پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهعمران خان: د تروریزم ستونزه افغانستان سره له خبرو پرته نه حل...

عمران خان: د تروریزم ستونزه افغانستان سره له خبرو پرته نه حل کېږي

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه) د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران چې اوس مهال په زندان کې شپې ورځې سبا کوي ویلي، چې پاکستان کې د تروریزم ستونزه افغانستان سره له خبرو پرته نه حل کېږي.

عمران خان د جمعې په ورځ له خبریالانو سره دا خبره وکړه.

هغه په خبرو کې له کابل سره د خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنداپور له وړاندیز ملاتړ وکړ او له پاکستاني حکومت نه یې وغوښتل چې د خبرو لپاره یې ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د پنج شنبې په ورځ د هغه پر طرحه سخته نیوکه وکړه او دا کار یې پر فدرالي دولت مستقیم برید یاد کړ.

عمران زیاته کړه چې په زیات شمېر سرتېرې یواځې په خیبرپښتونخوا کې له تروریزم سره د مبارزې قرباني دي او په خبره یې که تروریزم مهار نشي نو اقتصاد به په ټپه ودرېږي.

عمران د پاکستان له حکومت نه وغوښتل هرهغه څوک چې د تروریزم د ګواښ د له منځه وړلو هڅه کوي مرسته دې ورسره وکړي.

هغه زیاته کړه: « علي امین یواځې د خبرو کولو وویلې ولې نه یې دي ویلي، چې فورا ځي، ان وخت یې هم ونه ټاکه. د علي امین کومه خبره ناسمه وه؟»

ګنداپور د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې، د دوه اړخیزو مسایلو د حل لپاره یو هیئت افغانستان ته لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب