چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ ویندوی وايي، نه هند امریکا ده او نه...

د پاکستان د پوځ ویندوی وايي، نه هند امریکا ده او نه پاکستان افغانستان

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۳۰ ) د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند د سیمې په چارو کې د هند برلاسي رد کړه او څرګنده یې کړه چې اسلام‌اباد به هېڅکله د سیمې د روانو کړکېچونو په ترڅ کې د هند اقداماتو ته سر ټیټ نه کړي.

د ترکیې له خبري آژانس سره په مرکه کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر (ISPR)، ډګرجنرال احمد شریف چودري، له نورو نړیوالو شخړو سره د پاکستان د جیوپولیتیک وضعیت پرتلنه بې‌ځایه وبلله، ویې ‌ویل: «هند امریکا نه ده، او پاکستان افغانستان نه دی. هند اسراییل نه دی، او پاکستان فلسطین نه دی. موږ نه شو ګواښل کېدای، نه هم بېرول کېدای شو. هرڅومره ژر چې دا واقعیت درک شي، هغومره د جنوبي آسیا لپاره د سولې امکان ډېرېږي.»

جنرال شریف وویل، د اوربند غوښتنه لع دیپلوماتیکو لارو له لارې شوې وه؛ “موږ سولې او ثبات ته ژمن یوو، همدا وجه ده چې مثبت غبرګون مو وښود.»

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر پر نوي ډېلي نیوکه وکړه چې مذهبي اقلیتونه یې په نښه کړي، چې له امله یې تاوتریخوالی او کورنۍ ګډوډي زیاتېږي.

هند د پهلګام له حملې وروسته په پاکستان کې د لشکرطیبه، حزب المجاهدین او نورو سختدریځو ډلو، چې په هندي کشمیر کې بریدونه کوي، ځایونه بمباري کړل.

 د پاکستان د پوځ ویندوی ټینګار وکړ چې پاکستان یو سولې‌غوښتونکی هېواد دی او نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول مسؤول ځواکونه، د پاکستان زغم درک کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند همداراز هند تورن کړ چې د پاکستان دننه ترهګرۍ ته وده ورکوي، او یادونه یې وکړه چې په جهلم کې یو ترهګر نیول شوی چې له هندي استخباراتو سره یې تړاو درلود. نوموړي ادعا وکړه چې هند د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل دی، ځکه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان د پوځ ویندوی تر دې پخوا پر هند د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ملاتړ تور پورې کاوه، خو په تازه څرګندونو کې یې، چې د ترکیې له خبري اژانس سره کړي، د بلوچو بیلتون غوښتونکو یادونه نه ده کړې او پر خای یې د ټي ټي پي نوم یاد کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...