پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د جلال‌آباد تاریخي محاصره؛ لکه د نننۍ غزې کیسه او له دواړو...

د جلال‌آباد تاریخي محاصره؛ لکه د نننۍ غزې کیسه او له دواړو څخه زموږ زده کړه

 فضل‌محمود فضلي

۱۳۶۷ کال، کب ۱۸مه؛ بي بي سي ماښامنۍ خپرونه: “مجاهدین د جلال‌آباد ښار یوې کیلومترۍ ته رسېدلي او ښار د سقوط په درشل کې دی. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، مجاهدینو پر ښار له پنځه زرو ډېر د ځمکې نه ځمکې ته راکټونه ویشتي، او دفاعي کرښه ماته شوې ده.”

د جګړې په لومړۍ کرښه کې هماغسی چې جګړه شدیده او توده وه، تبلیغاتي جګړه هم په ورته ډول شدیده وه، آن تر دې چې د امریکې تر مشرۍ لاندی د جهاد ټولو ملاتړو رسنیو تر اغیز لاندې د جلال آباد ښار اوسیدونکو ته اوازې خپرې شوې چې د حوت د میاشتې په نولسمه به جنرال حمید ګل (د پاکستان د ای اس ای پخوانی مشر) د افغان جهادي ملېشو د مشرانو او عربي جنګیالیو سره یوځای د جلال آباد په سپین جومات کې د مازدیګر لمونځ کوي. د لوږې، قحطۍ، راکټونو او مرګ ژوبلې سربېره تر ټولو ډارونکی حالت دا و چې رسنیو به تبلیغاوه تر څو د ښاریانو مورال کمزوری او پراخه ویره خپره کړي.

زه چې د غزې د محاصرې، ویجاړیو او مرګ ژوبلې انځورونه او خبرونه وینم، ماته کټ مټ د جلال اباد جنګ او محاصره سترګو ته ودرېږي. د غزې اوسنۍ تراژيدي هغه څوک ښه درک او حس کولای شي چې د جلال اباد د جنګ پر مهال یې دغه ښار کې ژوند کاوه. جلال اباد ښار د څلورو خواوو محاصره و، زه دغه مهال د تجربوي ښوونځي په شپږم ټولګي کې کوم، د ښار ټول ښوونځي تړل شوي وو، مېندو خپل بچیان د کور په زیرزمینو کې بندیان کړي و، چې د راکټونو څخه یې وساتي. د جلال اباد هر ښاري په خپله کوڅه کې د مجاهدینو په راکټ د لګیدلي ماشوم یا یوې مور د بدن د غړو د راټولول شاهد وو.

هغه وخت د ټول ښار پراخوالی شاوخوا دوه کیلومتره مربع و، چې د کونړ له سقوط وروسته ورته د کونړ اوسیدونکي هم کډوال شوي و، دغه مهال جلال اباد کې ګڼ شمېر هندوان او سیکهان هیوادوال هم اوسېدل، خو بیا هم د ټول ښار د نفوسو شمېر پنځوس زره شاوخوا و، دا ځکه چې د ښار ډېری اوسېدونکي د جګړې له پیل مخکې کابل یا پېښور ته کډه شوي و.

 د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال د کب له میاشتې تر ۱۳۶۸ د چنګاښ یا سرطان تر میاشتې پورې، هره ورځ په دې محدوده سیمه کې زرګونه راکټونه توغول کېدل، پدې د کلستر په نوم سکر بیست راکټونه هم شامل و چې د لګېدو سره به یې واړه خوشه يي بمونه هم وشنېدل چې هغه هر یو به جلا انفجار کاوه او د ملکي مرګ ژوبلې کچه به یې زیاتوله.

د سختۍ قحطۍ او لوږې سربېره د طبي امکاناتو شدید کموالی و. له مرکز نه د خوراکي توکو کاروانونه به د کابل جلال اباد په لاره د مجاهدینو له خوا تالا او ترغه شول او د مجاهدینو له سېمې ښار ته حتا د یو ټیم غوړیو قاچاق د مرګ سزا درلوده. د ښار اوسېدونکو خپل سپما شوي غذایي توکي د خپلو ګاونډیانو سره شریکول، د ټپیانو درملنه دومره سخته وه چې د بي هوښۍ د دوا او امکاناتو د کموالي له امله اکثره ټپونه د بي هوښۍ نه پرته ګنډل کېدل، د زخمي پښو او لاسونو پرې کول عامه ځکه وه چې د ژورو ټپونو د دوامداره درملنې لپاره امکانات نه و. جنازو کې د ګوتو په شمار کسانو ګډون کولای شوای.

لکه اوس چې موږ په غزه کې د فلسطیني ماشومانو او مېندو په وژلو د نتانیاهو د ځینو تندلارو صهیونیستانو، لبرال خبریالانو او فعالانو خوشالي وینو، د جلال اباد د جنګ پر مهال د پېښور او اسلام اباد په هوټلونو او سالونونو کې د غربي او عربي خبریالانو او انجو سالارانو او ددوي د افغاني مامورینو چې د دغه جنګ د خبري پوښښ لپاره راغلي و، همداسې د خوشالۍ فضا حاکمه وه. د پېښور او کوټې په ښارونو کې د جهادي تنظیمونو او د انجوګانو په دفترونو کې د یوې لویې فتحې خوشالي او جشنونه روان وو.

دغو لوېدیځو رسنیو خبریالانو په جلال اباد ښار د راکټونو باران په ډېرې خوښۍ او شور سره ستایه. دوی د ملکي وګړو وژل او ژوبلول د بریا نښه بلله او د ښار محاصره، قحطي او لوږه یې د یوې «بریالي نظامي تکتیک» په توګه معرفي کاوه. د جلال اباد جنګ نه یوازې د محاصرې بلکې د خبري پوښښ له پلوه هم د اوسنۍ غزې له فاجعې سره ډېر شباهت لري.

د همدې کوچنۍ سیمې د سقوط لپاره، د جګړې په مقابل اړخ کې د لوېدیځ نیابتي جهادي ملیشې (د ۷ تنظیمونو شاوخوا ۱۲۰۰۰ ملېشې)، د پاکستان ملیشې (د آی اس آی د دوو لواګانو ۵۰۰۰ اوپراتیفي ملېشې)، د منځني ختیځ عرب جنګیالي (د بیلابیلو اسنادو له مخې ۱۳۰۰ عرب جنګیالي)، د امریکې او نورو غربي هیوادونو نامعلوم شمېر استخباراتي اوپراتیفي پرسونل او نور بهرني ځواکونه چې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په وسلو او لوژستیکي مرستو سمبال وو، په جګړه بوخت ول. دوی غوښتل د ښار دفاعي لیکې سقوط کړي. د ښار د دفاع لپاره فقط شاوخوا ۱۵۰۰۰ سوچه افغاني ځواکونه جنګېدل.

خو د شپږو میاشتو سخت مقاومت وروسته، د جلال‌آباد اتلو مدافعینو، چې ټول افغانان ول او یو بهرنی هم پکې نه و، د ټولو نیابتي ملیشو یرغل شنډ کړ. دغه شکست د نیابتي ملیشو، لوېدیځو خبریالانو او انجو فعالانو لپاره یو شرموونکی پای و چې تر نن ورځی پورې پاکستان او د پاکستان استعماري باداران غواړي، دغه شرموونکې تاریخي ماته پټه کړي او یا هم د ماتی لپاره بیلابېل توجیهات ولټوي.

دا درې ډلې (نیابتي ملیشې، رسنۍ، انجوګان) چې هغه وخت د افغانستان د ویجاړولو، د خلکو د ځورولو، او د خوړو او د درملو د بندیدو لپاره موظفې شوې وې؛ او د جلال اباد د ماشومانو او ښځو په وژلو او راکټ باران باندې خوشالي کوله، همدوی ته له ۲۰۰۰ کال څخه وروسته په افغانستان کې د “ډیموکراسۍ”، د “بشر د حقوقو” او “د بیان ازادۍ” د تمثیل دنده ورکړل شوه. د دغو ډلو مشرانو ته که هغه جنګي وې او یا هم د انجوګانو او رسنیو په چوکاټ کې د لبرالانو په توګه دندې ترسره کولی، پدی لیکنه کې ورته د «مامورینو» اصطلاح کاروو.

