۲ برخه
استاد شهسوار سنګروال
لکه له نومه چې معلومیږي، غور یوه داسې غرنۍ سیمه ده، چې په لرغونو زمانو کې تر ډېره بریده ورته تګ او راتګ ستونزمن وو. که څه هم د تېر په پرتله اوس د یو شمېر اسانتیاوو پر بنسټ ورته لاسرسی موجود دی، خو بیا هم په طبیعي بڼه د دغې سیمې جغرافیوي جوړښت پېچلی دی.
یاقوت حموي د غور د ځمکې پراختیا او جغرافیوي جوړښت داسې راپېژني:
«دغه پراخه سیمه د هرات او غزني تر منځ موقعیت لري، تګ و راتګ ورته ډېر ستونزمن، خطرناک او وېروونکی دی. که څه هم یوه پراخه غرنۍ سیمه ده، ولې بیا هم کوم لوی ښار په کې نه تر سترګو کېږي. یوازې یوه ستره کلا، چې د فیروزکوه په نوم یادېږي، ودانه وه او دا د «سام» د سلطنتي کورنۍ مقام او ځای و.»
دلته د «سام» یادونه بیا وشوه. سام په لرغونو متونو کې د سیستان اتل وو او د اسطوروي تاریخ له مخې د «فریدون» کیسه په دې تړاو د پام وړ ځکه ده، چې د سام اتلولي پکې انځور شوې ده.
فریدون یو نامتو پاچا وو او درې زامن یې درلودل، چې د سرم (سلم)، تور او ایرج په نامه نامتو وو.
دوه لومړني نومونه د یوې مور اولادونه وو او درېیم، چې «ایرج» نومېده، له بلې مور څخه و، چې «ارنواز» نومېده.
د سلم (سرم) او تور مور د نامتو «ضحاک» لور وه، چې په دې اساس دوی دواړه د ضحاک لمسیان کېدل. سلم هماغه ساکي سر یمن او د اوستا سریم دی، چې پهلوي «سرم» په پای کې «سلم» شوی دی او له سلیمان سره هم بېتړاوه نه دی.
فریدون په خپل ژوندانه کې د سلطنت چارې د درې زامنو تر منځ ووېشلې. روم پلوه ځمکې د سلم په برخه شوې، چیني ترکستان (اوسنی واخان او شاوخوا سیمې) «تور» ته ورکړل شو، اوسنی ایران ایرج ته په وېش کې ورسېد.
سلم او تور د خپل پلار له دې وېش سره مخالفت وښود او خپل میرني ورور «ایرج» یې وواژه او د هغه سر یې فریدون ته واستاوه.
فردوسي په شهنامه کې د دې کیسې یادونه کړې ده او یو شمېر نورو په اسلامي پېر کې د دې خبرې پخلی کړی دی. په اوستا او پهلوي ادبیاتو کې هم اشاره شوې ده، چې موخه ترې هماغه د فریدون او د درې زامنو یو تریخ داستان دی.
ختیځپوه «کرستن سن» په دې اند دی، چې دغه افسانه په ساکي ټاټوبي کې منځته راغلې ده او د «اشکانیانو» د واک په پېر کې دغه ولسي او فولکلوریکه افسانه نورو اریایي څانګو ته لاره کړې ده.
فریدون د خپل زوی «ایرج» د غچ او کسات اخیستلو لپاره د هغه لمسی، چې «منوچهر» نومېده، د سیستان هغه اتل ته، چې «سام» نومېده، وسپاره، چې ښه یې وروزي.
منوچهر په ډېرې زړورتیا د «سام» او د سیستان د نورو اتلانو په ملاتړ او ملتیا د «تور او سلم» لښکر ته ماتې ورکړه او د هغوی سرونه یې فریدون ته واستول.
د سیستان د دغه نامتو اتل «سام» یادونه چې یاقوت حموي کړې ده، چې د ده زوزات او ټبر د غور د فیروزکوه سلطنتي کورنۍ ګڼلی شي.
فیروزکوه په لرغونو متونو کې هم راغلی دی. «ابوالفدا» د شین غره په مانا یاد کړی دی. ابواسحاق ابراهیم اصطخري هم غور یو آباد ولایت، د باغونو څښتن، یاد کړی دی. د غور د چینو، معدنونو او رودونو یادونه یې هم کړې ده او څلور خواوې داسې را په ګوته کوي:
«له هري تر زمینداور، تر غرجستان، سیستان او د غور غرونه د خراسان په حد، همدارنګه تر بامیانو، پنجشېر، ماوراءالنهر، ترکستان، شاش (تاشکند) او تر قرغیز پورې رسېږي. په دغو غرونو کې له پیل نه تر پایه سپین زر ډېر پیدا کېږي.»
