سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان سره ناندرۍ او د ډبرو سکرو د صادراتو ۶۵ سلنه کمښت

پاکستان سره ناندرۍ او د ډبرو سکرو د صادراتو ۶۵ سلنه کمښت

تاند( ۲ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې بهرنیو هېوادونو ته د تېر کال په نسبت د ډبرو سکرو صادرات ۶۵ سلنه کم شوي دي.

د یاد شوي وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد ویلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱۷۴ مېلیونو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هغو د صادراتو ارزښت ۴۹۷ مېلیونه ډالرو ته رسېده.

 جواد وايي:«د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د ۱۷۴ مېلیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکرو صادرات وو چې، د پاکستان، ترکیې، ایران او هندوستان هېوادونو ته صادر شوي دي.»

دغه طالب ویاند نه دي مشخص کړي، چې له یادو هېوادونو څخه کوم یوه ته افغانستان په کومه سطحه د ډبرو سکاره صادرول او اوس یې په صادراتو کې کوم یوه ته ډېر کمښت راغلی.

مخکې ویل شوي وو، چې د افغانستان تر ټولو زیات د ډبرو سکاره پاکستان ته په ارزانه بیه صادریږي.

له دې امله پر طالب چارواکو توندې نیوکې هم شوې وې او پاکستان سره په دې اړه په مرموزو معاملو تورن شوي وو.

اوس ځینو طالب پلوو فعالانو د ډبرو سکرو په صادراتو کې کمښت، په دغو صادراتو کې د روڼتیا تامینولو هڅې او په خاص ډول پاکستان سره په دې تړاو د اصولي حساب کتاب لرل ښودلي، خو منتقدان یې باور لري چې پاکستان سره د طالبانو ناندریزو شویو اړیکو او دغه راز د پاکستان خرابیدونکی اقتصادي وضعیت د دغو صادراتو د کمښت اصلي لاملونه دي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د ډبرو سکرو د زیرمو یو کمربند لري چې ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۳۵ تر ۴۰ کیلومتره سور لري، چې له بدخشانه پيلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي او د دغو کانونو د استخراج چارې کورنیو شرکتونو ته سپارل شوې دي او ترې د ترلاسه کېدونکو عوایدو لویه برخه د لویو پروژو لکه د قوش تېپې د کانال، د بغلان د سمنټو د تولید د فابریکې او نورو پروژو د تمویل لپاره کارول کیږي او د هېواد د ډبرو سکرو په کانونو کې سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب