یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهافغانستان د معاصر تاریخ په رڼا کې کتاب ته یوه کتنه

افغانستان د معاصر تاریخ په رڼا کې کتاب ته یوه کتنه

ډاکټر خسرو سنګروال

د انساني تاریخ په اړه شته آثار، کتابونه او روایتونه په عمومي توګه له دوه ډوله سرچینو نه تر کتابتون او لوستونکي پورې رسېږي.

۱-  لومړی هغه سرچینې دي چې په لیکلې بڼه تر تاریخ لیکونکي پورې نه دي رسېدلې، او له تېرو زمانو نه راپاتې شوي توکي، لاسوندونه، ډبرلیکونه، جسدونه، او کنډوالې د ارکیولوجستانو او نورو ساینسپوهانو له خوا پلټل شوي، لوستل شوي، او څېړل شوي، او د طبي، رادیولوژیکي، او جنتیکي پوهو په مټ ترې نه پراخ مالومات رابرسېره شوي دي، او بیا د همدغو مالوماتو پر بنسټ یو تاریخي پېر، تاریخي ټولواکمنۍ، او تاریخي شخصیتونو ته کیسې او تاریخي روایتونه لیکل شوي دي.  د تاریخي مالوماتو دا سرچینه تر ټولو دقیقه، د باور وړ، او بې پرې بلل کېږي، ځکه چې یوازې د ساینسي او لابراتواري څېړنو پرمټ ولاړې وي، او هروخت یې بې پرې آزمونه او جاجنه کېدای شي.

 د ساینسي او لابراتواري څېړنو پر بنسټ ولاړ تاریخونه کولی شي د هر بل لرغونی او معاصر تاریخي روایت کره توب هروخت وننګوي.

۲- د تاریخي مالوماتو دویمه سرچینه هغه تاریخي مالومات دي چې د یو تاریخ لیکونکي له قلمه نېغ په نېغه تر لوستونکي پورې رسېږي. په دې سرچینه کې یو لیکوال یا تاریخ لیکونکي چې په یوه تاریخي مقطع کې ژوند کړی راپاڅېدلی دی او د خپل پېر، او یا د خپل پېر نه د مخه مهال تاریخ یې لیکی دی، او بیا د لوستونکو د استفادې لپاره یې خپور کړی دی.

د تاریخي لیکنو او کتابونو دا دویم ډول (چې د افغانستان دا شته تاریخي مالومات په ډېرو مواردو کې همدې دویمې سرچینې پورې تړلي دي) ډېر کره او بې پرې نه بلل کېږي، او ډېری وخت د تاریخ لیکونکي سلیقوي، مذهبي، سیاسي، او ایډیالوژیک مزاج تر اغېز لاندې پنځول شوي وي.

د بېلګې په توګه د واتیکان د پاپانو تاریخونه، د مسلمانو او عثماني امپراتورانو تاریخونه، او په افغانستان کې شاهي تاریخونه لکه احمدشاهي تاریخ، تاج التواریخ، سراج التواریخ  د بېلګو په توګه یادولی شو. دا ډول تاریخونه درباري تاریخ لیکونکو یا خو د پاچا او مذهبي مشر روایت نېغ په نېغه لیکلی، او یا یې پخپله داسې تاریخ لیکلی چې د پاچا درنه پکې ویل شوې ده. د تاریخي مالوماتو دا سرچینه هم بې ارزښته نه ده او د دقیقو او میتودولوژیکي څېړنو په مټ ترې د یوې تاریخې مقطع په اړه ارزښتمن مالومات رابرسېره کېږي.

خو د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې، په نړۍ کې د اکادیمیکو  لیکنو دودېدلو سره د تاریخ لیکنې شېوه هم بدله شوې ده. پخوا که به تاریخ لیکونکو هڅه کوله چې خپلې لیکنې په لوی لاس د خپلو ایدیالوژیکو، مذهبي، او ناسیونالستي باورونو تر اغېز لاندې وښئي، په اوسني وخت کې داسې کول د یو تاریخي اثر عیب بلل کېږي. افغانستان کې د دې هېواد لیکل شوي تاریخونه هم دا عیب درلودلی دی. د میر غلام محمد غبار (افغانستان در مسیر تاریخ) د خپلو ټولو ښېګڼو سره سره د لیکوال د ایدیالوژیک تړاو تر سیوري لاندې دی، او د هېوادپالنې او افغان نشنلیزم نښې یې هم نه دي پټې کړي. د صدیق فرهنګ (افغانستان در پنج قرن اخیر) بیا د لیکوال له سکتریستي تمایلاتو ډک دی، کله کله خو یې په افغانستان کې یو مشخص قوم ته د سپکو او ښکنځلو د کارولو تر بریده هم د تاریخ لیکنې اخلاق نقض کړي دي. د عبدالحی حبیبي (تاریخ مختصر افغانستان) چې پښتو ته هم ژباړل شوی دی، ژبه یې لږه اکاډمیکه، او ډېره ملي ده. د ظفر کاکاخېل (پښتانه د تاریخ په رڼا کې) چې پښتو کې لیکل شوی د افغانستان د تاریخ یوازینی کتاب و، پیل کې د پښتانه نشنلیزم تر اغېز لاندې دی، او په وروستیو برخو کې د پاکستان په ستاینو بې خونده شوی دی. خو دا ټول اثار د تاریخ د کتابونو په توګه ډېر ارزښتمن او د استفادې وړ دي.

