یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+دوه مخې | لیکوال: انتوان چیخوف

دوه مخې | لیکوال: انتوان چیخوف

(اصلي عنوان: څو رنګه سرمښکۍ –  Chameleon)

ژباړه: مامون چخانسوري

د پولیس آمر، اچمیلوف، نوی بالاپوش اغوستی، یوه دوسیه تر بغل لاندې نیولې، د چوک بازار څخه تیریږي، او  تر شا يې یو عسکر د ضبط سوي توتانو ډک سبد په لاس کې روان دی. شاوخوا چوپه چوپتیا ده. په چوک کې هیڅ بینادم نه لیدل کیږي… د دوکانو او میکدو خلاصې دروازې، لکه وږي خولې، د خدای دې بی‌روزګارۍ ته اندیښمن دي؛ دوي ته نیږدې یو سوالګر لا نه تر سترګو کیږي.

اچمیلوف دفعتاً یو غږ اوري، «غاښ لګوی؟ وحشي ځناوره!». «هلئ هلکانو، مه يې پریږدی چې ولاړ سي! هغه ورځي تیري سوی، اوس داړل منع دي! راګیر يې کړی! هله…اه!»

هماغه شیبه د یوه سپي انګولاوي هم تر غوږو راځي. اچمیلوف د غږ خواته ګوري  او یو سپی ویني چې په دریو پښو  وارخطا ګوډ ګوډ خو چابک د پیچوګین د لرګو ګدام څخه وځي او غواړي وتښتي. یو کس چې شخ نخي کمیس يې پر تن او د واسکټ تڼې يې خلاصي دي، د سپي پسې دی. سړی هغسې په منډه ځان مخ ته کږوي او پر ځمکه ځان غورځوي، سپی د شا دوو پښو څخه ټینګ نیسي. یو ځل بیا د سپي انګولا/غپا او د خلکو نارې اوریدل کیږي، «ایله يې نه کې!» د دوکانو څخه خوبجني څیرې سرونه باسي او ډیر ژر د لرګو ګدام مخ ته ګڼه‌ګوڼه جوړيږي، ته وا دا دومره خلک د آسمانه را ولویدل.

عسکر خپل آمر ته مخ اړوي او وايي، «صیب، لکه چې کومه لانجه ده…»

اچمیلوف کیڼ لور ته نیم دور خوري او د خلکو خوا ته ځي.

د ګدام دروازې څنګه، هغه سړی چې د واسکټ توکمې يې خلاصي دي ولاړ دی، راسته لاس ېې پورته نیولی او خپل په وینو لړلې ګوته خلکو ته ښيي.  د نیم نشه حالت څخه يې داسې ښکاري ته وا نارې وهي چې: «زه به درسره جوړ سم. حرمونې!» ګوندي په ویني ګوته يې د بریا پرچم دی. اچمیلوف يې دستي پیژني –  دا زرګر خریوکین دی. او مجرم، د دې ټول شورماشور لامل، یو سپین کوتری دی، چې نری وربوز او پر شا د زیړ ویښتیانو ټاپه لري. سپي لاسونه غځولي، ټول بدن يې ریژدي، او د خلکو د محاصرې په منځ کې پر ځمکه ناست دی. په اوښکنو سترګو کې يې ویره او وحشت ښکاري.

اچمیلوف د خلکو منځ کې ځان ته لار خلاصوي او پوښتنه کوي، «دا څه روان دي؟» «ته دلته څه کوې؟ ولي دي ګوته پورته نیولې…؟ چا نارې وهل؟»

خریوکین خپل موټ خولې ته نیسي، ټوخي او وايي، «صیب، زه دلته یواځي روان وم، په چا مې کار هم نه درلود. د میتري میتریچ سره مې د سون پر لرګو خبرې کول، ناڅاپه او ناکه دغه وحشي ځناور خیز کړه او زما ګوته يې په غاښ کړه… بخښنه دي وي صیب، زه یو کاریګر سړی یم… زما کار ظرافت غواړي… باید د دې تاوان واخلم، مګه کیږي چې یوه هفته خپل ګوته و نه سم ښورولای… صیب، کوم قانون یو حیوان ته اجازه ورکوي چې…؟ که هر څوک داسې وداړل سي، ښه به دا وي چې نور نو د ژوند څخه لاسونه پریوو.»

اچمیلوف ټوخي، خپل ورځي پورته کاږي او په جدي لحن وايي، «هومم، ښه، ښه. دا سپی د چا دی؟ دغسې به يې پرې نږدم! خپل سپي په کوڅو کې ایله کوي، خیریت خو دی؟ هغه جنابان چې قانون نه مراعاتوي د هغوې سره ښه کول په کار نه دي. د دې سپي خاوند به، چې هر څوک وي، داسې جریمه کم چې نور په عمر سپي او داسې چارپایان په کوڅو کې ایله نه کي. ښه سبک به ورته ورکم.» بیا خپل عسکر ته وايي، «یلدرین! وګوره دا د چا سپی دی. عریضه هم ولیکه. او سپی باید له منځه یوړل سي. دستي.  لیونی سپی ښکاري… وایم دا د چا سپی دی؟»

 د ګنې ګونې څخه یوه  غږ کړه، «ګمان کوم د جنرال ژیګالوف دی.»

«جنرال ژیګالوف، هومم… یلدرین، ته خو زما بالاپوش درسره ونیسه… څونه ګرمي سوه! ته وا باران به و وري…» بیا مخ خریوکین ته اړوي او وايي،«په یو شي مې سر نه خلاصیږي چې څنګه يې ته وداړلې؟ کله يې قد ستا تر ګوتي رسیږي. دا دونه کوچنی سپی او ته نامخدا یو غټ چار شانه سړی… ګوته به دي په کوم میخ ژوبله کړې وي، او بیا په دې فکر سوی چې راځه تاوان يې د یو چا څخه واخلم… تا غوندې دغل‌بازان ښه پیژنم!»

د خلکو څخه یو کس وايي، «صیب، خریوکین هسې په ټوکو غوښتل د سپي پر تندي سګریټ مړ کړي، سپی خو هم ملایکه نه ده، ټوپ يې کړه او ګوته يې ورڅخه په غاښ کړه. دې خو پیژنی چې هسې یو کم‌عقله سړی دی، صیب!»

خریوکین نارې وهي، «ولي درواغ وايې، چپکه! ته کله هلته وی چې اوس د ځانه ګډ يې؟ آمر صاحب هوښیار سړی دی خپله پوهیږي چې څوک درواغ وايي او څوک ریښتیا، خدای حاضر او ناظر دی… که زه درواغ وایم محاکمه مې کړي… قاضي په قانون ښه پوهیږي… هغه وختونه تیر سوه… اوس قانون ټولو ته په یوه سترګه ګوري. زما خپل ورور  د پولیس ژاندارم کې خدمت کوي.»

اچمیلوف: «بس، نارې مه وهی!»

دې وخت کې عسکر په جدي لحن او د ژور فکر کولو په انداز وايي، «نه، دا د جنرال سپی نه دی. جنرال صیب او داسې یو سپی، نه. د هغه دا ښکاري سپیان دي.»

«مطمئین يې؟»

«هو، صیب.»

اچومیلوف وايي، « زه هم پوهیږم چې د جنرال صیب سپیان قیمتي او اصیل دي. او دا سپی خو په دوو روپو هم نه ارزي! نه يې ویښته د کار دي، نه هم چنداني شکل لري… حتماً د کوم کم اصله نسل څخه دی… تسي خپله لږ فکر وکی، مګم امکان لري جنرال صیب داسې سپي په خپل کور کې وساتي؟! پوهیږی که داسې یو سپی په مسکو یا پیټرزبرګ کې ولیدل سي څه ورسره کوي؟ قانون مانون ته نه ګوري، بس د سترګو په رپ کې يې هغه دم وژني. خریوکینه غوږ سه، ته ژوبل سوی يې، د خپل دعوا څخه باید تیر نه سی… دې کسانو سره باید حساب وکو! اوس يې وخت دی چې…!»

