دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه اختر کې زرګونو کسانو د بُست کلا سیل وکړ

په اختر کې زرګونو کسانو د بُست کلا سیل وکړ

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۷ مه) په هلمند ولایت کې د اختر په شپو ورځو کې زرګونه کسان د بُست د تاریخي کلا لیدو ته لاړل.

د دغه ولایت د اطلاعاتو اوکلتور ریاست چارواکي وايي چې د اختر په درو ورځو کې د بُست کلا لیدو ته تر ۶ زره ډېر کسان ورغلي دي.

ځینو کسانو چې دا کلا یې تازه له نژدې لیدلې، په دې خوښي ښکاره کړې چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو د هلمند د دې تاریخي ویاړ ساتنې ته پام کړی دی.

حبیب الله یو له هغو کسانو څخه دی چې د اختر په ورځو کې د بست کلا لیدو ته تللی و، ده تاند ته وویل:«خوشاله یم چې د دې کلا د تخریب مخه نیول شوې او ساتنې ته یې پام ډیر شوی دی. ځايي خلکو راته وویل چې د کلا په شاوخوا کې مځکې ورځ په ورځ غصب کېدې او خطر و چې دا تاریخي اثر د تل لپاره له منځه ولاړ سي.»

د بست د تاریخي کلا یوه بل سیلاني، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شی، تاند ته وویل:«موږ له چارواکو غواړو چې نه یوازې د بست کلا بلکې ټولو تاریخي ځایونو ته پام وکړي، له ورانیدو او تخریبه یې وساتي او قاچاقبر پرېنږدي چې د افغانستان تاریخي اثار لوټ او بهر ته یوسی.»

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو ویلي چې سږ کال به د بست کلا درې برخې ترمیم کړي.

مورخان وايي چې د بُست کلا د انوشیروان د واکمنۍ په مهال، له نن څخه ۲۵۰۰ کاله پخوا جوړه شوې ده.

لرغوني اثار نه یوازې د یوه ملت د تاریخ ښکارندويي کوي بلکې د سیلانیانو په جذب او د خلکو په اقتصاد کې هم مهم رول لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب