دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د «هیلو نړۍ» کتاب معرفي

د «هیلو نړۍ» کتاب معرفي

میمونه کامران

د هیلو نړۍ کتاب د شلو لنډو اغېزناکو کیسو ټولګه ده، چې د ماشوم نړيوالې ورځې په مناسبت د اکسوس کتابپلورنځي په مشرۍ افغان ماشومانو ته چاپ شوی دی.

په دې کتاب کې د ماشومانو لپاره یوولس لیکل شوې کیسې او پاتې نهه نورې کیسې له بېلابېلو ژبو؛ لکه: روسي، اردو، انګلیسي، چینایي، هندي، فارسي، جرمني او دري ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوي دي.

هېره دې نه وي؛ چې د ژباړل شویو کیسو یوه ګټه دا ده چې ماشومان یې د افغاني کیسو ترڅنګ د نورو هېوادونو له چاپېریال او د ماشوم له کیسو څخه خوند او عبرت واخلي او لا به یې په فکري وده کې اغېزمن تمام شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کیسې د نورو هېوادونو له ژبو څخه بهترین اثار بلل کېږي، چې د ماشوم په شخصیتي جوړښت کې حیاطي رول لوبوي. د دې کتاب په لیکوالانو او ژباړونکو کې لس تنه ښځینه او لس تنه نارینه مخکښ لیکوالان شامل دي، چې د ماشومانو لپاره یې په هر اړخیزو موضوعاتو کیسې ولیکلې او په هره کیسه کې یې د یوې ماشومانه نړۍ انځورونه وکړه.

د هیلو نړۍ کتاب کتنپلاوی هر یو محموده تقوا میلاد، صفي الله ناصري او عبدالوهاب مومند دي. یاد کتاب ۱۴۰۲ لمریز کال کې زر ټوکه چاپ شو او ۱۰۸ مخونه لري؛ چې د لیکل شویو او ژباړل شویو کیسو سرلیکونه په لاندې ډول دي.

۱- شوخ موږک

لیکوال: اسماعیل کریمي

۲- ژمنه

لیکوال: اکرام الله امېد

۳- جادویي قلم

لیکوال: هونګ ژون تاو

ژباړه: د چین ډېوه

۴- موږ او چاپېریال

لیکواله: ترینا ستار محب زاده

ژباړه: رحیم الله روښان

۵- لویه بریا

لیکوال: مجید محمد

ژباړه: سیدالله جان منګل

۶- کورنۍ دنده

لیکوال: ټي. البرټ

ژباړه: شېبه ګهیځ

۷- مکاره ګيدړه

لیکواله: شکیبا نادري

۸- ښامار او هوښیار هلک

لیکوال: عبدالوهاب مومند

۹- د پیشو برېتونه

لیکواله: عایشه حیدري

۱۰- هوښیار کونګ

لیکواله: سیده حسین

ژباړه: عجب ګل تکل

۱۱- قضاوت

لیکواله: فاطمه اعظم

۱۲- مالګه

لیکوال: ګل رحمن رحماني

۱۳- ګیم

لیکواله: لېمه ودان

۱۴- تور ډډبېکی

لیکواله: محموده تقوا

۱۵- حوا او شمس

لیکواله: ماریا نیازۍ

۱۶- کلف او دروازه

لیکوال: سنجیو جېسوال سنجي

ژباړه: محمد نور

۱۷- د مرغۍ بچی

لیکواله: میمونه کامران

۱۸- هانس په خوشبختۍ کې

لیکوال: ګریم ورونه

ژباړه: وحید وطنیار

۱۹- دوه ډاکټران

لیکواله: ثاني زهرا

ژباړه: هیلۍ اسد

۲۰- ژوندۍ خولۍ

لیکوال: نیکولای نیکولایوچ نوسه ف

ژباړه: هارون سمون

په یاد کتاب باندې د اکسوس کتابپلورنځي فرهنګي مسوول «صفي الله ناصري» یوه سریزه لیکلې ده چې د خپلې سریزې په پیل کې داسې یادوونه کوي: “هر انسان د یوه سالم، صالح او مصلح وارث د شتون هیله لري، څو هغه د ټولنې د نېکمرغۍ سرلاری وي او د ژوند رښتینې موخه درک او هغو ته هڅه وکړي. دغه وارثین «ماشومان» دي چې د ټولنې مهمه برخه ده او راتلونکې د دوی ده نو باید فکري روزنه او وده یې د ځان او بل انسان د خیر او خوښۍ سبب شي. د همدغه ارزښت د درک او اهمیت په موخه موږ دغه بهیر «ماشوم ادب» ته ځانګړی کړ څو د ماشومانو ښېرازۍ ته تر خپلې وسې یوه هڅه وکړو چې په پایله کې وتوانېدو څو د دوی د خوښې وړ ټولګه تیاره کړو.” نو د دې ټولګې د ځینو ژباړل شویو کیسو موضوعات په لاندې ډول دي:

