پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ۷۰۰ میلیون...

د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۴ مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر اخونزاده عبدالسلام جواد وايي چې افغانستان د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.

هغه وویل چې په دې اندازه کې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان صادرات او ۶۲۴ میلیونه نور واردات دي.

ده زیاته یې کړه، د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرات زیات کړي.

له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اغا نوید وویل: “د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره زموږ اړیکې پراخې شوې دي. زموږ صادرات مخ په زیاتیدو دي او له بیلابیلو هیوادونو څخه واردات دوام لري.

د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان هم په دې اړه وویل: “موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه زیاتره د پټرولیم محصولات واردوو او زموږ صادرات صنعتي توکي دي. زه هیله لرم چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره زموږ د صادراتو او وارداتو انډول به داسې یوې نقطې ته ورسیږي چې دا سیمه په افغانستان کې تولید شویو توکو لپاره ښه بازار شي.»

افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ډېر غیرالکولي څښاک صادروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا ، د افغانستان د کالنی سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره دی، چې له دې څخه ۲ ملیارد ډالره صادرات او ۸ ملیارد ډالره له نورو هیوادونو څخه واردات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب