چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاند دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاند دودیال

(اوومه برخه)

دوه ګونى اقتصاد Dualistic Economy او (MSGs)

دا واقعیت دی چې پرمختللی او وروسته پاتې اقتصاد(هیوادونه) د نړۍ په کچه شته. هغه وخت چې ملګرو ملتونو دزریزی اهداف (۲۰۰-۲۰۱۵) تطبیق او بیا یی تر ۲۰۳۰ پورې د( MSGs) اهداف وښودل، ټولو دا ومنله چې د پرمختللو او وروسته پاتې هیوادونو ترمنځ واټن ډېر زیات دی، باید دغه واټن کم کړای شي. دې برخه کې د پرمختیایی اقتصاد تیوري موږ ته لارښوونه کوي.

د پرمختیایی اقتصاد په اړه ډېر نظریات ورکړل شوي دي. په دې ټولو کې چې د پام وړ دي( یا  د دې قلم دپام وړ ګرځیدلي)، درې تنو څخه یادونه کوو:

M.P.Todaro یو له دغو دریو تنو څخه دی، چې همدا اوس یې نوی خپور شوی کتاب وژباړل شو او ډېر ژر به انلاین او په هارد(کاغذی) بڼه د ځوانانو او هیوادالو په واک کې وي.

Prof. Todaro په ۱۹۴۲ م. کې نړۍ ته سترګې پرانیستی دي، له Yale Universityڅخه یې PhDترلاسه او د امریکا متحده ایالاتو او اته کاله یې افریقایی هیوادوکی څو ادارو کې کار کړی اوهمدارنکه یې د امریکا نامتو پوهنتونو کې تدریس کړی دی. تراوسه یې اته کتابونه او پنځوس  علمی مقالې نشر شوي دي. نوموړي د امریکا اقتصاد ته بیا کتنه، مهاجرتونو اود استخدام په اړه ښه نظریات ورکړي دي. په دې کې یې د پرمختیایی هیوادو ناوړه وضعیت، لوږه، بیسوادی، ناروغی، بیوزلی  او نورو بدمرغیو ته اشاره کړې، خو په لیکنو کی یې یو څه غرور او د وروسته پاتې هیوادو حالت ته یوڅه سپکه کتنه ښکاري. ده غُربت په واقعی مانا افریقا کې لیدلی دی.

دویم نامتو پروفیسور، هندی نامتو څیړونکی او مولف M.L.Jhingan دی. جهنګان هندوستان کې ژوند کړی، د ولسونو له حال څخه له نږدې خبر دی، متواضع او ولس ته خوږ پروفیسور دی. د ده د نامتو اثر( The Economics of Development & Planning) دیرشم ادیشن می شپږکاله مخکې کله چې ډیلي کې وم، ترلاسه کړ. د پروفیسر جهنګان تحلیل ډېر ژور، خو اسانه د پوهیدو وړ دی. دکتاب ډېره برخه یې زموږد پوهنتنونو د اقتصاد د پوهنځیو د لسانس دورې نصاب سره ښه جوړاو زموږ ځوانانو ته اسانه د پوهېدو وړ او موږ ته یو ضروری اثر دی. دغه نامتو استاد د Public Finance, International Trade, Macroeconomics Theory, Banking & Money, کتابونه هم تالیف کړي دي، چې همدا اوس تدریس کیږي.

درېیم نامتو عالم، زبردست څیړونکی او لیکوال او نوبلست اقتصاد پوه ښاغلی امارتیا سین دی.

Amartya Sen ډیر علمی کارونه په انګلستان او د امریکا متحده ایالاتو کی کړي اودکمبریج او لومنت پوهننتونو کې یې تدریس کړی دی. اوس دHarvard University استاد دی.  نوموړی په ریښتنې مانا د پرمختیایی هیوادو او وروسته ساتل شویو، بیوزله هیوادو د ولسونو دوست دی. د یو مُشفق مشر په توګه یې وروسته پاتې هیوادو ته لارښوونې ډېرې ګټورې دي. هغه دنیوکلونیالیزم مخالف او د غُربت دښمن او د عدالت او نیاو آرمانجن دی.

