(اتمه برخه)
تر څو کلونو مخکې په اقتصاد کی په څلورو عواملو ډېر حساب کېد: زمکه، کار، پانګه او مُدیریت. ریښتیا ده چې دا مهم دي، خو نوې نظریه وایی چې: (نوي شغلونه جوړول لا مهم دي)!
شغلونه ایجادول د نوښتګرو فکرونو محصول وي. د نویو شغلونو د جوړولو شعار د لویو سیاستوالو بریالیتوب ډاډمن کړی دی. زموږ او تاسو په یاد دي چې اوباما داسې وخت ولسمشرۍ ته کاندید شو، چې د متحده ایالاتو اقتصاد کې ژور بحران پېښ شوی و. ده ټاکنیزو کمپاینو کې خلکو ته د زرونویو شغلونو د ایجاد وعده ورکړه. همدغې خبرې او ژمنې د ده دبریالیتوب چانس لوړکړ. څوورځې مخکې ښاغلی ټرمپ عربی هیوادو ته سفر وکړ، څو قراردادونه یې لاسلیک کړل. امریکا ته تر ستنېدو سره سم یې وویل چې د دغو قراردادونو په لاسلیک به میلیون نوي شغلونه جوړ کړای شو!
خلکو د ده د دې کار زښته ډېره ستاینه وکړه. اقتصاد ښه کول یعنې شغلونه جوړول. هغه څه چې افغانستان یې تر نورو ټولو هېوادو زیات امکان لري، خو زموږ ستونزه داده چې نوښتګر نه یاستو او ژور فکر نه کوو. دغې خبره کې لویه فلسفه ده چې قرآن عظیم الشان یو ساعت فکر کول له ساعتونو عبادت څخه غوره بللي دی. زیات شمیر ایات شته چې فکر کولو باندې یې ټینګار کړی دی.
پرمختللو هیوادو ( Think tank) یعنی د فکراتاقونه جوړ کړي دي. په دغو اتاقونو کې نوې حللارې او نوښتونه رامنځته او د اقتصاد دښه کولو په نویو طریقو فکرکیږي.
نوښتونه(innovation)، ابداعات، نوي فرمولنه، اختراع ( په تېره اقتصادی اوعلمي ابداعات) د پرمختيا کليدي ضرورت دى. په اقتصاد کې اختراع او ابداع بازار ته د نويو شغلونو، اجناسو او خدماتو وړاندې کول اويا د هغو طرز دى، چې د هغو لپاره فکر، نوښت اوڅېړنه ضروري ده. اختراعات د اقتصادي پرمختيا او د ودې مهمه سرچينه او د مولديت د اوچتولو وسيله ده. په اختراعاتو سره بازارونه پراخېږي او د يوه اقتصاد دننني امکانات پرکار لوېږي. اختراع، نوښت او ابداعي فکر کتابونو کې ده، نوې تکنالوژۍ راسره مرسته کوي، پریمانه پیسې، هوساینه او راحت یې پایله ده.
افغانستان تر بل هر هېواد د نویو شغلونو او نوښتونو زیات امکانات لري. موږ سلګونه داسې منابع لرو چې لاس مو لا ندی وروړی. نورهېوادونه ډېرو برخو کې د(اشباع) حد ته رسیدلي دي، حال دا چې موږ هر ګام کې (بکرو) منابعو، نویو ساحو او امکاناتو سره مخ کیږو. نو دا چې نورو هیوادو کې د زرګونو او میلیون نویو شغلونو خبره کیږي، موږ خو سلګونه شغلونه په منډه ایجادولای شو، خو فکر او اختراع(innovation )ته اړتیا ده.
سلام
ستا لیکنه بشپړه معلومات دی ډیر سم ټکی دی .
دمدیریت کیفیت، معیارونه، ماهر کار فرما او پرسونل، وسایل او ابزار،مالی تامین، انتخاب او کاری ستراتیژی.مناسبه مالی برخه، تبلیغات او د محصول سمپل هغه څه چې په یوه ټولنه کې ژر بدلون راوستلی شی .
له بده مرغه موږ وروسته له څلورو کلو نه داصلاحاتو، ملی ګټو، دزعامت په ترکیب او کچه ،اعتماد سازی او حکومتولی خبرې کوو! یو نظام دنظام په سطحه تعریف لری . وایی: العمل العمل ظل اسلام.
منلی او ښاغلی ورور ع. شریف زاد صاحب السلام علیکم.
ستاسو له ډېرې رهنمودي او معلوماتی لیکنې مننه. څه چې تاسو فرمایلي دي، دټولنې له ارتقا او پرمختګ سره مرسته کوي. تاسو په لنډو ټکیو کې یوه لویه مانا رانغښتې ده، زه یې ژور سوچ ته اړ کړم.