جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهایران؛ سراوان ښار کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ نښته...

ایران؛ سراوان ښار کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ نښته شوې

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶) د ایران په سیستان د بلوچستان په سروان بلوج مېشته ښار کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې له کبله یې لس تنه وژل شوي دي.

رپوټونه وایي، اعتراض کوونکو غوښتل د پولیسو قومانداني ته داخل شي چې پولیسو پرې ډزې کړي دي.

د رپوټونو په حواله، د امنیتي ځواکونو له لوري په ډزو کې لس کسه اعتراض کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په سیستان بلوچستان کې د بشري حقونو د څار بنسټونو ویلي دغو خلکو د امنیتي ځواکونو لخوا تېره ورځ د سراوان په سرحدي سیمه کې پر موټر چلوونکو او د تېلو په لېږدوونکو د برید او ډزو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

د دې پېښې خلاف د خلکو د اعتراض ویډیوګانې چې د سراوان ښار په امنیه قومندانۍ د خلکو د چپاو تصویرونه هم پکې دي، پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي؛ خو رسمي سرچینو تر دې دمه د دغو نښتو او په هغو کې د خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو جزیات نه دي خپاره کړي.

سرچېنې دغه راز وایي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک او احتمال ښودل شوی چې د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، تر دې پېښې وروسته سیمې ته د تګ راتګ لارې او دا راز تلېفوني او انټرنیټې اړیکې هم پرې شوې او دغه کار کره جزیاتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

وروستي راپورونه وايي سراوان کې وضعیت ترینګلی دی او امنیتي ځواکونه له معترضانو سره مخامخ دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب