شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د هر نیال په اېښودلو سره وړیا اکسیحن لاسته راوړئ

د هر نیال په اېښودلو سره وړیا اکسیحن لاسته راوړئ

سیدولي همدرد
د ټولو ژونديو موجوداتو د اوسیدو ځای ته چاپیریال وایي. یا په بل عبارت زموږ شاوخوا سیمه چاپیریال ګڼل کیږي او په دوه ډوله دی، چې په ژوندي چاپیریال کې ټول ژوندي موجودات شامل دي لکه انسانان، حیوانات، نباتات، او کوچني ذره بیني اجسام چې په سترګو نه لیدل کیږي او په غیر ژوندي چاپیریال کې ټول غیر ژوندي موجودات شامل دي لکه اوبه، هوا، خاوره، تیږه، او داسې نور.
پاک چاپیریال له هغه ځای څخه عبارت دى چیرته چې انسانان او نور ژوندي موجودات سالم ژوند ولري او خپل ورځنى ژوند په اسانۍ سره مخته بوځي.
ککړ چاپیریال بيا هغه ځاى ته وايي چیرته چې ژوندي موجودات خپله سلامتیا له لاسه ورکوي او د ژوند له پرمختګ نه وروسته پاتې کېږي حتی په ځینو حالاتو کې د ککړ چاپیریال له امله ژوندي موجودات خپل ژوند له لاسه ورکوي او د تل لپاره له منځه ځي.
د هوا ککړتیا چې د چاپیریال د مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي، نن سبا په یوه نړیواله ستونزه بدله  شوې ده، چې د ټول بشریت ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی او هر کال نږدې ۳ مېلیونه انسانان د هوا د ککړتیا په اساس خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د دغه مرګ ډیره کچه د تنفسي ستونزو  چې د نفس تنګۍ او ځینو نورو حساسیتونو څخه دي کوم چې د هوا د ککړتیا په اساس منځ ته راځي. د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره هم ډیرې لارې چارې موجودي دي چې په دې برخه کې شنه نباتات او ځنګلي ساحې ډیر ارزښت لري.
د ټولو شنو بوټو یوه ځانګړنه دا ده چې د ورځې په اوږدو کې ګرد غبار (  کاربن ډای اکسایډ) جذبوي او په مقابل کې پاکه هوا اکیسجن ورکوي، د بیلګي په توګه یوه شنه ونه په کال کې سل (۱۰۰) کیلو ګرامه ګرد او غبار یا په بله اصطلاح چټله هوا جذبوي نو که د ونو شمېر زرګونو میلونونو ته ورسېږي نو څه فکر کوئ چې په هېواد کې به ککړه هوا په همدې حد کې پاتې شي؟  نه هیڅکله نه، بلکې هوا به ورسره سل په سلو کې بدلون وکړي او بالمقابل یوه شنه ونه د ورځی شپاړلس ۱۶ تنو لپاره پاکه هوا یا اکیسجن برابروي.
د معلوماتو له مخې یوه ونه کولای شي چې په یوازې ځان د یو موټر ۲۶۰۰۰ میله د مزل تولید شوی کاربن جذب کړي. همدارنګه یوه ونه په خپل عمر کې نږدې یو ټن کاربن ډای اکساید جذبوي او د یوه کال په موده کې ۱۱۷ ټنه اکسیجن تولیدوي.
نو راځئ چې سږ کال د پسرلي د را رسېدو سره سم هر کس یو نیالګی د ځان لپاره او بل د افغانستان لپاره کېنوو، دې سره به مو هم د ځان او هم د یو بل مسلمان ورور لپاره وړیا اکسیجن ترلاسه کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب