سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد افغانستان - قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل کېدل

د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل کېدل

تاند( ۲ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د هرات ځایي طالب چارواکو د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی.

د هرات لپاره د طالبانو د والي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي ویلي، چې دا خونه یې د قزاقستان له یوه مقام علیم خان یسین ګلدیف سره په ګډه پرانیستی.

سرچینې د دغې خونې د پرانیستل کېدو موخه، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو زیاتوالی ښودلی.

د دغې خونې د مرکزیت، جوړښت او نورو فعالیتونو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

قزاقستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه، چې د پرځیدلي جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې ورسره د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پراخې هڅې شوې وې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دا اړیکې لا دوام لري او د پراخیدو په حال کې ښکاري.

څارونکي د دغو اړیکو د ښو پایلو ټینګار کوي او وایي د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا پر پاکستان او ایران د افغانستان تکیه کموي او د افغانانو لپاره ارزانه او اسانه تمامیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب