هو، شته داسې حکومتونه چې پر ولس د نرمۍ، تفاهم او مشارکت پر ځای، د زور، جبر او وېرې له لارې واک چلوي. دا ډول زورواکي نظامونه (Totalitarian Regimes) د ولس سره د ظلم او استبداد له امله پېژندل کېږي. په تاریخ کې یې هم لولو چې واکمنو د خلکو غږ ته غوږ نه دی نیولی، بلکې د ولس مشروع غوښتنې یې په قهر او تاوتریخوالي ځپلې دي.
خو پوښتنه دا ده: سره له دې چې دا ډول حکومتونه ځواک، امکانات او واک لري، ولې له ولس سره نرم چلندنه کوي؟ ولې د جبر لار غوره کوي؟ زما په اند څو مهم لاملونه یې دادي :
۱. شخصي ګټې او واک ته لېوالتیا
په زورواکو نظامونو کې مشران هڅه کوي چې واک د خپلې شخصي ګټې لپاره وساتي، نه د ولس د ښېرازۍ او ښېګڼې لپاره. انډیوالانو او خپلوانو ته د واک واګې ورکوي او د وسيلې په سترګه ورته ګوري، څو خپلې اقتصادي، سیاسي یا کورنۍ ګټې خوندي کړي. دا ډول مشران نرمښت کمزوري ګڼي، ځکه فکر کوي که د ولس غوښتنو ته غاړه کیږدي، نو خپل تسلط له لاسه ورکوي.
۲. د انتقاد وېره او د مشروعیت نشتوالی
هغه واکمنان چې د ولس له نیوکو، رسنیو یا له مدني ټولنو وېره لري، ډېر وخت د نرمښت پر ځای سرزورۍ ته مخه کوي. د خلکو د نه ملاتړ له امله یې، مشروعیت کمزوری وي او د ولس د نیوکو زغم نلري، ډیری چارې په بد اخلاقۍ او بې ادبۍ سرته رسوي .
۳. سیاسي فشارونه او داخلي/بهرني ګواښونه
ځینې وخت چارواکي له داسې داخلي یا بهرني فشار سره مخ وي چې هغوی اړ باسي له ولس سره د زور پر بنسټ چلند وکړي. د سیاسي، قدرتمندو ډلو له خوا فشار، یا د بهرنیو ملاتړو د ملاتړ د دوام لپاره، ټولنیز نظم له سختو لارو ساتي، څو خپل مقام او ملاتړي له لاسه ورنکړي.
۴. کلتوري دودونه او تاریخي شالید
په ځینو ټولنو کې زور، استبداد او اطاعت د دود، تاریخ او تعلیم برخه ګرځېدلي. کله ناکله نه یوازې مشران، بلکې ولس هم د جبر پر وړاندې حساسیت نه ښيي. دا دودیز تفکر چې “قوي واکمن غوره دی، ولو که ظالم وي”، د نرمښت فرهنګ ته زیان رسوي.
۵. کمزوری مشرتوب او د رهبرۍ بې وسي
د مشرتابه ضعف یو مهم عامل دی. هغه مشران چې د مدیریت، ستراتیژیک لید، ولسي پوهه او د کړکېچونو د حل مهارت نه لري، ډېر ژر د زور له لارې ستونزې کنټرولوي. دوی پر خپله واکمني باور نه لري، او د ولس سره د باور پر بنسټ اړیکه نشي جوړولی، نو له وېرې، جبر او سانسور نه کار اخلي .
پایله دا ده چې:
حکومت کول یوازې د نظم راوستل نه دي، بلکې د ولس د باور، ګډون، حقونو او درناوي ساتلو ژمنتیا هم ده. ځواک او مسؤلیت باید د وېرې او جبر لپاره نه، بلکې د ولس د سوکالۍ، عدالت او پرمختګ لپاره وکارول شي. بریالی مشرتوب هغه دی چې له ولس سره د باور، تفاهم او درناوي پر بنسټ اړیکه جوړه کړي . کله چې خلک وويني چې درناوی ورته کېږي، غوښتنې یې اورېدل کېږي او د بدلون برخه دي، نو د قانون او د وطن د ماتولو هڅه نه کوي او بیا دا سندره زمزمه کوي چې،
وطن جنت نښان دی ګلان پکې کرمه
_______________پای ___________________
یادونه:
*Totalitarian Regime: دا ډول نظامونه مطلق واک لري. حکومت د خلکو شخصي ژوند، افکار، رسنۍ، تعلیم، اقتصاد او نور ټول اړخونه سخت کنټرولوي. دوی د مخالفت هېڅ بڼه نه زغمي، او د ټولنیز نظم ساتنه د زور له لارې کوي.