عسکر يې چرتي و، ځان سره يې په لوړ غږ وویل، «شاید هم د جنرال وي. پر تندي خو يې نه دي لیکلي چې د چا دی… ها بله ورځ مې دغسې یو دانه د جنرال صیب په کور کې ولیدی.»

د ګڼه‌ګوڼې څخه یو غږ پورته سو، «د جنرال دی، زه يې پيژنم!»

اچمیلوف خپل عسکر ته وايي، «یلدرین، ته خو زما بالاپوش راکه، ساړه مې کیږي… څه بلا یخ سو… داسې یو کار وکه چې دا سپی د جنرال صیب کور ته بوزه، او  هلته معلومات وکه… ورته ووایه چې سپی ما پیدا کړ او د دوي حضور ته مې واستوی. په ضمن کې دا هم ورته ووایه چې دباندې يې پرې نږدي… قیمتي سپی دی، او که هر خبیث يې پر تندي سګریټ ګُل کړي، دا بی‌زبانه به فیصله سي، نازک حیوان دی… او ته بی‌شعور انسانه! کښته که لاس دي، په سر کې دي د ماغزو پر ځای واښه دي. ضرور نه ده چې خپل مرداره ګوته نندارې ته ونیسی. اصلن ته خپله ملامت يې…»

عسکر: «ها دی د جنرال صیب آشپز دیخوا ته را روان دی، د هغه څخه به پوښتنه وکو… پروخور! سلام! دلته راسه ګرانه! دې سپي ته وګوره… دا ستسي دی؟»

پروخور: «تاسو څه وایاست! موږ هیڅکله دا ډول سپیان نه لرو!»

اچمیلوف وویل، «دا خو پوښتنه نه غواړي. معلومدار چې د کوڅې سپی دی! دونه بحث و جنجال ته هم ضرورت نسته… چې دی وایي ایله سپی دی، نو حتمن ایله دی… باید له منځه ولاړ سي، خبره ختمه.»

پروخور د خپل تیرو خبرو په ادامه، «ما وویل چې دا زموږ سپی نه دی، خو د جنرال صیب د ورور دی. هغه څو ورځي مخکې راغلی دی. زموږ جنرال صیب د داسې سپیانو سره جوړ نه دی، خو ورور يې بیا شوقي دی…»

اچمیلوف په مینه‌ناکه انداز او موسکا پر خوله وايي، «ښه، دا څه وايې، یعنې د جنرال صیب ورور، ولادیمیر ایوانوویچ، تشریف راوړی؟ په خدای که اصلن زه خبر وم. دیدن ته راغلی، هه؟»

«هو، صیب.»

«ښه، ښه. زه هیڅ… حتماً د خپل ورور پسې دیغ سوی و… زه هیڅ خبر نه وم. ښه، نو دا د هغه سپی دی؟ ډیر خوشحاله سوم… ځان سره يې کور ته بوزه… بد سپی نه دی…چابک او زیرک حیوان دی. ټوپ يې کړه او د دې سړي ګوته يې په غاښ کړه! هه-هه-هه… خوارکی تر اوسه ریژدي… بی‌زبانه اوس هم چونګ‌چونګ کوي… ښایسته پاپي‌ګک دی.»

پروخور، کوتري ته نارې وهي او د سپي سره د ګدام د دروازې څخه لیري ځي. خلک پر خریوکین خاندي.

اچمیلوف، خریوکین ته د تهدید ګوته نیسي، «ته صبر وکه، زه بیا درسره جوړیږم!» بالاپوش کې ځان پیچي او د چوک د بازار څخه وځي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب