Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمتقي د چین پرمختیایي همکاریو ادارې له رئیس سره پر دوه اړخیزه...

متقي د چین پرمختیایي همکاریو ادارې له رئیس سره پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې کړي

تاند【پنجشنبه د جوزا ـ غبرګولی لومړۍ】‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چین پرمختیایي همکاریو ادارې رئیس چن ژیاؤډونګ سره کتنه کې د افغانستان بیارغونه کې د چین پر پرمختیایي پروژو او دوه اړخیزو همکاریو بحث خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې په دې کتنه کې امیرخان متقي له امنیت وروسته د هېواد د اقتصاد رغونه خپل لوی مسوولیت یاد کړی دی.

متقي هیله ښودلې چې د کرنې، انرژۍ او اوږدمهاله پروژو برخه کې د افغانستان او چین ترمنځ نږدې همکاري رامنځته کړي.

نوموړي د چین پرمختیایي همکارې ادارې ته هغه عملي وړاندیزونه هم ورکړي، چې له مخې یې دغه اداره د افغانستان بیارغونه کې ترې د لومړیتوبونو په توګه کار اخېستلی شي.

بل لورته چن ژیاؤډونګ د افغانستان بنسټیزو تاسیساتو ابادۍ، مالدارۍ نفت او ګازو د امکان سنجۍ، مطالعې او څېړنو برخه کې د همکاریو ژمنه ورکړې.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین په کوربتوب د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...