دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیززه یو بریالی انسان یم | شمس الحق حیران  

زه یو بریالی انسان یم | شمس الحق حیران  

زه یو بریالی انسان یم. د مثبت لیدلوري لرونکی او د سترو موخو خاوند. د لوړو ارزښتونو لرونکو انسانانو ملګری او له خپلو او پردیو تېروتنو زدکړه کوونکی. موسکی وګړی، موسکا ته تږی، له خپلې وړتیا سره د متناسبو مسوولیتونو منونکی، د چارو د غوره بڼې ټاکونکی او پر خپل وخت د کارونو ترسره کوونکی.

خپلې چارې د اورنۍ لېوالتیا، ژمنتیا، لوړ احساس، او توکل د ارزښتونو پر مټ ترسره کوم. له راکړې ډېره ورکړه لرم؛ له خدای یې غواړم، پر خدای یې سپارم او له نورو مستغني یم.

شمس الحق حیران

له بې ځایه خبرو، بې ارزښته ناستې ولاړې، بې پولې ټوکو ټکالـو او ملګرتوبه ځان ساتم. خدای راکړې حافظه مې د سړک په غاړه اېښې کثافت داني نه بولم چې د ناوړو لیکنو د لوستنې، بې حیا تصویرونو د کتنې، بې مفهومه ویډیوګانو د لیدنې او د نورو وګړو د ځورونې په خاورو خځلو یې ډکه کړم. بلکې؛ د زرګر دوکان یې ګڼم او د غوره لیکنو او ګټورو متونو د لوستلو، خوږو خبرو او لیدنو کتنو ارزښتمن او قېمتي غمي پکې ساتم.

شکر مسلمان یم! هر انسان ته درناوی لرم،  پر مور مې ګران یم، د خویندو ناز وړم، د پلار امر منونکی زوی او د وروڼو پالونکی او مهربانه ورور یم. د ښوونځي او پوهنځي پر ښوونکو منلی، د ټولګیوالو تر منځ ښاغلی، د مشرانو پر وړاندې باادبه کشر او د کشرانو ترمنځ دروند مشر یم.

له کرکې کرکه لرم، مینه ناک وګړي مې خوښېږي، د لاس، ژبې او قلم خیر مې نورو ته رسېږي.

هڅاند زده کوونکی یم، ژمن ښوونکی یم، ښکلا سپړونکی شاعر یم او لیکوال. صورت مې پاک او ستره ساتم، سیرت مې روزم او په زړه کې د خدای د پاکې مینې ډېوه ساتم. بصارت مې ښه دی. خو؛  د بصیرت سترګې مې تل پرانیستې ساتم.

مثبت فکر کرم؛ مثبت عمل رېبم، مثبت عمل کرم؛ مثبت عادت رېبم، مثبت عادت کرم؛ غوره شخصیت رېبم او د غوره شخصیت په کرلو سره خپل ستر برخلیک رېبم.

د مثبتې انرژۍ سرچینه یم،  د نیکو اخلاقو نمونه یم او د الهي قدرتونو بېلګه. په مجلسونو کې یادېږم، په موسکاوو پالل کېږم او په ستاینلیکونو نازول کېږم. پر دې هر څه شکر وکاږم. خو…!

د ژوندانه یوازینۍ او ټوله سرمایه یې نه ګڼم. تر دې وړاندې ځم، پرلپسې کوښښونه کوم، هڅه او زیار کاږم او خپل روښانه سبا په خپلو لاسونو جوړوم. له ماتو زدکړه کوم، کله چې لوېږم، پورته کېږم؛ خوځېږم، نه ستړی کېږم، نه مایوسه کېږم او نه ناهیــــلی.

اوس باوري یم چې نېکمرغي مې په برخه، د ښکلي ژوند څښتن او یو بریالی انسان یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب