شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهد چکۍ ارمان/ اجمل پسرلی

د چکۍ ارمان/ اجمل پسرلی

د شپې دولس بجې وې چې  یوې میرمنې زما موټر ته لاس راکړ. که څه هم په پراګ کې د ناامنیو پیښې لږې وي، خورا لږې خو ځیني وایي چې په لارو کې د شپې په مخه نارینه و ته موټر مه دروئ ځکه چې ښایي ستونزه درته جوړه کړي.

موټر مې ورو کړ، له ځان سره مې وویل« و به یې رسوم…. هوا سړه ده……  که دې په لاره روانه وه …. ښځه ده څه به وکړي…»

 ښځه د موتر مخې ته راغله، نو برک ته مې پښه وروړه. دا هم دستي موټر ته راوخته. نشه راته ښکاره شوه، راته ویې ویل نوم مې کاترینا دی.

میرمن مې راوغږوله په انګریزې پوهیده خو بیا بیا یې راته ویل، ته په پراګ کې اوسې دا ښه خبره نه ده چې چکي دې سمه نه ده زده کړې.

په لاره کې یې غریو نیولې راته  وویل« زما میړه مروانا څکي کله چې زه د شپې کور ته ځم دی پټکې راباندې کوي، په لوړ غږ راسره غږیږي، ګواښي مې چې بل ځل ناوخته کور ته لاړه نه شم»

– خو مه ناوخته کوه د خپل میړه خبره منه

میرمن ژړغونې شوه :

– هغه له ماسره مینه نه کوي بس ژوند کوي

ما د اړخ شیشه ښکته کړه، مخ مې ترې واړاوه ، له خولې یې د شرابو بوي ته. کاترینا پوښتنه راڅخه وکړه:

– سګریټ څکوې؟

ما اوریدلي و چې په پراګ کې داسې میرمنې شته چې خلکو ته په یوه نه یوه ډول څه ورکوي چې نشه شي بیا له هغه غلا کوي. نو سر مې وغوځاوه. دې وویل، کیدای شي چې شیشه ښکته کړم او زه سګریټ وڅکوم؟

ما ورته هو کړه.

دې سګریټ سر په سر کش کړ بیا یې وویل:

– زه غواړم چې د ژوند ارمانونه مې پوره شي

– ارمان دې څه دی؟

– اوس په روغتون کې کار کوم خو دا کار مې داسې موقت غوندې دی که دا کار دایمي شي، مور مې له (برنو) ښاره راشي له ماسره یو ځای ژوند وکړي او په خپل زړه برابر یو سپی پیدا کړم.

کاترینا سګریټ له کړکۍ بهر غورځار کړ، په ګوته یې د سړک پورې غاړه اشاره وکړه:

– هاغه مې کور دی، اخ میړه به مې بیا زونګ پنګ کوي چې ناوخته شوې یم خو خوشاله یم چې خپل هدف ته نژدې کیږم. مور مې منلې ده چې پراګ ته راشي. کار مې هم ممکن دایمي شي او چې دایمي کار پیدا کړم په لومړۍ تنخوا به سپی واخلم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب