شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهایران د داعش د بریدونو په مخنیوي کې د طالبانو د استخباراتي...

ایران د داعش د بریدونو په مخنیوي کې د طالبانو د استخباراتي مرستې خبر ورکړ

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )  د ایران د پارلمان یوه غړي محمود نبویان ویلي، چې هېواد یې د طالبانو په استخباراتي مرسته د داعش د ځینو بریدونو په شنډولو بریالی شوی.

نوموړي یوې ایراني رسنۍ ته د طالبانو د استخباراتو د مرستیال له قوله ویلي، چې په وروستیو عملیاتو کې یې تر سلو پورې داعشیان وژلي.

د ایراني وکیل په وینا، داعش ډلې د ایران په مشهد کې د شاهچراغ د برید په شان د یوه بل برید پلان درلود، چې د طالبانو په استخباراتي همکارۍ یې مخنیوی شوی.

محمود نبویان دا هم ویلي، چې طالبان ترهګر نه دي او دوی سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ لېواله دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې سیمه ییز او ګاونډي هېوادونه بیا برعکس د طالبانو پر نه همکارۍ نیوکې لري او ادعا کوي، چې د افغانستان له خاورې ترهګرې ډلې د دوی خلاف کار اخلي.

طالبانو د ایراني وکیل د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته خطر پېښیدل ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب