Homeخبرونهازبکستان کې د سیمه ییز اتصال نړیوال کنفرانس جوړېږي

ازبکستان کې د سیمه ییز اتصال نړیوال کنفرانس جوړېږي

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۶) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وایي چې په دې هېواد کې به ډېر ژر د افغان سولې او سیمه ییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

کاملوف له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او فرصتونو په ازبکستان کې د سیمې د هېوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په کچه کنفرانس جوړ شي.

دنوموړي د معلوماتو له مخې ټاکل شوې په دې کنفرانس کې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو تر څنګ د روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازي هم ګډون وکړي.

ازبکستان  وایي له دې کار یې موخه دا ده چې په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او اقتصادي وده رامنځ ته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...