د نړۍ په کچه د دوه ډوله اقتصاد ترڅنګ؛ د یو بیوزله او وروسته پاتې هیواد دننه دوه ګونی اقتصاد دلازیات پام وړ دی چې م.ال. جهنګان په مثالونو سره ښودلی دی:

دوه ګونی اقتصاد Dualistic Economy په پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادو کې د ښارونو او کليو ترمنځ د ژوند د کچې ډېر توپير ته ويل کیږي . په دغه ډول هېوادونو کې معمولاً په ښارونو کې څه نا څه پرمختللى خدمات لکه برېښنا، تيلېفون ، ترانسپورت ، عامه روغتيا او ښوونه او روزنه موجوده وي، خو په کليو کې لا هم يو عنعنوي او وروسته پاتې سکتور په خپل حال پاتې وي.

دا توپیر د دې لامل کیږي چې کلتوری کچه هم ډېر تو پیر ولري. زموږ د تېرو حکومتونو تېروتنه دا وه چې اکثریت خدمات او پروژې یې یواځې مرکز(کابل) کې متمرکز کړې وې. د مرکز د خلکو تعلیم، اقتصاد، کلتوري چلند او د ژوند ډیر نور اړخونه د کلیو تر خلکوتوپیر درلود، حال دا چې کلیو کې هم ډېر اوچت استعدادونه و چې باید روزل شوی وای.

په ترکیه کې استانبول تر انقرې د ډېر نفوس او ډیرو غوره خدماتو، پوهنتونو، ادارو، موسساتو، موزیمونو او نور لرونکی دی، هندوستان کې ممبی، مالستان اونور ایالتونه تر ډېلی کم نه دي، المان کې برلین پلازمینه ده، خو بُن صنعتی ښار، ایسین د علمی مراکزو له پلوه بډای او داسی نور هر ایالت ته پام شته. افغانستان کې به چی یوولایت کی نامتو لیکوال، طبیب، دانشمند یا مخور وپېژندل شو، فوراً به کابل(مرکز) ته راوستل شو، په دې توګه ولایتونو ته د ګروم لامل کېدل. مرکز له کلتوری پلوه پرمخ ولاړ او ولایتونو سره  یې توپیر زیات شو. له دې پرته ولایتونو کې هم همدا ستونزه وه، ښارونه تر ولسوالیو او کلیو په نسبی ډول ښه حالت کی وو، ښوونځی او روغتون  او برېښنا یې لرله، مجلی او اخبارونه یې لرل، خو کلی له دې ټولو محروم وو، بالمقابل ښاری وګړي کلیوالو ته په سپک نظر ګوري او آن دا چې بشری کرامت ته یې ارزښت نه ورکوي. دغه دوه ګونیتوب د ټولنیز عادي روال خنډ کیدای شي. دوه ګونیتوب له اقتصادی او زیربنایی مسایلو پیل او ترسیاسی او فرهنګی ژورو پورې رسیږي. افغانستان (MDGs) لاسلیک کړی و، باید تر ۲۰۱۵م. یې ډېر کار کړی وای، خو تېر متفرق او ناکام حکومت لازمه توجه ونه کړه، زښت زیات فرصتونه له لاسه ووتل. اوس چې لله الحمد مُفسدین ورک او امنیت ټینګ شو، ضرور ده چې کلیو او ښارونو کې عمرانی چارې ګړندۍ کړو. نه هیروو چې د(MSGs) مقاصد تر ډېره کلیو کې د اجرا او تطبیق غوښتنه کوي. راځئ چې د (MSGs) مقاصد د ټول هېواد سراسر کې مساویانه تطبیق کړو. تر ۲۰۳۰م. کال لږ فرصت لرو، مخکې مو هم ویلي و چې نړۍ د چینایی ترن په اندازه (چې یوساعت کې زرکلیومتره !) لار وهې، ګړندۍ پرمخ روانه ده، موږ لا دکیشپ په ګام مزل کوو.

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاند دودیال – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...