلته ورڅخه پرهېز کوم.
      پاتې شوه د لومړنیو دریو پيړیو چاپیریال، یقینا چې هغه زموږ له حال سره هیڅکله د پرتلې وړ نه دی. د راشده خلفاو په مهال، نه قصرونه وو، نه وزارتونه، نه منظم پوځونه او نه د اوسمهال په څیر اداري تشکیلات، خو موږ ټول د دغه ضروري بدعت په لومه کې ګیر یو. د مجتهدینو له نظره، بدعت هلته مذموم او خطرناک دی چې له اعتقادي مسائلو سره په ټکر کې وي. د میلاد نمانځنه د یو مبارک تاریخي بهیر یادونه او څیړنه ده چې د عقیدې پورې تړاو نه لري. البته ځینې صوفي او خرافاتي ډلې شته چې زه هم ستا په څیر ور سره هیڅ توافق نه لرم. که څوک یې تفصیل غواړي زما وروستی کتاب (تصوف؛ روحانیت او کږلیچونه) دې ولولي.
      زه کاملا ستا له نظر سره یوه خوله یم چې میلاد باید د دوکاندارۍ او تجارت وسیله ونه ګرځي او تقدس یې پایمال نه شي. مینه او مننه

      • ملکزی صاحب، ستاسو پوهي او نظریاتو ته په ټول درناوي باید اووایم چې، “بدعت” په دنیاوی امورو کې او په عقایدو کې چې، عباداتو سره تعلق لري توپیر لري. هغه بدعت چې، له عقایدو او امور الدین سره تړلي وي هغه ضلال یا ګمراه عمل او انجام یې نعوذ بالله په ډیرو مواردو کې شرک او کفر ته رسیږي. غوره مثال یې صوفي، او رافضي عقاید دي. بدعت په امور د دین کې چې، متعلق په عبادات او عقایدو سره نه وي جایز او د سلف من الصالح منهج هم ورسره ستونزه نه لري. د رسول ص په وخت کې د خرما د ونو واقعه د پورته یاد سوي د بدعت تقسیم دلیل دي. چون دا تبصره په اوږدو کې نه غواړم هغه و اقعه بیان کړم دوستان کولى سي د احادیثو کتابونو ته مراجعه وکړي. خو زه یوه پوښتنه لرم: ما او تا ته زمونږ ټولنه معلومه دي، دا خلک مولود په کوم نیت لمانځي ؟ د ثواب او که بل څه؟ تر کومه ځایه چې، له خلکو سره سر او کار لرم، دا ټول چې، زه پیژنم مولود عبادت او عقایدو برخه ګڼي او په نظرونو او خیراتونو یې لمانځي. نو خبره واضح سوه چې، مولود په عباداتو کې شامل او د دین برخه سوه. د دین او عقایدو دا برخه په نصوصو کې ړنده او دلایل ورته نسته، ځکه نه خپل رسول ص دا ورځ لمانځلي او نه هم اصحابو . نو ایا دا خلک چې، دا ورځ لمانځي یا یې د ترویج هڅه کوي د دغې ورځی په لمانځلو او عباداتو کې په داخلولو دا ادعا نه کوي چې، رسول ص نعوذ بالله دا دین ناقص پریښي او دوی یې تکمیلوي؟ بدعت په دین کې هغه وخت داخلیږي چې، یو څوک دین ناقص وکنړي او د تکمیلولو هڅه یې کوي. راځي، نوي نسل ته سوچه اسلام په میراث پریږدو په بدعت لړلي دین او عقاید پرته له ګمراهي بله هیڅ ګټه نلري

  2. ملکزی صیب، پرون زموږ د جومات ملا په خپل وعظ کې دې ته اشاره وکړه،‌ چې که د میلاد ورځ په رښتیا همداسې لمانځل کېدای نو د اسلامي تاریخ په لومړیو درې سوو کلونو کې ولې نه لمانځل کېده؟ بله دا چې هیڅ داسې اسناد نشته، چې څوک دې ثابته کړي، چې د اسلامي تاریخ په درې سوه لومړیو کلونو کې دغه ورځ پخپله پیغمبر ص او یا صحابانو او یا هم له هغه وروسته په دې درې سوه کلونو کې میلاد لمانځل شوی وي، نو چې اسناد نشته بیا به یې بدعت نه بولو؟ څه باید ور ته وویل شي؟

    بدعت څه داسې شی نه دی،‌ چې تعریف یې ګونګ وي، خو هغه شی، چې په هیڅ سند سره نه وي ثابت شوی او اوس د خلکو په منځ کې د یوې دیني او مذهبي او حتی د ثواب د ترلاسه کولو ذریعه وګڼل شي،‌ دې ته بدعت وايي. دا سمه ده،‌ چې د بدعت لفظ ډېر خلک هر چېرې کاروي، هغه بیا بله موضوع ده. نو چې میلاد ته راشو نو حتی میلاد سره د شریف نه یو ځای کول خپله یو لویه تېروتنه ګڼل کېږي نو خپله تاسې فکر وکړئ، چې میلاد نبوي ته خلک په کومه سترګه ګوري؟

    که څوک له میلاد نبوي سره رښتیا ټینګه اړیکه ساتي نو بیا دې په همدې حدیث شریف چې تاسې ذکر کړی دی عمل وکړي. هره دوشنبه دې روژه نیسي او د پیغمبر ص په طریقه به یې هم عمل کړی وي او ستاسې د نظر مطابق به یې د میلاد نبوي قدر هم کړی وي.‌ میلاد نبوي لمانځل د کلتوري بڼې سره لمانځل ممکن کومه ستونزه و نه لري، خو مذهبي رنګ ورکول یې ستونزه ده او بدعت ګڼل کېږي.

