Homeخبرونهد نښتې له بندیدو سره سره د خرلاچۍ لار نه ده پرانیستل...

د نښتې له بندیدو سره سره د خرلاچۍ لار نه ده پرانیستل شوې

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳ مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوه مهمه لار تر پرون (چهارشنبې) پورې په پرله پسې شپږمه ورځ بنده وه، سره له دې چې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی کم شوی دی.

د خرلاچۍ لاره چې په اوسنۍ خیبرپښتونخوا صوبه کې د کورمې سیمه د افغانستان له ختيځ پکتيا ولايت سره نښلوي، د دواړو سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله تړل شوې وه.

د دې شخړې له کبله څو تنه ووژل شول، یو شمېر ټپیان شول او سلګونه نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.

د کورمې مرستیال کمیشنر ویاند د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل چې د لارې د بندېدو په دلیل نه پوهیږي خو تاییدوي چې دا لار بنده ده.  د ځايي سوداګرو د ټولنې مشر حاجي راؤد انادولو ته وويل، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه لارۍ، چې ډېر مالونه پکې بار دي ولاړ دي او د لارې د خلاصېدو اتظار باسي.

د رؤف په خبره، هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ بار وړونکې لارۍ د خرلاچي له لارې پاکستان او افغانستان ته داخلېږي. هغه زياته کړه: “موږ له یوې خوا د مال د دریدو له کبله تاوان کوو او له بلې خوا مو ځینې توکي په خوسا کېدو دي او له دې کبله مو تاوانونه میلیونو روپیو ته رسیدلي دي.”

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې عمومي منشي مقتسید احسن ورته نظر لري او وايي چې د پولو تړل په دواړو هیوادونو کې د سوداګرۍ او سوداګرو لپاره لوی تاوان اړوي.

 احسن انادولو ته وویل: “د لارې د بندېدو له کبله سوداګریز فعالیتونه اغیزمن شوي، او دا ډیری وختونه د دواړو خواوو سوداګرو ته ډیر زیان رسوي.»

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په وینا، په ۲۰۱۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو په ۲۰۲۲-۲۳ کې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او اوس به یوازې ۱.۸ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګري د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د تړون له مخې ترسره کېږي، چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی و. پاکستان او افغانستان د رسمي تګ راتګ او سوداګرۍ ۱۸ لارې لري، چې تر ټولو بوختې یې تورخم او چمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...