د دغو مامورینو تمویل دومره پراخ و او دی، چې د دوی شتون هر ډول واقعي سیاسي بهیر له خنډ سره مخ کړی.

همدا وجه ده چې مسائل فردي ارزول کېږي؛ یعنې تمرکز په عمدي یا غیر عمدي توګه په دغو مامورینو کیږي؛ یو څوک د “قهرمان” او بل د “خاین” په توګه معرفي کېږي. خو اصلي موضوع افراد یا مامورین نه، بلکې هغه د سیمې او د استعماري هیوادونو کړنلارې او سیاستونه دي چې دغه افراد یې د تطبیق لپاره ګمارل شوي دي.

مثلاً، افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي د مېرمنې وروستۍ څرګندونې د ښځو په اړه پراخ غبرګونونه راوپارول. ځینې انجویي فعالانو د پخواني استازي د میرمنې د محکمې غوښتنه وکړه. دا ډول غبرګونونه یوازې د خندوونکي دي، بلکې دا هم ښيي چې حتا “پوه” انجویي فعالان څومره سطحي تحلیل لري.

خلیل‌زاد او مېرمنه یې د امریکا مامورین دي. که دا په ۱۳۶۷ کال کې غزې ته ورته د جلال‌آباد د محاصرې لپاره د دوی لابیګران و، بیا د ۲۰۰۰ کال نه وروسته د بشر د حقونو او د بیان د ازادۍ او د طالبانو د ورکولو لپاره د اعلامیو ورکونکي و، یا اوس د ښځو د حقوقو محدودولو په برخه کې د دوی توجیه کوونکې دي، دا ټول د د دوی د ماموریت په وظیفوي لایحه کې شامل دي. کیدای شي بله ورځ دوی یو ځل بیا د اوسني استبدادي حاکمیت په ضد د بمي حملو ملاتړ وکړي او یو ځل بیا هغوی د «بشردوستانو» جامې واغوندي. نو پدی صورت کې به دا اوسني انجویي فعالان چې د خلیلزاد د مېرمنې د محاکمې غوښتنې کوي، آیا دوی به بیرته د دې امریکایي مامورینو ستاینې پیل کړي؟

نو که موږ غواړو د خپلو غمیزو ریښې وڅېړو، باید تمرکز د افرادو پر ځای د هغو حکومتونو پر سیاستونو وکړو چې دغه افراد یې استخدام کړي. نن سره له دې چې فلسطیني مبارزین په بده ورځ او په نړۍ کې خواره واره دي، خو هغوی یوه ملي اګاهي لري، د خپل برخلیک پړه په افرادو نه بلکې د لویو قدرتونو په سیاستونو اچوي، اوږده خو دوامداره سازماني او ایډیالوژیکه مبارزه کوي او هیڅکله ورنه لاس په سر شوي نه دي.

موږ دا ځکه نه‌شو کولای، چې منظم، ایډیولوژیک بنسټ لرونکي سیاسي سازمانونه او د اوږد مهاله مبارزې حوصله نلرو، ځکه انجويي تفکر موږ په لنډ مهاله پروژو روږدي کړي یوو او د خپل ملت یوې لویې فاجعې ته د بحران د مدیریت، تمویل، پروژه او نورو انجويي مفاهیمو له عینکو ګورو.

سیاسي پروسه یوازېنۍ لاره ده

د سیاسي پروسې د پېل لپاره تاریخي حافظه پکار ده او د دې حافظې په اساس باید روایتونه ایجاد شي. دا سمه ده چې ټولنه لنډه حافظه لري، د ټولنې د لنډې حافظې موضوع نه یوازې په افغاني ټولنه کې بلکې د نړۍ په ټولو ټولنو کې شته. د تاریخ د ژوندي ساتلو، تحلیل کولو او د هغې په اساس د روایتونو رامنځته کول د سیاسي سازمانو او ملي دولتونو دنده ده.

که اوس ملي دولت نه لرو، نو د سیاسي سازمانونو د جوړیدو لپاره خو تر یوې اندازې زمینه مساعده ده، د دې په ځای چې هره ورځ پر خبري سرلیکونو غبرګونونه وښیو، پکار ده له خپلو نږدې فکري ملګرو سره دوامداره سیاسي بحثونو او دیالوګونو ته زمینه برابره کړو. داسی دیالوګ چې روښانه پایلې ولري او ورو ورو به د سیاسي شبکو او ایډیولوژیکو سازمانونو بنسټ او اساس وګرځي. داسی سازمانونه چې بهرني بودجې ونلري او مستقل وي. که خپلواک و نه اوسو موږ به د افرادو په توګه د مامورینو د ستاینو او غندلو په ګرداب کې له منځه لاړ شو. موږ نه یوازې د خپل لنډ تاریخ څخه د خپلو روایتونو په جوړولو کې استفاده کولای شو، بلکې د ځان په څیر په نړۍ کې د نورو محکومو ملتونو لکه کوردانو، فلسطینیانو، بلوڅانو او … د سیاسي تاریخ په لوستو خپل ملي فکري اساس او روایت غښتلی کولای شو.

دا ډیر لومړني خو حیاتي ګامونه دي، چې د هیواد د ملي سیاسي بهیر لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي، او کیدای شي د ۱۳۶۷ په څير د بلې غمیزې د تکرار مخنیوی وکړي. باید له احساساتي غبرګونونو تېر شو او پر ژوره سیاسي پوهه تمرکز وکړو، هغه پوهه چې د سیمې او نړۍ د سیاستونو ماهیت وپېژني او هیواد کې د باثباته سیاسي بهیر پېل تضمین کړي.

8 COMMENTS

  1. منلی او ښاغلی فضلی صاحب السلام علیکم. دغې لیکنې دې ستا په هکله د هغو له حده زیاتو افراطی تبلیغاتو اثر زایل کړ، چې آن زه یې شک کې اچولی وم، موږ د جلال اباد جنګ ځکه و ګاټه چې متحد او یو موټی وو. موږ ټولو یو شعار درلود(سرورکوو، سنګر نه ورکوو) او په میړانه مو تر اخره د دښمن په وړاندې میړنی مقاومت وکړ. خو متاسفانه د شل کلن جمهوریت په مهال اتحاد نه و، بلکې خیانتونه وو. دښمن د جلال اباد له ناکامی تجربه اخیستی وه، د سیاسیونو، قومونو ، سیمو او ژبو ترمنځ یی نفاق رامنځته او انجیو ګانو د خپلو مامورینو(ستاسو په اسصلاح ) په واسطه پراخ فساد خپور کړ. جمهوریت فساد او بی اتفاقی وپرځاو. که د جلال اباد د جنګ په شان یی متحد او پاک سپین سپیحلي او د واحد افغانستان ته ژمن سربازان لرلای جمهوریت او د هغه لاسته راوړنې ناکامی سره نه مخامخ کېدې. هېره دې نه وي چې(مامویرن) اوس هم آرام ندی ناست !!

  2. له کمونستو مشرانو کرکه لرم ددوی د تورې سابقې په علت، خو د جلال آباد جګړه د ټولې نړۍ دترهګرو حشرګړو په وړاندې له افغانستانه ددفاع حماسه ده، چې افغان پوځ ترسره کړه.
    هغه وخت يو روسي پوځي هم افغانستان کې پاته نه و، خو جنرال حمیدګل خپل ګلټيران اسامي ګلبدين، عبدرسول سیاف ملا خالص او…په جلال آباد وشکيرل او دوی هم په خپله موروطن وختل.
    مګر څومره بی نمکه خاوره ده زموږ، چې دا مادرزناګان اوس هم ډېرو ته مقدس ښکاري.
    او،
    “دابچي که ستا بچي وي، تف لعنت دې په داهسې زيږېدو شه”.

  3. مننه ، فضلي صاحب چې د افغانستان د وخت د پیاوړي او ملي پوځ د حقیقتونو په هکله مو لیکلي دي . رښتیا هم افغان ملي پوځ په دې حماسې کې قهرماني وکړه ، د سلګونو شهیدانو په ورکولو سره افغان ملي او اسلامي پوځ د ترهګرو ، اشرارو ، وطن خرڅوونکو او د پردیو مزدورانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ . جلال آباد خپلواک او د خپل مورني وطن په غېږ کې پاته شو.
    د پنجابیو دا شعار چې « جهاد افغانستان ، دفاع پنجاب » دلته ناکام شو.
    لعنت دې وي پر کمونستو ، اشرارو د پنجاب پر مزدورانو او وطن خرڅوونکو او د ګران وطن رنګارنګ دښمنانو!

  4. البته د جلال آباد جګړه به هله یوه ډراماټیکه پیښه نه وای او هله به ددې جګړې ویاړ! یوه کُمیډی نه ګڼل کیدای چی کله څو کلونه وروسته همهغه مدافعین بیرته همهغو حمله کوونکو ته نه وای تسلیم شوی.
    بله دا چی:
    د جلال آباد د جګړی مقائسه د غزې د فاجعی سره عاقلانه او واقع بینانه نه ښکاری.
    د غزې فاجعه د متمدن بشریت پر تندی تور داغ دی او بس.

  5. سلامونه، ډاکټرصاحب فضلي ښه تاریخی لیکنه کړیده؛ خو
    د ډیرو دنیاوالو په آند ، نړۍ کښې ۲ د کانسر دانې دولتونه پر ولسونو تپل سوي:پوکستان او ازراییل!! چې له دواړو نه دیني او ملیتی سوء استفاده یا بده ګټه پورته کیږي.
    دجلال آباد او غزې جګړې که څه هم له جګړه ایزو اساساتو له پلوه ورته والی لری مګر توپیرونه هم لري:
    جلال آباد د آزاد ډیموکراتیک جمهوریت ستر ښار و او دی؛ او افغانستان یو پوه، متجرب، سرقوماندان او جمهور ریس (شهید ډ.نجیب اله ) درلوده چې پخپله یی د جګړې قمانده کی برخه اخیستی وه او جلال آباد کې و؛البته چې خان و په یاران و او هیواد مو منظم فوځ او دولت درلود؛ دا چې ځینو ستون پنجم بیا وروسته د نجیب پرزولو خیانت وکړ بیل بحث..
    د غزې تړانګه د اشغال شوي فلسطین یوه وړه برخه ده او نه کوم سم دولت لري نه پوځ حکومت؛ ۲۰۰ ملیونه اعرابو هم مخه غربیانو ته اړولې او شا ،بیت المقدس ته!!؛هماث او نوری نیابتی ډلو هم داسی ۹/۱۱ کانه وکړه چې اسرایلو همدا بهانه نیولی؛ محمود عباس هم په کږه خوله نکټایی تړلی ده!!!.
    بل دا چې عربان ډیر بیکاره ،لټ او عییاش دي ؛ غزه والو باندې ټولې لارې بندې دي …
    آخري خبره ؛ افغانستان د امپراطوریو هدیره ده ،پنجابستین او فارسستین او کولابیان به کیا د مینځو مینزې وې ې؟؟؟

  6. د جلال آباد دفاع د افغان پوځ له خوا کمیدی نه ، بلکې واقعا اتلولي وه .
    افغان ملي پوځ کې د هېواد ټول اتباع حتی افغان هندوان هم شامل و.
    د کمونستانو خیانت د دولت په مشرتابه کې د دې سبب شو ، چې دولت سقوط وکړي او په دولت کې شامل کمونست رهبران لکه علوميان ، نجم الدین ، وکیل ، فرید مرده ، محمود بریالی ، عبدالرشید دوستم ، جنرال مومن او جنرال خدایداد له جمعیت اسلامي ، وحدت اسلامي ، جنبش اسلامي ، حرکت محسني او شورای نظار سره ائتلاف وکړ. دغو منافقو او مزدورو اجیرانو ملي اردو د قدرت په اوله ورځ له پنجاب سره د امضا شوي پروتوکول په اساس منحل او وسلې یې د جنرال حمیدګل په امر او د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ ټولې پنجاب ته وسپارل شوې .

