چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهنړیوال بانک وايي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې افغانستان...

نړیوال بانک وايي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې افغانستان ته تر ۲ میلیارد ډالره زیاته مرسته کړې

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د نړېوال بانک رئيس، فارس حداد زیروس، د اروپا ‌د بشري مرستو په غونډه کې ویلي چې یاد بانک له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه له افغانستان سره ۲.۲ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له لارې برابرې شوې دي او د افغانستان د خلکو ۷۰ سلنه برخه یې تر پوښښ لاندې راوستې ده.

ښاغلي زیروس وویل، ملګري ملتونه له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د څو میاشتو لپاره له افغانستان څخه ووتل، خو بیا بېرته راستانه شول.

ده څرګنده کړه چې نړېوال بانک په افغانستان کې له نړیوالو غیردولتي بنسټونو او مدني ټولنو سره کار کوي، په ځانګړي ډول د ښځو پر وضعیت تمرکز لري، تر څو د افغانانو بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.

د نړېوال بانک رییس وویل، چې بانک هڅه کوي خپلې مرستې د «اصول‌محوره» لیدلوري پر بنسټ تنظیم کړي، خو د افغانستان د اوسني وضعیت له امله دغه لیدلوری ورځ تر بلې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د هغه په وینا، دغه تګلاره له دې امله ستونزمنه ده، چې د مرستو ارزونه د ښځو د ګډون او د ښځو لپاره د خدماتو د شتون له مخې ترسره کېږي.

 زیروس وضاحت ورکړ چې د طالبانو قوانین، په ځانګړې توګه د امر بالمعروف قانون، د ښځو غږ، فعالیت او مشارکت په بیلابیلو بڼو محدودوي.

د نړېوال بانک ریيس وویل، بانک هڅه کوي داسې لارې ومومي چې د خدماتو د دوام امکان برابر کړي، څو له روانو شرایطو سره د تطابق لپاره تعامل ته لاره پیدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...