Homeخبرونهامریکا او برېتانیا د اروپا او ناټو پر امنیت خبرې کړې دي

امریکا او برېتانیا د اروپا او ناټو پر امنیت خبرې کړې دي

تاند ( پنجشنبه د اسد/زمري ۱۵مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر اډ میلیبند پرون چهارشنبه په واشنګټن کې د اروپا د امنیت د ټینګښت لپاره د اروپايي هېوادونو د لا پیاوړي رول پر اهمیت خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دواړو لورو د امریکا او بریتانیا د اړیکو پر پیاوړتیا او د ناټو تړون ته پر ګډې ژمنې هم ټینګار وکړ.

مارکو روبیو له دې لیدنې وړاندې خبریالانو ته ویلي وو چې د اوکراین موضوع هم د خبرو اترو د اجنډا مهمه برخه ده.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي، د روسیې د بالستیک توغندیزو بریدونو له زیاتېدو وروسته، یو ځل بیا د خپل هېواد له متحدانو وغوښتل چې کییف ته د هوايي دفاع لپاره نور دفاعي سیستمونه او توغندي برابر کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اډ میلیبند غوښتل په دې لیدنه کې ټینګار وکړي چې د اوکراین امنیت د اروپا او د اتلانتیک دواړو غاړو د سیمې له امنیت سره نه بېلېدونکی تړاو لري.

هغه همداراز د اوکراین د ملاتړ لپاره د بریتانیا پر دوامدارې ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې لندن به تر هغه وخته له اوکراین سره ولاړ وي چې اړتیا وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دواړو خواوو په هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د امنیت پر ساتلو او همدارنګه پر دې ګډه ژمنه ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او نه یې هم پراختیا ورکړي.

کارپوهان وایي، د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو دا لیدنه ښيي چې لوېدیځ هېوادونه لا هم د اوکراین د جګړې، د اروپا د امنیت او د منځني ختیځ د حساسو امنیتي مسایلو په اړه ګډ دریځ لري.

دوی زیاتوي، د ناټو پیاوړتیا، د اوکراین ملاتړ او د هرمز تنګي امنیت هغه موضوعات دي چې د نړیوال ثبات لپاره مهم ګڼل کېږي. د دوی په وینا دغه راز پر ایران د اټومي پروګرام په اړه فشار هم د لوېدیځ د بهرنۍ پالیسۍ یوه مهمه برخه پاتې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...