دا کرښه پښتون/افغان ولس او افغان حکومت هم غیرقانوني اعلان کړې او د De jure شکل یې نه مني.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party – PSDP یوازینی ګوند دی چې بنسټ یې د لرې او برې پښتونخوا پښتنو په ګډه ایښی دی. لر او بر پښتانه پکې پر یو ټغر راټول شوي او د قامي احساس ډیوه یې بله ساتلې ده. غم، ښادي، خواږه او تراخه یې ګډ دي. د ډیورنډ استعماري او په زور تپل شوې کرښه غیرقانوني او غیرفطري کرښه بولي او د پښتنو د دې ټوټې ټوټې شوي وجود د بېرته یو ځای کېدو لپاره د عدم تشدد له لارې مبارزه او هلې ځلې کوي.
د ډیورنډ کرښې (ډیورنډ لاین) په هکله به پردي هېوادونه او خلک هر څه وایي، مګر خبره د پښتون لوی ملت پورې تړلې شوې ده او بل هېڅوک دا حق نه لري چې د پښتون/افغان قوم د خوښې پرته د پښتنو سرنوشت وټاکي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party – PSDP چې د ټولو پښتنو قامي سنګر دی، د پښتنو رسالت ور پر غاړه دی او د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوي، د ډیورنډ لاین د سل کاله پوره کېدو په ورځ (۱۲ نوامبر ۱۹۹۳ع کال) یې د لرو اوبرو پښتنو/افغانانو یوه غټه غونډه راوبلله، چې په جرمني کې د انګلستان د سفارت د بهرنیو اړیکو مسؤل Corna Ross هم ورته رابلل شوی و او په غونډه کې حاضر و. دغه توافقلیک یې په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته یې وغورځاوه. د نومبر دولسمه نېټه یې د « پښتنو د یووالي ورځې » په نامه ونوموله او هر کال یې په بېلابېلو بڼو کې لمانځي.
لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون قام پروت دی او د دغه قام وجود په ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳ع کال کې د انګرېزانو له خوا د یوې جبري لوظنامې (توافقلیک) تر مخه په منځ نیم شو، یعنې د امو نه تر ډیورنډ کرښې پورې علاقې د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې داخله شوې او بیا کوزه پښتونخوا په نورو دریو برخو ووېشل شوه.
د ډیورنډ کرښې لاندې قبایل د پیرنګي د سیاسي استازي (پولیټیکل) د انتظام لاندې شول، د بلوچستان پښتني سیمې د برټش بلوچستان په نوم د برتانوي ریزیډنټ او د پښتونخوا علاقې د تاجِ برتانیې لاندې شوې.
پښتانه چې نه یوازې ګډ تاریخ، ګډه ژبه او ګډ کلتور لري، بلکې جغرافیایي وحدت هم دی، دا کرغېړنه کرښه یې په عمل کې نه ده منلې. انګرېزانو هم د ډیورنډ کرښه په حقیقت کې نړیوال (بینالمللي) سرحد نه، بلکې یوه انتظامي کرښه منله او د دې کرښې دواړو غاړو پرتو پښتنو/افغانانو ته پرته له پاسپورټ او کاغذاتو د تګ راتګ اجازه وه.
څه وخت چې د ډیورنډ کرښه رامنځته کېدله، هغه وخت افغانستان نیم غلام او محکوم و. کورنۍ (داخلي) ازادي امیر عبدالرحمن خان لرله، مګر بهرنی واک د انګرېزانو سره و. Sir Mortimer Durand په دې وخت کې د برتانوي هند د بهرنیو چارو سکرټر او هم د افغانستان د خارجه چارو مشر و، چې دغه نمونه لوبه د نړۍ په تاریخ کې نه شته، چې یو سړی په یو وخت کې د دوو هېوادونو د بهرنیو چارو واکمن وي. نو د نړیوال قانون (International Law) له مخې دغه لوظنامه هېڅ حقوقي حیثیت نه لري.
کله چې په ۱۸۹۴ع کال کې برتانوي جنرال Bruce د کرښې د تېرولو لپاره د ډېره جات نه د لوی پوځ سره د ګوملي درې په لاره واڼه (وانا) ته روان و، نو د دیر د جندول عمراخان یوسفزي او د مسیدو (محسودو) ملا او مشهور مشر ملا پیونده خبرداری (Warning) ورکړ چې: «موږ د ډیورنډ کرښه نه منو، مه راځه؛ که راغلې، نو ستا وینې به پر کرښه تویې شي.»
