Homeخبرونهپه چین کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ له ۱۸م پوړه ولوېده خو...

په چین کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ له ۱۸م پوړه ولوېده خو ژوندۍ پاتې شوه

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د چین په جیاشینګ ښار کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ، چې له خپل ملګري سره تر شخړې وروسته یې د یوې ودانۍ له ۱۸م پوړ څخه ځان وغورځاوه، په حیرانوونکي ډول ژوندۍ پاتې شوه.

د ساوت چاینا مارنیینګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، نجلۍ ځمکې تر رسېدو مخکې له یوې ونې سره ولګېده او وروسته په بوټو کې ولوېده، چې همدې کار یې ژوند وژغوره.

دا پېښه چې، ساوات چاینا مارنینګ پوسټ یې خبر د اګست په ۴ مه خپور کړی، د جولای په ۱۲ مه شوې وه.

نوموړې سمدستي روغتون ته ولېږدول شوه. ډاکټرانو ویلي، د هغې سر، سږو، ځیګر او د بدن ځینې نورې برخې زیانمنې شوې او دواړه پښې یې هم ماتې شوې دي.

ډاکټرانو تر اوسه د هغې دوه جراحي عملیات ترسره کړي او د درېیمې جراحۍ لپاره هم چمتووالی روان دی.

نجلۍ وروسته له دې چې په سد راغله، ویلي، له دې پېښې مخکې یې څو ځله له خپل ملګري سره شخړې کړې وې او د اړیکې د پای ته رسولو په اړه یې فکر کاوه.

د هغې کورنۍ ویلي، اوس پر خپل دغه اقدام پښېمانه ده او د درملنې لګښتونه یې له ۱۰۰ زرو یوانو اوښتي دي.

پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي، او د نجلۍ کورنۍ د دې لپاره چې د هغې احساساتي وضعیت نور هم خراب نه شي، د هلک ملګري ته یې د لیدنې اجازه نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...