د دغو غرونو شمال ته بابا غر، جنوب ته روزګان او زمینداور، ختیځ ته اجرستان او غزني، لوېدیځ ته فراه، هرات او بادغیس یادولی شو.
نامتو جغرافیهپوه په «حدود العالم» کې کښلي دي: «غور، سیستان او دوې ته څېرمه نورې سیمې له خراسان سره هم پوله دي.»
ابن خلدون هم په دې اند دی، چې «غور د هرات، فراه، زمینداور، ګوزګانان او غرجستان په منځ کې موقعیت لري او بامیان د غور په ختیځ کې پروت دی.»
موږ دمخه د افغانستان د لرغوني او افسانوي تاریخ په رڼا کې د «ضحاک» په اړه یوه لنډه یادونه وکړه، چې د جوزجاني د روایت له مخې، بسطام د ضحاک هغه زوی وو، چې په هند کې تر هغې حکومت کاوه، چې پلار یې د فریدون لاس ته ورغی او بیا یې پر هند برید وکړ.
بسطام چې د مقابلې وس نه درلود، بدخشان ته لاړ او په شغنان کې واړول او هلته ډېر تم نه شو، بامیانو ته راوواوښت. کله چې د فریدون ځواکونه ورورسېدل، دی غور ته راننووت او د غور د غرونو په کلا کې واړول.
فریدون بیا هم دی وڅاره، خو د زامنو د نایوالي له امله، چې «ایرنا = ایرج» ووژل شو، ده ونه شو کولی چې بسطام تر ولکې لاندې راولي.
«بسطام له هغو سره روغه وکړه، خپل ټبر او د ضحاک (سهاک) اولادونه او زامن یې راوغوښتل او هم هلته یې ژوند پیل کړ او شمېر یې ډېر شو.»
ګڼ شمېر څېړونکو او بهرنیو ختیځپوهانو ضحاک، سهاک بللی دی. سرمحقق دوست شینواري په دې اند دی، «ساک، سهاک چې عربو مؤلفینو د سهاک نه ضحاک جوړ کړی او د سیمې په کلاسیکو ادبیاتو کې دوی د تشدد او غښتلتیا له امله د «دیو» سمبول ګڼل شوي دي، په اوستایي متونو کې د «تور = تورانیان» په نامه یاد شوي دي.»
د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز د پرانستې په ویاړ، په نړیوال سمینار کې پروفیسور مورګن سترني پخپله وینا کې پښتانه «ساک» وبلل.
لیکوال جوزجاني دغه خبره هم کړې، کله چې د فریدون له خوا «ضحاک» ونیول شو، د بسطام دوه وروڼه، سوري او سام، «نهاوند» ته لاړل.
لکه د مخه چې مو وویل، سوري په کوچینوالي کې خپله لور د «سام» زوی ته ورکړه، خو کله چې دواړه لوی شول، په دغه وخت کې سام مړ شوی وو او سوري ونه غوښتل خپله لور وراره ته واده کړي.
دلته دی، چې د تاریخي روایتونو او وېشل شوو نظرونو له مخې د بسطام، سام او سوري اولادونه په غور کې ځای پر ځای شول، چې په پای کې همدغه سوریان، لودیان، غوریان او د دوی اولادونه او زوزات وو، چې لومړي یې په غور کې د یوه سیمهییز حکومت بنسټ کېښود او بیا یې تر هندوستانه او پارس پورې د خپل حکومت لمنې او څنډې پراخې کړې.
غور د افغانستان له لرغوني تاریخ نه راواخله د اسلام د دین تر خپرېدو پورې د عجایبو هېواد وو، چې هیچا په زور نه دی لاندې کړی. که هر یرغلګر په افغانستان برید کړی دی، له هخامنشیانو نیولې تر یونانیانو پورې، د غور پیاوړی مورچل یې نه دی لاندې کړی او آن همدغو ساکو (سهاکو) پارسوا «کروش» له منځه یووړ، خو غوریان ورته تسلیم نه شول.
د اسلام د سپېڅلي دین د خپرېدو پر مهال بیا هم په غور کې د بسطام، سام او د سوري ټبر اولادونو سیمهییزه خپلواکي خپله کړې وه.
(نور بیا)