مغرور پیرنګي ورته په ځواب کې وویل چې دا واک د برتانیې او امیر عبدالرحمن خان سره دی. نو ملا صیب بې له ځنډه کابل ته لاړ او د امیر عبدالرحمن خان سره یې اړیکه (رابطه) ونیوله، مګر امیر صیب یو پرېکنده قدم پورته نه کړ او د خپلو ګټو (مفاداتو) له امله یې د ملا صیب سره د ملاقات نه انکار وکړ. ملا صیب تش لاس له کابل نه بېرته وزیرستان ته راستون شو. اوس پیرنګی ډاډه و چې ملا صیب تش لاس راغلی دی، نو د انګرېزانو پوځ واڼه ته راغی.
په ۲ نومبر ۱۸۹۴ع کال کې د محسودو (مسیدو)، وزیر او خروټو سلیمانخیلو غازیان د ملا پیونده په مشرۍ د ګهیځ د لمانځه نه وروسته د پیرنګي پوځ کمپ ته ورننوتل. لاس په لاس جګړه پیل شوه، ډېر غازیان شهیدان شول، پر پیرنګي پوځ ناتار ګډ شو او ماتې یې وخوړه. ټوپکونه، کارتوس، راشن، ډیپوګان، اسونه، کچرې او اوښان د غازیانو په لاس ورغلل او انګرېزان یې وځغلول.
انګرېزانو په دغه جګړه کې دومره سخته ماته وخوړه چې دې جګړې ته یې د لویې غمجنې پېښې (The Great Disaster) نوم ورکړ او پنجابي او هندي پوځیانو ورته د «قتلګړ» نوم ورکړ.
د همدې قامي پاڅون نتیجه وه چې جنرال Bruce بېرته زړه ماتی ډېره جات ته ستون شو او د ډیورنډ کرښه تر نن ورځې پورې پر ځمکه کش نه کړه شوه.
د پښتنو مشهور مشر حاجي میرزاعلي خان (ایپي فقیر) به ویل چې د ډیورنډ کرښه ۶۰ ګزه ده، چې ۳۵ ګزه تورخم او ۲۵ ګزه سپین بولدک دی او نوره کرښه نه شته.
برتانویانو او امیر عبدالرحمن خان د ملا صیب پیونده پر ضد دسیسې جوړې کړې. د دویم پیرنګي او افغان جنګ اتل جنرال محمد جان خان وردګ، عمراخان یوسفزی او ځینې نور غازیان د پیرنګیانو او قزلباشانو په سازش د امیر صیب په حکم شهیدان کړل شول. هغه وخت هم د امیر صیب دربار د Anti Pashtoon قزلباشانو نه ډک و.
څه وخت چې پیرنګی د هند څخه ووت، نو د خپلو ګټو (مفاداتو) پر بنسټ یې هند د مذهب په نوم تقسیم کړ او پاکستان د اسلام په نوم جوړ شو.
پاکستان به ویل چې لاندې پښتانه سوچه مسلمانان دي، نو دا به خامخا د پاکستان برخه جوړېږي.
خدایي خدمتګارانو ته وویل شول چې تاسې په هند کې پاتې کېږئ او که پاکستان غواړئ.
خدایي خدمتګارانو د ۱۹۴۷ع کال د جون د میاشتې د بنو قرارداد مطابق درېیم اپشن، یعنې د پښتنو د خپلواک حکومت مطالبه (غوښتنه) وکړه، چې انګرېزانو او پاکستان دواړو رد کړه. نو په دغه وخت کې باچاخان د «هند ـ پاکستان» ټولپوښتنه (ریفرنډوم) کې برخه وانه خیسته او د ریفرنډم نه یې پرېکون (بایکاټ) وکړ.
په اګست ۱۹۴۷ع کال کې پاکستان د مذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایتونه (صوبې)، مغربي او مشرقي پاکستان، یې لرل.
په ۱۹۷۱ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه، په اقتصادي بنسټ، له پاکستان نه لویه برخه بېله شوه او ځان ته یې د خپل ملت په نوم بنګلهدېش (د بنګالیانو هېواد) جوړ کړ.
بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بېل شول او دې ثابته کړه چې د هندوستان تقسیم د مذهب په نوم غلط و.
قوم او اقتصاد کامیاب شو او هغه تیوري هم غلطه شوه، کومې ته چې دوی Two Nation Theory ویله.
