Homeخبرونهطالبان :د بهرنو ځواکونو پاتې کېدل به بین الافغاني مذاکرات زیانمن کړي

طالبان :د بهرنو ځواکونو پاتې کېدل به بین الافغاني مذاکرات زیانمن کړي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۶) وسله والو طالبانو یو ځل بیا ویلي چې، د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام به په افغانستان کې د جګړو او ستونزو د دوام سبب شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان  و نه باسي، ښایي دا کار د بین الافغاني مذاکراتو پروسه زیانمنه کړي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې، طالبان هوکړې ته ژمن دي، خو امریکا پر ژمنو عمل نه دی کړی.

وسله وال طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا بیا دوی د ژمنو پر نه عملي کولو او دغه راز د جګړې د نه کمولو له امله ملامت بولي او ټینګار کوي چې له همدې امله به د سولې پر هوکړه بیا کتنه کېږي.

په ورته مهال امریکايي چارواکي وایي چې د هرکړې پر بیا کتنه کې له افغان حکومت سره اړیکه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...