تاند【پنجشنبه د جوزا ـ غبرګولي لومړۍ】د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بلوچستان په خضدار سیمه کې د پوځي اکاډمۍ پر زده کوونکو د تېرې ورځې برید غندلی دی.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
پرون چهارشنبه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځي اکاډمۍ د زده کوونکو پر یوه بس برید وشو، چې پایله کې یې د ماشومانو په ګډون ۶ کسان ووژل شول او له ۴۰ زیات ټپيان شول.
د بلوچستان برید پړه که څه هم د پاکستان حکومت پر هند اچولې، خو طالبانو وار له مخه ویلي چې د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې ردوي، چې ورته بریدونه په افغانستان پورې تړي.
طالبان وايي، اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او ټینګار یې کړی چې پاکستاني چارواکي دې بې له کوم دلیله د پېښو مسوولیت پر افغانستان نه اچوي.