نو اوس خو د انګرېزانو له خوا جوړ شوی پاکستان له سره نه شته او د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکې د پښتنو د خپل ټاټوبي، لرې او برې پښتونخوا، تر منځ ده.
دغه کرښه د De facto په بڼه (شکل) شته، مګر د De jure حیثیت نه لري. مطلب دا چې کرښه شته، خو قانوني حیثیت نه لري.
د پاکستان حکومت دا خیال کوي چې کرښه خو د De facto په شکل کې شته ده، که De jure شي نو ښه ده، او که نه شي، نو دغه د De facto شکل یې هم په ګټه دی.
دا کرښه پښتون/افغان ولس او افغان حکومت هم غیرقانوني اعلان کړې او د De jure شکل یې نه مني.
کله چې احمدشاه بابا په کندهار کې واک تر لاسه کړ، نو د مغلو والي (ګورنر) ناصر خان کابل او بیا پېښور ته راغی. غوښتل یې چې د احمدشاه بابا پر خلاف پښتانه منظم کړي، خو کوز پښتانه چې خبر شول، په کندهار کې واک او حکومت د پښتنو دی، نو د مغلو ګورنر ناصر خان ترې په تېښته ډیلي ته لاړ.
د میرویس خان نیکه او احمدشاه بابا د واکمنۍ په وخت کې د پښتنو په خاوره هیچا دعوه نه شوه کولی، ځکه چې واک د پښتون سره و.
په افغانستان کې د محمدزیانو د شخصي نظام له ړنګېدو وروسته، د خلق ډیموکراټیک ګوند د واک په وخت کې پښتو ژبې او کولتور د لږ وخت لپاره دربار ته سر دننه کړ، خو خلقیانو پر روسانو باور وکړ او په دې پوه نه شول چې د روسانو اصلي ملګري پرچمیان دي.
څه وخت چې نورمحمد ترهکي او حفیظالله امین د یو بل سره تشدد وکړ، خپل ملګري پښتانه او خپل ګوند یې تباه کړ. روسیانو پرې ببرک کارمل د سور پوځ سره یو ځای راوست. څه روښانفکره پښتانه یې د امین د بانډ په نامه، ځینې یې په نورو نومونو ووژل او ځینې یې وشړل شول.
که خلقیانو په خپل منځ کې تشدد نه وای کړی، نو تر نن ورځې پورې به د دوی حکومت و.
بله موقع بیا پښتنو ته د طالبانو په بڼه کې په لاس ورغله. دوی ځان او جهان نه پېژانده، له نړیوال (بینالاقوامي) سیاست نه خبر نه وو، پر پنجابي آیاېسآی، سعودیانو او عربانو باندې یې باور وکړ. پنجابیانو د خپل مقصد لپاره استعمال کړل او د امریکا مخه یې افغانستان ته راوګرځوله. پښتانه یې تباه او برباد کړل، ډالر آیاېسآی واخیستل او وهل طالبانو وخوړل. دغه ټولې دوکې آیاېسآی د سپېڅلي دین اسلام په نوم له طالبانو سره وکړې، چې په نتیجه کې حکومت، واک او هر څه ترې لاړل.
موږ د باچاخان د عدم تشدد، د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ د لارې لارویان یو او غواړو چې د عدم تشدد په لاره لر او بر افغان ولس او خپل ځوان کول په حقیقت پوه او خپلو کمزوریو ته متوجه کړو. ځکه چې عدم تشدد مینه ده، ورورولي ده او د پیغمبرانو لاره ده. تشدد کرکه، بربادي، نفرت او بدبختي زېږوي. که موږ پښتانه د تشدد پر ځای عدم تشدد ته مخه کړو، نو زموږ ډېرې ربړې حل کېدای شي.
موږ په دې عقیده یو چې د پښتنو د پوهنیزې (علمي)، ادبي، اقتصادي او ټولنیزې بېرته پاتېوالي (پسماندګۍ) اصلي وجه د ډیورنډ غیرفطري او غیرطبیعي کرغېړنه کرښه ده، چې پښتانه یې په څلورو ټوټو وېشلي دي. ترڅو پورې چې دغه کرښه وي، تر هغې به د پښتون/افغان وجود نه وینه بهېږي. دا پرهر رغول غواړي. که هر څودا کار ګران برېښي، ولې که پښتون/افغان ولس د خپلو قامي (ملي) مشرانو او مبارزینو په قدم، قدم کېږدي او منظم شي، نو ټول پښتانه به په ګډه سره دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
په درناوي