جادویي قلم؛

 یوه د مالیانګ د جادویي قلم کارونکي د چین افسانوي کیسه ده؛ چې په ۱۹۵۰ لیسزه کې د چین د ماشوم ادبیاتو لیکوال او تیوري پوه ښاغلي هونګ ژون تاو لخوا لیکل شوې ده. چې په فیوډالۍ ټولنه کې د خلکو د کړاوونو او مالیانګ د عدالت او مهربانۍ څرګندونه کوي.

دوه ډاکټران؛

دوه ډاکټران د اردو ژبې لیکوالې ثاني زهرا لنډه کیسه ده، چې موضوع یې د یو داسې ډاکټر کیسه ده چې له خپل مسلک او کار څخه یوازې د پیسو ګټلو لپاره استفاده کوي او هېڅ احسان نه لري چې ډاکټري کول د انسان ژغورل، ټپونو مرحم کول، حوصلې لوړول او بلاخره د خپل هېواد او ولس ته د خدمت کولو یوه ستره وسیله ده.

کلف او دروازه؛

کلف او دروازه کیسه چې د ۲۰۲۳ کال د (نانند) مجلې د اپریل په ګڼه کې چاپ شوې ده. لیکوال یې ډاکټر سنجیو جېسوال دی، چې د هندي ژبې او ادب په ماشوم ادبیاتو کې خورا لوی نوم لري. په ماشوم ادبیاتو کې ښاغلي سنجي له (۳۰) زیات چاپ شوي کتابونه لري. د کلف او دروازې کیسه چې ماشومان ګډ کار، اتفاق او اتحاد ته رابولي له هندي ژبې د را ژباړل شویو کیسو له منځه انتخاب شوې ده.

هوښیار کونګ؛

هوښیار کونګ له دري ژبې څخه را ژباړل شوې کیسه ده. د دې کیسې یو ارزښت دا دی چې د پیل او پای جملې یې سجع لري، کومه کیسه چې سجع لرونکې جملې ولري، ماشومان یې په ډېر شوق لولي.

دویم ارزښت یې دا دی، چې دا کیسه په پوښتنو پای ته رسېدلې، پوښتنې ماشومان ځیرک او پلټونکي روزي.

د دې کیسې پیغام ماشوم ته ور زده کوي، چې په نړۍ کې هر موجود پر خپل ځای ارزښت لري، چې باید قدر یې وشي.

کورنۍ دنده؛

کورنۍ دنده په انګلیسي ژبه کې د هغه ماشوم کیسه ده، چې نه غواړي خپله کورنۍ دنده ترسره کړي. دلیل یې دا هم نه دی چې ټنبل دی، یا هم په درس نه پوهېږي. د دغه کار لپاره نور لاملونه لري او د ښوونکي لخوا ورته په زړه پورې حلاره پیدا کېږي. ددې کیسې د ژباړې موخه ماشومانو ته د مثبت پیغام لېږدول دي، هغوی ته د ستونزو په هکله د خبرو جرئت ورکول دي.

لویه بریا؛

هر ماشوم له ځان سره سوالونه لري. همدا سوالونه دي چې فکر پراخوي او نوي تصورات زېږوي. کیسه د ماشوم د سوالونو د ځواب د پیداکولو لپاره تر ټولو ښه او خوندوره لار ګڼل کېږي. په (لویه بریا) کیسه کې چې د حسد او کینې څخه د مخنیوي او درس له ځانه سره لري، دا هم ګرانو ماشومانو ته ور زده کوي، چې څنګه رښتینولي خپله کړي، ګډ کار وکړي او پر امېده واوسي.

نو ویلای شو چې د هیلو نړۍ په کتاب کې په داستاني بڼه مینه، مهرباني، چاپیریال ساتنه او ټولنیز ارزښتونه را سپړل شوي دي. دا چې ماشوم د هېواد راتلونکی دی؛ هر څومره چې د دغه نسل ټولنیزو، فرهنگي او ادبي مسایلو ته پاملرنه وشي، هومره به راتلونکي کې له ژمنو، پوهو او بشپړو کسانو سره وي.

او له نېکمرغه چې په وروستیو څو کلنو کې ماشوم ادب ته ډېر کار شوی او لاسته راوړنې یې د ستایلو دي.

درنښت

میمونه کامران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب