دوکتور سید اصغر هاشمي
د انسان فزیکي او معنوي جوړښت د فکر وړ دی، حواس یې یو له بل سر اړیکې لري، یو د بل په خوښه کار کوي او یو د بل په مقابل کې واقع کېږي. د زړه او مغز تقابل، د داخلي او بهرنیو حواسو تضاد د دې لامل کېږي چې انسان د اختیار او جبر په لومو کې بند شي.
که انسان خود مختاره او د اختیار خاوند دی، نو بیا ولې بد کوي، کله چې بد وکړي، نو بیا ولې بښنه غواړي او پښیمانه وي؟ د دې او دې ورته پوښتنې له دې موضوع سره تړاو لري چې انسان عافل دی، که مفعول دی؟
انسان فاعل دی، د اختیار خاوند دی او د ټولو کړنو په اړه یې ښوونیزو کتابونه د کار خبرې لري چې له ټولو غوره کتاب قران کریم په دې اړه اړینې لارښوونې لري.
د انسان هرې کړنې په اړه د زړه صلاحیت او درک کولای شي چې په مغز او نورو حواسو باندې حاکمیت ولري، له زړه څخه وروسته مغز ته دغه ځواک ورکړل شوی دی او له مغز څخه وروسته داخلي حواس کولای شي چې د بهرنیو حواسو په کړنو کې لاسوهنه وکړي. له دې خبرو څخه معلومېږي چې زړه که فاعل واقع کېږي، کله کله پرې ښې او بدې کړنې تپل کېږي چې دلته یې د فاعلیت بحث د پوښتنې لاندې راځي، په همدې ډول د مغز کړنې د زړه سره تړاو لري او د داخلي او بهرنیو حواسو کړنې د زړه او مغز تر فرمان لاندې دي، نو ویلای شو چې زړه، مغز او حواس که اختیاري کړنې تر سره کولای شي (فاعل واقع کېږي)، نو په عین وخت په دغو برخو باندې کړنې او عمل تر سره کېږي (معفول واقع کېږي).
زه په دې نظر یم چې انسان که فاعل دی، نو په عین وخت کې مفعول دی. به انسان عمل تر سره کېږي، ډېر وخت انسان نه غواړي چې له بل انسان سره بد وکړي، خو بیا یې هم کوي، کله چې بد وکړي، بیا پښېمانه وي او بښنه غواړي، له دې څخه معلومېږي چې د انسان په داخلي نړۍ کې یو بل داسې ځواک شته چې په انسان عمل تر سره کوي، دغه ځواک د انسان هغه چاپیریال دی چې دی پکې پیدا شوی دی او نسلونه نسلونه یې همدلته تېر شوي دي. د چاپیریال جغرافیه، تاریخ، باورونه او په لسګونو داسې نور مسایل په چاپیریال کې شتون لري او د انسان په ټولو کړنو باندې اغېزې درلودای شي. همدارنګه په انسان کې هر ځواک او کړنه له وراثت سره تړاو لري، د وراثت بحث هم په کورنیو کې نسلونو نسلونو ته رسېږي.
انسان د همدغې دوو فکتورنو له مخې له فاعلیت سره سره مفعول دی او د هرې کړنې بنسټ یې په ماضي کې لټول غواړي، د انسان هرې کړنې (د فاعلیت برخې) ته که معلول ووایو، نو په لسګونو داسې علتونه شته چې د دغې معلول د پېښېدو لامل کېږي، یا د انسان هره کړنه هغه عمل دی چې د عکس العملونو په وسیله د څېړنې وړ دی.
له دې لنډ بحث څخه دې پایلې ته رسېږو چې انسان که فاعل دی او عمل تر سره کوي، دغه کړنې یې که د دې په خوښه تر سره کېږي او وروسته ورته خپه نه وي، دغې ته اختیاري کړنې ویلای شو، خو د دغو کړنو پېښېدل هم شاته ډېرې خبرې لري (که د دغو کړنو اختیار هر څومره له انسان سره وي او دی ورته خوښ وي، خو بیا هم د دغو پېښو شاته هم نور ځواکونه شته چې د دغې کارونو د پېښېدو لامل ګرځېدلای دی.
له دې پرته ډېرې داسې کړنې شته چې په انسان باندې تپل کېږي او په انسان باندې علم تر سره کوي (انسان معفول هم واقع کېدای شي)، د دې کړنو شاته هم ډېر لاملونه شته چې ولې په انسان یو کار تر سره کېږی چې انسان خوښه نه وي، یا په ټولنې کې مقبول عمل نه وي. تاسو به هم په لسګونو ځل له داسې کړنو سره مخامخ شوي هستئ چې ستاسو به خوښه نه وه، خو ستاسو لخوا پېښ شوی دی.
په پای کې ویلای شو چې انسان (فاعل وي، که مفعول وي) په خیر یې دی، ځکه چې هره کړنه د انسان په تقدیر کې لیکل شوې وي او په خیر یې وي.
وروره عنوان دی دیربدرنګ او متن سره هم جوړ ندی که دا رقم لیکنه کوی بهتره ده هیچ هم ونه لیکی کمبیوتر می بعضی بشتو حروف نلری معذرت غواړم
دکتر هاشمی سلام
دی نه دی انسان فاعل دی ، فاعل پیداشوی
Predicate یامفعول دفاعل تابع دی
زه پوه شوو چې ته څه وایی ولې ستا لیکنه هغوکسانوته ډیره پېچلی ده چی ستا دلیکنې کچې ته نژدې شی.
فعل، فاعل او مفعول خو په ګرامر کې ځانګړی تعریف لری او هر یو دیوې جملې غړی دی .
دحواسو ډولونه ، دفزیالوژی ،اناتومی او بیولوژیکی بحث دی
پدی او نیکی اختیار او بې اختیاری انسانی علومو څخه بحث کوی
قرآن کریم دغه ترکیب په خلقت پورې تړی چې یو انسان په څه ډول رامنځ ته کیږی اوڅنګه بیرته عدم کیږی.
ستا لیکنه کې ډیرې مجهولې سوژې اوخبرې لری پته نه لګیږی چې ته څه غواړې چې ووایی!
سلامونه،
-زما په فکر، زړهء ،همدا یوه ټوټه غوښين اورګان یا عضوء هسې اصطلاحاََ پر دماغ یا مغز او نورو اعضاوو باچا(د استاد هاشمي سید اصغر په آند فاعل!) ګڼل شوی دی اصل فاعل او آمر پاس دی=ماغزهء! -البته د وینې پمپولوو ټولو غړو او انساجو ته د زړه وظیفه ده!
-بل ما له ملایانو صیبانو اوریدلي چې : په ښه یاخیر کار کې د خدای تعالی هم اراده او هم رضا شته؛
خو په شر یا بدو کې ېې اراده سته خو رضاء نه!!
-دلته د ابلیس شیطان شرورو افعالو ته؛ او انبیآء ع.ع.س.س. دخیر اعمالو ته تحریک او تشویقول هیر نشي!!
-بل تاسو د جبر او اختیار تضاد خبره کړې؛هر کله چې اوامر په جبر ارایه کېږي نو اختیار ډیر کم کار کوي-
-مهم ټکی دادی چې ،له ازله هر چاته تقدیرات لیکل شوي؛ که الله تعالی انسان ته هدایت کړی وي هېڅڅوک ې ضلالت ته نه شي بیولی! او؛ که څوک ېې ګمراه کړی وي ؛ آد خدای مضلول (ضالین) به په لار نشي!!
ښاغلي دکتور. سيد اصغر هاشيمي سلام
تاسو په يوه ډيره مهمه موضوع باندي ډيره سر سرکي ليکنه کړي په کومه کي چي سړی بايد ډيره profound knowledge د:
Psychology
Social
Religious
Philosophical
ولري.
یو خو دا د ادبیاتو د پوهنځي محصلان ډیر مظلوم خلک دي.