ما فکر کاوه چې د مهاجرت درد به له هوا سره ورو ورو تبخیر شي. لکه د سهار شبنم، چې د لمر په لومړیو وړانګو کې له منځه ځي.
خو نه.
دا درد له هوا ډېر دروند دی. نه تبخیرېږي، نه ورکېږي. لکه یو زوړ، ژور زخم، چې د زړه په یوه پټه څنډه کې پروت وي او هره ورځ تازه کېږي.
دلته، د امریکې په میشیګن کې، هر څه شته —
کور، امنیت، شنه پارکونه، منظم سړکونه، حتی څلور فصلونه لکه کابل جان.
خو بیا هم یو څه کم دي.
یو ځای خالي دی.
داسې تش، لکه د یو زاړه جومات منبر، چې ملا پرې ناست نه وي، اذان پکې نه کېږي، او څوک یې تمه هم نه لري.

ځینې ځایونه که څه هم په فزیکي ډول نه، خو یادونه یې له انسان سره یوځای کډه کوي. وطن یو له هغوی نه دی. زه او زوی مې، اتل، کله ناکله د Hawk Island پارک ته ځو.هلته یوه شنه غونډۍ ده، لکه د شمالي ګلغونډۍ. یو ډنډ دی، او یو سیند — ښکلی، سوکاله، خاموش.
اتل ډنډ ته ورځي، لامبو وهي، چیغې وهي، او زه… زه لرې د چمن پر څنډه ناست یم. ظاهراً ارام. خو ارام کله یم؟
زما ذهن والوځي. نه پاسپورټ ته اړتیا لري او نه ویزې ته.
یوازې د یادونو یوه دروازه پرانیزي — او زه ورننوځم.
په ذهن کې مې د نویمو کلونو فلمونه راښکاره شي. هغه ورځې، چې موږ په پاکستان کې د مهاجرت جهادي نسخه تجربه کوله.
هلته هم یو ډنډ و — یا لږ تر لږه، موږ ورته ډنډ ویلو.
یوه لویه کنده، چې خلکو به ترې د کورونو لپاره خاوره ایسته.
کله به چې باران وشو، دا کنده به له اوبو ډکه شوه.
بیا به نو ټول اوړی موږ او چینګښانو یو ځای په همدې ډنډ کې لمبل.
د اوبو بوی، د خاورې بوی، د باران بوی — لا هم راسره دی.
زموږ جامې غریبې وې، خو خنداوې مو بډایه.
زموږ ګیډې وږې، خو زړونه مو خوشاله.
هلته ژوند غریب و، خو موږ شتمن وو.
یوه ورځ، همدلته په پارک کې مې یو افغان ولید، پر زاړه بینچ چرتونو کې ډوب ناست و، د سیند اوبو ته یې کتل. سپین کالي، تور خطداره واسکټ، سپینه خولۍ.. ډېر ښه راباندې ولګېد.
اتل ته مې ورو وویل:
– راځه، دا افغان دی.
ورغلو. سلام مو وکړ، خبرې مو سره تودې شوې.
نوم یې بختمیر و.
د پکتیا خبرې یې وکړې، د مکتبونو، د غرونو، د شړومبو، د بادونو، د بمبار… د وطن د غمیزو.
اتل چوپ و، خو داسې ښکارېده لکه د وطن دا یوه یوه کیسه یې چې څوک د زړه پر پاڼه لیکي.
د کور پر لاره، اتل راته وایي:
–هغه بابا… ډېر عجیب و.
ما وخندل. ورو، خو له یوې ژورې موسکا سره:
– هو، عجیب و. خو ښه عجیب و.
– داسې خبرې یې کولې، لکه کتابونو کې چې کیسه لولې… خو له هغو بل ډول، داسې چې ته پکې ژوند کوې.
ما اوږده ساه واخیسته، ورته مې وویل:
– هر افغان د تراژیدۍ یوه ژوندۍ کیسه ده، داسې کیسه چې کتابونه پرې لیکل کېدلای شي.