پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeسپورتازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام پيل شو

ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام پيل شو

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه) په ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام لوبې نن پیل شوې. د دې جام په لومړۍ لوبه کې کړواسیا له تایلنډ سره لوبه کوي

په دې لوبو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم ګډون لري.

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې لوبغاړی فرزاد محمودي وایي، لوبډله یې ښه چمتووالی لري او له هېڅ لوبډلې وېره نه لري.

محمودي زیاتوي لوبغاړي له بدني او رواني پلوه چمتو دي او په خبره یې وروستۍ دوه تمریناتي لوبو دوی ته لوی زړه ورکړی.

هغه ډاډ ورکوي چې راتلونکو لوبو کې به یې هم لوبډله بریاوې خپلوي.

د فوټسال نړیوال جام لوبو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سبا یکشنبه مازیګر ۵ بکې د انګولا سره ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب