پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاصف درانی: طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږي

اصف درانی: طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږي

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۴ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په یوه مرکه کې وویل چې افغان طالبانو له نوي یمې لسیزې څخه فرق نه دی کړی او په حکومتولۍ نه پوهېږي.

ده افغانستان په سیمه کې یو ټپ وباله او ویې ویل چې ممکن بیا له دغه هیواده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لومړۍ نېټې په شان برید وشي.

د سپټمبر په برید کې هیڅ افغان برخه نه لرله خو د دې لپاره چې اسامه بن لادن د طالبانو د هماغه مهال د حکومت مېلمه و، د برید مسوولیت د طالبانو په غاړه واچول شو خو وروسته د دغو حملو اصلي طراحان لکه اسامه بن لادن او شیخ محمد په پاکستان کې ونیول شول یا ووژل شول. او د حملې اجراکوونکو هم د پاکستان له لارې امریکا ته تګ راتګ کاوه.

دراني، له ایمبسیډر لاونح (Ambassadors’ Lounge) سره په مرکه کې وویل چې د نورو بحرانونو له امله لکه د اوکراین جګړه او د غزې شخړه، افغانستان له د رسینو له پامه غورځېدلی دی. خو ویې ویل چې دا انزوا افغانستان د سیمې لپاره پر یوه ټپ بدل کړی دی. ده د خپلو خبرو په توضح کې له پاکستان سره د سرحدي نښتو او ټي ټي پي یادونه وکړه، ویې ویل:

«طالبان لا تر اوسه د حکومت پر اصولو سم نه پوهېږي. طالبان باید پوه شي چې وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري چې هغوی د یوې وسله والې ډلې په توګه فعالیت کاوه او تښتېدل. اوس دوی د هېواد د چارو د پرمخ بیولو مسوولیت په غاړه لري.»

ده زیاته کړه، د تروریزم او فعالو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش خراسان ډلې په افغانستان کې فعالې دي.

دراني ومنله چې حاضردمه د طالبانو حکومت په داخل کې له کوم جدي مخالفت او مقاومت سره مخامخ نه دی خو د افغانستان د وروستیو ۴۰ کلونو تاریخ ته په کتو یې وویل چې هیڅ تضمین نه شته چې اوسنی وضعیت دې ډېر دوام وکړي.

په همدې حال کې ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړ د پاکستان پوځ د اصف درانی له کړنو څخه ناراضه و او په دوامداره توګه یې د پالیسۍ جوړولو په اړه د هغه مشورې له پامه غورځولې.

2 COMMENTS

  1. درانی باید یوشی له یاده ونه باسی افغانانو یو کمال وکړ چې افغانستان یې له هرډول تجزیې څخه وژغوره. بل داچې دافغانستان موقعیت دجیو پالتیګ په ګرم بازار کې هم ټینګ کړ .
    په دېپلماسی برخه دادې څاوهونکی خپله څاکې دی دپاکستان نظامی ماشین نور کار نه ورکوی او پاکستان به ژرتجزیه شی انشاء الله دا لوبه عملی بڼه نیسی.
    زموږ تیر وتلی ای اس ای والا باید نور ځانونه له دې بړاس څخه وباسی.
    ستانکزی اونور لوړ پوړی طالب چارواکان کولای شی احتجاج وکړی یا استعفا ور کړی کله چې دتعلیم او تربیې دانحصار په هکله ګیلې او ګذارې کوی.

  2. ما هم فکر کولو چی طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږی خو ستا په شان د مردګاوانو په نېت او اراده ښه پوهېږی. ته ېې له دندی وشړلی نور که پوهېږی ېا نه پوهېږی دا ېې خپل مشکل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب