Homeخبرونهپدرام: احمد مسعود به زر افغانستان کې موازي دولت اعلان کړي

پدرام: احمد مسعود به زر افغانستان کې موازي دولت اعلان کړي

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر عبدالطیف پدرام وایي، چې د طالبانو د امارت مخالفین به زر په افغانستان کې موازي دولت اعلان کړي.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې د دغه دولت د جوړیدو ځای افغانستان وباله او ویې ویل، چې تشکیلات به یې زر اعلان کړل شي.

پدرام دا هم ویلي، چې د طالبانو ډېری مخالفین د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په ملي جبهه کې ټول شوي او کلیشه یي سیاستوالو ته دغه جبهه کې ځای نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو د اسلامي امارت د کابینې له اعلان وروسته، ملي مقاومت بهیر هم په یوه اعلامیه کې د دوی پر وړاندې د بل دولت د جوړیدو خبر ورکړی و.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پرمهال هم افغانستان د دوی پر وړاندې بل موازي دولت درلود، چې مشري یې برهان الدین رباني کوله.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو د دولت پرځای د رباني په مشرۍ دولت په رسمیت پېژانده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...