  7. رښتیا هم تاریخ ، دروس او عبر لری ،د قرآنکریم تاریخی قصص هم د درسونو او عبرتونو ډک دی ،خو مع الاسف جاهلی تعصباتو ،تنظیمی او ګروهی منفی رقابتونو او د ښه قیادت نه شتون د ملی ګټو سر یی وخوړ .
    د افغانستان د ملت تاریخی جهاد او د پاکو وینو ثمر د جهاد غلو ، قومندان،انجو ګانو ، نفاق او جهالت په ګډه تباه کړ.
    بیا هم بد بختانه ،نه یواځی د مکتب هلکانو حتی لیډرانو او جهادی پروفیسرانو هم محاصری ، عام قتلونه ،میلیونی شهدا او د ټول افغانستان ورانیدل هیر کړل او په محاصره د ارګ مصروف شول چي اوس یی هم ډیر بد او جاهلی شکل ته سقوط کړی چي انسانیت شرموی.
    د غزی د جنایاتو توپیرونه محترم ډاکتر صاحب صافی ښه بیان کړی او په یوه جمله کی د غزی مظلومیت او محاصره په نړۍ کی د انسانیت د سقوط نه کم ارذلیت ندی.
    د ملت قربانی ،شهامت او افتخارات، په نامه سیاسی متفرقو مشرانو تباه کړی او د ګوتو په شمیر خلک دی ،نو بیا دی متفرق ، غیر مرصوص او خود پسندو ته مراجعه لیونتوب دی .
    موږ مکمل نظام حیات لرو او قاطع اکثریت د ملت ورباندی ایمان لری او هدایت ورکوی چي:
    فان تنازعتم فی شی فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الآخر…..
    هر څه واضح او کامل دی او همدا مستقل او غیر وابسته لار ده ،له حزبی،قومی او جاهلی تعصباتو پاکه ،نور څه غواړی؟
    یواځې لنګۍ، وړۍ او نکتایی مشکل نشی حلولی ، او هره ډله او قوم ځانته غوښتنی او هوی لری بیا ځان نه پرې چیچو.

  8. فضلي صېب سلامونه او نېکې هیلې!
    خورا ښکلی او ښاېسته سپړنه مو کړې ده، د جلال اباد ښادنامه هستونکې ساتنه نه ېوازې چې د افغان ملت مېړانه وه بلکه د هېواد ژمن ملت او پیاوړي وسله وال پوځ نړۍ ته ښکاره کړه چې د خپلواکۍ ساتل له افغانان زده کیږي. همداسې دې حماسه جوړونکي پوځ نړۍ ته وښوده چې افغان په پوځي جګړه نه ماتېږي، نو نړۍ د دې پوځ ماتې ته خپله تګلاره بدله کړه او دا ځل یې ملګري ملتونه عملا د افغان پوځ او هېواد ځپنې ته ورګډ کړل او په داسې توګه یې هغه پېاوړی نظام چې د ېوې پېړۍ را په دېخوا جوړ شوی و، د باور او اعتماد په فضا کې داسې مات کړ چې اوس یې په بېرته جوړېدو هغه د ملګرو ملتونو ماتونکي هم نه پوهیږي. په دې ترتیب سره ملګرو ملتونو او نړۍ زبېښوونکو قدرتونو هغه سپېڅلی سوله ساتی ځواک پرته له جنګه له د خپلو لاسپوڅو په مرسته ملغا او له منځه یوږ.
    په هر صورت، هره سیاسي پوهه چې د ماتو په ترڅ کې کوټلې او پخه شي، سیاسیون ترې عبرت واخلي، په خپلو ماتو فکر وشي، نېمګړتیاوې راټولې شي او د ملت، سیاسي ګوندونو او ملي شخصیتونو په پام کې نیولو سره د راتلونکې لپاره لارنخجه او ستراتېجي شي او بیا پرې عمل وشي نو دا پخه خبره ده.
    ستاسو شننه مې خوښه شوه، خو کاش چې پخوا په دې فکر شوی وای، هغه کادرونه چې لږ تر لږه یې د وطن درد خپل درد ګڼلی، له خپله جیبه ورته د ملت جیب قدرمن ښکارې دی او د چور او چپاول په ناروغۍ نه وای اخته راټول کړي وای نو نننۍ ستونزه به نه وه. تاسو خپله هم دې ټکې ته اشاره کړې ده چې د وطن سره ېوې ژمنې ته باید کار وشي، غوره خبره ده او همدا ټکي چې تاسو ورته ګوته نیولې ده که د ېو ډاډمن تعهد په ترڅ کې په ستراتېجیکو کلمو واوړي، فزیکي وجود ولري او د پخوا په شان (لوټه کېږده او تېر شه) نه وي نو بیا خو پر ځای ګام دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...