    هیله ده چې پورته موضوع ته لږ په سړه سینه وګورئ او له کلتوري او دیني دواړو اړخونو ور ته وګورئ.

    • ښاغلی زیارمل صاحب، ښې چارې

      څرنګه چې ستا آند او باور د جناب پاچا صاحب له فکر او نظر سره ورته والی لري، ما یې په اړه یو څه ولیکل نو تکرار یې مناسب نه بولم. البته، په پوره صراحت سره وایم چې زه مو د نظر قدر کوم، تر ډیره ځآیه در سره موافق یم او روژه نیول بهترین عمل دی.

      خو د دې خبرې یادونه بیا کوم چې بدعت هلته مذموم، بد او خطرناک دی چې د عقیدتي مسائلو پورې تړاو ولري او د میلاد نمانځنه یواځې تاریخي تسلسل او څېړنیز بهیر دی. دا ورځ همدا اوس، د اکثرو اسلامي هیوداونو په لر او بر کې تجللیږي، عمومي رخصتي ده، سیمینارونه او غونډې جوړیږي او په رسنیو کې ورباندې علمي بحثونه روان دي. البته د سفلي فکر اقلیت ورسره اختلاف لري او هغوئ د خپل ځان ممکن کافي دلایل هم ولري.
      زه په دې باور یم چې د میلاد د بختورې ورځې تاریخي او کلتوري رنګ، په نورو رنګونو غالب دی. د نوي کول د پوهاوي لپاره دا یو ښه فرصت دی او په کار ده چې مثبته ګټه او استفاده ورڅخه وشي.

      کور مو ودان

  3. ګران ورور ملکزي صاحب د رحمت للعالمین معلم د بشریت صلی الله علیه و سلم د مبارک ژوند ملغلرې امیل کړی چي د دی امیل هره دانه سپړل غواړی ، په عمر او قلم مو برکات او د غوره استازي د لارویانو د مرصوص صف په هېله.

  4. سلام علیکم و رحمت الله و برکاته
    اللهم صل و سلم علی نبینا محمد و علا آل محمد ،کما صلیت علا ابراهیم و علا آل ابراهیم انک حمید مجید.
    زه د وروڼو ملکزي او همت صاحب د نظر تایید کوم ؛او البته پاچا صیب او زیارمل هم خپل نظرونه دي احترام لرم.
    زما په یاد د مرحوم م.ظاهر شاه د ملت بابا په دوران کې د میلاد النبی مبارکه ورځ به رخصتي وه او په راډیو؛ او جوماتونو او کور کلیو کې په نعتونو؛ویناوو او لیکنو؛خیراتونو او صدقاتو لمانځل کیدله ؛هغه وخت جییدو علماوو بدعت ګنګوسه هم نه کوله!
    بل دا چې د نورو پیغمبرانو خو نپوهیږم، خو د عیسی آ ع.س. د زوکړې په ورځ د نړۍ کال بدلیږي چې ډیرئ اسلامي ملکونه ې هم پکاروي(۲۰۲۴م …)؛ نو مونږ ولې د خپل آخر الزمان خاتم آلانبیاء خوژ رسول د زیږیدو (او لکه ما چې اوریدلي د وفات) ورځ هم ده ونه لمانځوو؟او د هغوی سیرت النبی خپلو راتلونکو نسلونو ځوانانو او ماشومانو ته بیان نه کړو؟؟.څه مشکل لري؟؟؟.
    په درنښت
    ان الله و ملایکته یصلون علی النبی ء، یآیها لذین آمنوا صلوا علیه و سلموا تسلیما۰صدق الله العظیم.

  5. که داسی مناسبتونه هم بدعت شی نو بیا د دعوت ساحه به پدی پلمو تنګه نشی؟
    د بدعت داسی کارونه به ټکر وی له فرصتونو سره کوم چي نڼ داعیان د دعوت الی سبیل الله لپاره کاروی او که له لدی شک پراګنی او نور نفاق انګیز اهدافو صرف نظر وشی نو د دی دعوت ،یاد د غوره
    سیرت او د فیوضاتو یی بهره څه مشکل لری د دین د اهدافو سره؟
    آیا د تعقل سره ټکر لری کله چي فرصتونه ایجاد شی تر څو د معلم بشریت مکارم اخلاق بیان او تذکر نافع وی د مومنانو لپاره ؟
    که ټول ذکر نافع ، مکارم اخلاق او د غوره استازي لاری ته رابلل وی نو نقص او زیان به چیرته وی ، حال دا چي نڼ بشریت د سقوط آدمیت نزولی ګراف سیر کوی ؛نو دا ډول بدعت کارٙونه خپله سد ندی د دعوت او اصلاح لپاره ؟

  6. صافی صاحب او نورو دوستانو نظریاتو ته په پوره درناوي او حرمت د یادولو وړ بولم چې، اسلام له یهودیت او نصرانیت سره توپیر لري. په اسلام کې هر عمل چې، الله ج د نیږدي کیدو په نیت د عقیده په چوکات کې تر سره کیږي حجت او دلیل غواړي. زما پوښتنه یوازې دا دي چې، ایا رسول ص دا ورځ لمانځلي او که نه؟ اصحابو دا ورځ لمانځلي او که نه ؟ دا چې، معتدله مسلمانان، لیکولان زه او ته یې لمانځو یا نه حجت نسي کیدلي. دا شرعي موضوع دی دلیل غواړي او یو څوک دی دا ما ته دا موضوع په نصوصو کې ثابته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب