جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمېدان وردګو کې د طالبانو د موټر بم برید ناکام شوی

مېدان وردګو کې د طالبانو د موټر بم برید ناکام شوی

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶)  د افغانستان ملي دفاع وزات په میدان ورګ ولایت کې د وسلوالو طالبانو د موټر بم برید د پلان د ناکامېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسلوالو طالبانو غوښتل چې پر افغان امنیتي ځواکونو موټر بم برید تر سره کړي خو هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړل شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې طالبانو غوښتل دې موټر بم ته د یاد ولایت سید اباد ولسوالي کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه چاودنه ورکړي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکو د دغې چاودنې مخنیوي سره د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغوره.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د دا ډول ستر موټر بم بریدونو په ترڅ کې تر ډېره ملکي وګړو ته هم د ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب