Home+د لوږې پاټک | شاه زلمی

د لوږې پاټک | شاه زلمی

انسانانو د ژوند په اوږدو کې بېلابېلې ستونزې او کړاوونه لیدلي او لا یې هم ویني، خو تر ټولو دردونکې او خطرناکه ستونزه لوږه ده. همدا لامل دی چې انسان تل هڅه کوي داسې ځای او شرایط ومومي چې د خپلې خېټې مړول ورته اسانه وي.
لوږه یوازې د خوړو نشتوالي ته نه ویل کېږي، بلکې د بېکارۍ، بېوزلۍ او بې‌ عدالتۍ څرګندونه هم کوي. هغه ټولنه چې د خپلې بې‌ غورۍ یا د سیمه‌ییزو او اقتصادي سیاستونو له امله د لوږې له پاټکونو سره مخ وي، د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات له ډېرو فرصتونو بې‌برخې پاتې کېږي.
د لوږې پاټکونه تر ډېره د هغو هېوادونو او ولسونو پر ژوند سیوری غوړوي چې د خلکو ډېره برخه یې له کافي او مغذي خوړو له نه شتونه کړیږي. په داسې سیمو کې ماشومان د خوارځواکۍ ښکار وي، واړه عمر لرونکې نجونې وادیږي، کورنی تاوتریخوالی زیاتېږي، ناروغۍ پراختیا مومي، جرمي ډلې وده کوي او خلک لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
د لوږې د زیاتېدو مهم لاملونه بېوزلي، بېکاري، پرله‌پسې جګړې، ناامني، وچکالي، اقلیمي بدلون، د کرنې کمزوري امکانات، د نفوسو زیاتوالی، ناسم اقتصادي مدیریت او کمزورې حکومتولي وي.
لوږه پر ټولنه ژور اغېز کوي. خوارځواکي د ماشومانو فزیکي او ذهني وده زیانمنوي، ناروغۍ زیاتوي او د بې‌سوادۍ، کډوالۍ، جرمونو او نورو ټولنیزو ناخوالو د پراخېدو لامل ګرځي.
د لوږې د کمولو لپاره باید کرنې ته ځانګړې پاملرنه وشي، په صحراوو او غونډیو کې د کرکیلې د پراختیا پروګرامونه پلي، خلکو ته د کرنې نوې لارې چارې وروښودل شي، د کار فرصتونه رامنځته، له اوبو او طبیعي سرچینو څخه سمه ګټه واخیستل شي، خلکو ته د کارموندنې اسانتیاوې برابرې شي، کلي له ښارونو سره ونښلول شي او د سولې او امنیت فضا ټینګه وساتل شي.
لوږه د هرې ټولنې لپاره ستره ننګونه ده. که د هغې د له منځه وړلو لپاره ګډې او دوامدارې هڅې ونه شي، د ټولنې د وروسته پاتې کېدو او د نورو پرله‌پسې ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. د هر حکومت، بنسټ او وګړي مسؤلیت دی چې د لوږې د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او خلکو ته د ځان‌بسیاینې او حلال رزق د ترلاسه کولو لارې چارې وروښيي.
پښتانه متل کوي چې: «مړه خېټه پاړسي وایي.»
لیکوال: شاه زلمی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...