(پښتانه د تاریخ په رڼا کې) کتاب  نور نو پښتو کې لیکل شوی د افغانستان یوازینی تاریخ نه دی.  په دې وروستیو کې د استاد شهسوار سنګروال (افغانستان د معاصر تاریخ په رڼا کې) کتاب چې په دوه ټوکونو کې لیکل شوی، او دواړه ټوکونه یې یو ځای د یو کتاب په بڼه په ۱۰۷۷ مخونو کې خپور شوی دی، په پښتو کې د معاصر افغانستان لومړنی لیکلی تاریخ شو.

 په دې کتاب کې هڅه شوې ده چې تر ډېرې پورې د تاریخ لیکنې دا نوې شېوه وکارول شي، او لیکوال د تاریخي پېښو د راوي په توګه بې پرې پاتې شي. البته یو مهم ټکی دا دی چې بې پرې پاتې کېدل په دې مانا هم نه ده چې لیکوال دې یوازې د تاریخي پېښو یو مېخانیکي راوي وي، او د یو نکلچي په څېر تاریخي مسایل د یوې کیسې په توګه لوستونکي ته تېرکړي. داسې کول به له علمي او اکاډیمیک پلوه د یوې تاریخي لیکنې توله سپکه کړي. کېدای شي همدې اصل ته په پام سره په دې کتاب کې ځای ځای لیکوال د یوې تاریخي پېښې په اړه خپله شننه هم ملګرې کړې ده، او ډېری وخت دا شننه د اکاډمیکو لاسوندونو پر بنسټ، په علمي توګه شوې ده، او هڅه شوې ده چې د حدس او اټکل نه ډډه وشي.

لکه څنګه چې وویل شول چې تاریخ لیکونکي د خپل اثر په اوږدو کې اړ دی چې ځای ځای پر مسایلو علمي شننه وکوي. داسې کولو ته هغه وخت ډېره اړتیا ده چې کله پر تاریخي سکالو تر یوه ډېر روایتونه په لاس کې وي. تاریخ لیکونکي اړ دی چې یو روایت انتخاب کړي، او یا د هر روایت تاریخي شونتیا او امکان محاسبه کړي، خو دا محاسبه باید علمي وي، او یوازې په پټو سترګو یو انتخاب نه وي. په پټو سترګو انتخاب خو یو عام لوستونکی هم کولی شي. دلته ده چې تاریخ لیکونکی باید دا توجیه کړي چې ولې په یوه ځانګړې تاریخي موضوع د یو ځانګړي تاریخ لیکونکي د آثارو لوستلو ته اړتیا ده، نه د بل ته.

(افغانستان د معاصر تاریخ په رڼا کې) کتاب کې  په ډېرو ناندره اییزو او ګڼ-روایتي موضوعاتو سخاوتمندانه شننه شوې ده، خو پورتنی اصل یې تر ډېره په پام کې نیولی دی.

د بلې هرې علمي څېړنیزې لیکنې په څېر، یوه تاریخي لیکنه کې په کار ده چې د موضوعاتو په اړه له ټولانګېرنې یا  generalization نه په کلکه ډډه وشي. په تاریخي لیکنه کې تعمیم یا ټولانګېرنه د اثر تاریخي ارزښت راغورځوي. د بېلګې په توګه داسې امر کول چې پلانکی هېواد، قوم، یا وګړي ټول ظالمان یا نیواکګر ول یوه ټولانګېرنه ده، او د یو هېواد، قوم، یا وګړو په اړه نور ډېر حقایق له پامه غورځوي. استاد سنګروال په دې کتاب کې دې اصل ته تر ډېره پام کړی. د ساري په توګه یې د احمدشاه ابدالي ټوله دوره زرینه، او بې نیمګړتیا نه ده بللې، بلکې ستونزې یې هم شنلي دي، لاملونه یې ورته ښودلي دي، او دا هر څه یې د لوستونکي د قضاوت لپاره ورته په مخ کې ایښي دي.

