چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بیټ کاین ارزښت په بې ساري ډول لوړ شو

د بیټ کاین ارزښت په بې ساري ډول لوړ شو

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جورا لومړۍ) د بیټ‌کاین بیه، چې د نړۍ تر ټولو مشهور ډیجیټلي اسعار یا مجازي پیسې دي، د نوي ریکارډ په ثبتولو سره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په سهار (د غبرګولي ۱مه) د بیټ‌کاین ارزښت د یوې ورځې وړاندې پرتله له درې سلنه زیات شو او ۱۱۱ زره ۸۶۲ ډالرو ته ورسېد.

د بیټ‌کاین د بیې دا لوړه څپه په وروستیو ورځو کې پیل شوې وه، او د چهارشنبې په ورځ یې پخوانی ریکارډ. چې۱۰۹ زره او ۴۹۹ ډالرو ته رسېدلې وه، مات کړ.

رسنۍ د دې بیې د لوړېدو عوامل د مالي بازارونو د دودیزو سیستمونو د احتمالي ګډوډۍ، د لا زیاتو پانګه‌والو د بیت‌کاین پر لور مخه کولو، او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستر مالیاتي قانون د تصویب بهیر پرمختګ یادوي.

د امریکا د استازو  جرګې د قواعدو کمېټې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دې لایحې له مخې یو مهم تخنیکي خنډ لرې کړ، او څو ساعته وروسته په دې جرګه کې د رای‌ورکولو پروسه پیل شوه.

تمه ده چې له تصویب وروسته، سنا جرګه چې اکثریت یې جمهوري‌پالان دي، هم په راتلونکو څو اوونیو کې دې لایحې ته د رای‌ورکولو بهیر بشپړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...