تاند ( پنجشنبه د اسد/زمري ۱۵مه) د افغانستان او آیرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا جمعه ترسره کېږي.
افغان کرکټ بورډ ویلي چې له ایرلنډ سره د پنځو یو ورځینو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه.
دغه لوبه پرون چهارشنبه کېده خو، د دوامداره اورښت له امله د لوبې پچه اچونه هم ترسره نشوه.
کټ بورډ ویلي، چې له ایرلنډ سره دوهمه لوبه به جمعې په ورځ تر سره شي.
دې لوبلړۍ ته:
د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي ټآکل شويدي.
په احتیاطي لوبغاړو کې بیا څلورو توپ اچونکو، “قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.