تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا «جیمینای» ماډل د مې په میاشت کې د یوې امنیتي ازموینې په لړ کې په ناپامۍ انټرنېټ ته له لاسرسي وروسته د درېیو شرکتونو سیسټمونو ته هم داخل شوی و.
دا پېښې د «اریګولر» په نوم د یوې خپلواکې ادارې د ازموینو پر مهال رامنځته شوې دي. دغه اداره د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونو امنیت ارزوي.
ګوګل ویلي، اغېزمنو شرکتونو ته یې سمدستي د پېښې خبر ورکړی و او جیمینای وروسته له دې چې پوه شو دغه سیسټمونه د ازموینې له ساحې بهر دي، خپله رابطه یې پرې کړه.
د ګوګل د امنیتي انجینیرۍ مرستیالې مشرې، هېدر اډکینز، ویلي چې جیمینای په انټرنېټ کې عمومي موجود معلومات لټولي او دغو سیسټمونو ته د ننوتلو لپاره یې یا د پاسورډونو د اټکل هڅه کړې او یا یې هغه پاسورډونه په عامه زېرمتونونو کې موندلي چې فکر یې کاوه د ازموینې برخه دي.
ګوګل وايي، کله چې جیمینای پوه شو چې دغه سیسټمونه د ازموینې برخه نه دي، نو خپل فعالیت یې ودراوه.
د یادونې وړ ده چې د «اریګولر» د امنیتي ازموینو په ترڅ کې د شوې پېښې په شان مخکې د مېټا، انتروپیک او اوپناېآی اړوندې پېښې هم راپور شوې دي.
ګوګل ویلي، د دې لپاره چې د جیمینای له فعالیتونو کوم زیان نه دی اوښتی، نو مخکې تر دې چې عامو خلکو ته اعلان وکړي، لومړی یې درې واړه اړوند شرکتونه له پېښې خبر کړي دي.