پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې ۴ کارکوونکي په افغانستان کې خوشي...

د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې ۴ کارکوونکي په افغانستان کې خوشي شول

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۴ مه) د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) څلور کارکوونکي په افغانستان کې له څه کم یو کال بنده وروسته خوشې شوي دي.

د جرمني دوجې ویلې رسنۍ د خپل هیواد د ولټ ام ځایتونګ ورځپاڼې په قول نن راپور ورکړ چې دا څلور تنه خوشي شوي دي.

ایم څایتونګ ورځپاڼې ویلي چې امنیتي سرچینو د دې کسانو د خوشي کېدو حال ورکړی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېر کال په نوومبر میاشت کې جرمني اعلان وکړ چې د GIZ ادارې څلور ځايي کارکوونکي یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت یوه ویاند ویلي وو، چې د دغو کسانو د نیول کېدو د علت په هکله په رسمي توگه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د GIZ په نوم دغې نادولتي موسسې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو له نيول کېدو وروسته خپل فعاليتونه وځنډول. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته جرمني په افغانستان کې خپل سفارت تړلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب