پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهجرمني د افغانانو لپاره د پناه ورکولو شرایط سختوي

جرمني د افغانانو لپاره د پناه ورکولو شرایط سختوي

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دبرینت» یوه نوې طرحه د خپل هیواد کابینې ته وړاندې کړې چې له مخې یې د هغو کډوالو کورنۍ چې یوازې فرعي حمایت لري، نه شي کولی ژر له خپلو عزیزانو سره په جرمني کې یوځای شي.

فرعي حمایت هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د رسمي پناه شرایط نه لري، خو که خپلو هېوادونو ته ستانه شي، له جدي خطر سره مخامخ کېږي — چې زیاتره پکې افغانان دي.

د نوې طرحې له مخې، د دغو کډوالو کورنۍ یوازې له دوو کلونو وروسته او هغه هم د “ډېرو بیړنیو شرایطو” په صورت کې کولای شي جرمني ته ورشي. د جرمني حکومت غواړي له دې لارې دا پیغام ورکړي چې د دوی د مهاجرت سیاست بدل شوی او غواړي د هغو عواملو مخه ونیسي چې کډوال دې هېواد ته جذبوي. دا مهال تر ۳۵۱ زره زیات کسان په جرمني کې د فرعي حمایت تر چتر لاندې ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي.

دا محدودیتونه د نورو مهاجرتي اصلاحاتو ترڅنګ پلان شوي دي. په نورو محدودیتونو کې د هغو مهاجرو لپاره چې ښه ادغام شوي، له درې کلونو وروسته د تابعیت اخیستو د امکان لغوه کول شامل دي.

یاده طرحه د کلیسا، زرغون ګوند او د کډوالو د حقونو د مدافع سازمانونو له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې، دوی وايي دا ډول محدودیتونه پر کډوالو لا زیات فشار راوړي او د کورنیو د یوځای کېدو حق محدودوي.

دا طرح به تر تصویب وروسته د جرمني پارلمان او فدرالي شورا ته وړاندې شي. حکومت هڅه کوي چې دا طرح د جولای تر ۱۱مې، د پارلمان تر دوبنیو رخصتیو مخکې تصویب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...