په دې کتاب کې کله چې یو تاریخي پېر ته کره کتنه شوې ده د همغه پېر د اکر، چاپېریال، او اړتیاوو له مخې شوې ده. ډېرو لیکوالانو ته ډېره آسانه وي چې د یوویشتمې پېړۍ د عینکو تر شا د سلګونو کلونو زړې تاریخي پېښې ته اوږدې کتنې وکوي، او د تاریخي شخصیتونو او پېښو څرنګوالي باندې پرته له دې چې د همغه وخت  شرایط یې په پام کې نیولي وي، ظالمانه نقدونه وکړي. په تاریخ لیکنه کې ډېره اړینه ده چې لیکوال د وسې تر بریده له پریزنتیزم Presentism  نه ډډه وکړي، او تاریخي نکل یې د اوسني پېر د شرایطو او معادلو تر اغېز لاندې نه شي. لیکوال باید د خپلو تاریخي کرکټرونو، که هغه انسانان وي، هېوادونه وي، یا تاریخي پېښې وي، که هرڅومره منفي هم وي، د تاریخ لیکنې د اخلاقو پر بنسټ یې درناوی وکوي. هره تاریخي پېښه په خپل وخت کې ځانته سیاسي، اقتصادي، جغرافیوي، او چاپېریالي لاملونه لري چې د نننیو شرایطو په رڼا کې ورته کره کتنه ګرانه وي. نو ځکه خو هرو مرو ده چې تاریخ لیکونکی ځان او خپل لوستونکی د یوې تاریخي پېښې د لاملونو په څرنګوالي پوه کړي، نه داچې د پېړیو پخوانۍ پېښې په اړه ړوند قضاوت وکړي. په دې کتاب کې د برتانیوي هند سره د افغانستان هغه هوکړه لیکونه چې پر بنسټ یې د افغانستان ډېرې سیمې برتانیوي هند ونیولې، د همدې اصل په رڼا کې شنل شوي دي.

یو اوسمهاله تاریخ لیکونکی خپل مالومات په ټولیزه توګه له ۲ ډول سرچینو نه تر لاسه کوي.

لومړنۍ سرچینې Primary Sources چې د همغه پېر پورې اړوند خام توکي دي او همغه وخت کې پنځول شوي دي لکه د یو ټولواک خاطرې، د یو پېر ورځپاڼې، لاسي نسخې او داسې نور.

دویم لاس سرچینې یا Secondary Sources  هغه تاریخي کتابونه دي چې نورو لیکوالانو د راوروسته کلونو او پېړیو په اوږدو کې د یوې تاریخي سکالو په اړه لیکلي دي. دویم لاس سرچینې ډېرې پراخې دي، او تل تاریخي کتابونه نه دي. نور کتابونه چې د یو تېر پېر په اړه مالومات لري هم تاریخي مواد په ځان کې لري.

(افغانستان د معاصر تاریخ په رڼا کې) کتاب یو ځانګړتیا دا ده چې لومړنۍ سرچینې یې ډېرې کارولې دي. په تېره بیا د ظاهر شاه د ټولواکمنۍ نه را په دېخوا مالومات یې نږدې ټول له لومړنیو سرچینو دی چې راتلونکو تاریخ لیکونکو ته دېره ګټور تمامېږي. د کتاب د دې برخې مواد د لیکوال خپل د تېرو ۴۰ کلونو یادښتونه، د سیاسي سټو سره مرکې، د سلګونو روانو چارو ورځپاڼې، مجلې، راډیویي خپرونې او کتابونه دي.

د ظاهر شاه نه د مخه پېر په اړه په دې کتاب کې له دویم لاس سرچینو نه ګټه اخیستل شوې ده خو لومړنۍ سرچینې یې هم پرېمانې دي.د پېلګې په توګه د برټش کتابتون او ارشیفونو مواد، او زړې ورځپاڼې، او قلمي نسخې، او د تېر وخت لیکل شوي کتابونه یې  بېلګې دي چې لیکوال کارولي دی.

د یو داسې ستر کتاب د چاپ چارې په خپل ځان کې یوه ډېره لویه ننګونه وي. په تېره بیا د پروف لوست چارې چې ډېری وخت د یوې ډلې کار وي، نه دیو فرد. د کتاب په ګڼو پاڼو کې وړې ټایپي، او املایي تېروتنې دا را په ګوته کوي چې د کتاب په دویم چاپ کې باید د پروف لوست په چارو کې خپرندویه ټولنې، او چاپخونې ته پراخې لارښونې وشي.

په ټوله کې (افغانستان د معاصر تاریخ په رڼا کې) د علمي میتودولوژي له مخې د نورو، او راتلونګو تاریخلیکونکو، څېړونکو، او زده کړیالانو لپاره یوه  معتبره سرچینه ده، او د ژبې د رواني او خوږوالي له مخې د افغانستان د تاریخ عام مینه وال ته د لوستلو لپاره ضروري کتاب دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب